عربستان دوه نور فوځونه جوړوي
د العالم د راپور له مخې د عربستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر نواف عبید وویل لومړی فوځ به چې یو لک فوځيان او افسران به ولري د فارس خلیج د ګډې قوماندانۍ په چوکاټ کې جوړیږي او د ټاپو د سپر فوځيانو ځای به ونیسي .
د دې فوځ په جوړیدو له وړاندې په کویټ کې د عربي هیوادونو د مشرانو له خوا موافقه شوې وه .
ویل شوي د دې فوځ مرکز به په ریاض کې وي او له ۵۰ تر ۷۰ زرو فوځيان او لوړ پوړي افسران به ېې عربستانیان وي
د نواف په خبره بل فوځ به هم چې ۵۰ زره بهرني عسکر به په کې وي او بلآخره به ېې شمیر دوه نیم لکو تنو ته ورسیږي د عربستان تر امر لاندې به د چټګ غبرګون وړتیا ولري .
د دې فوځ د تمرین مرکز به د اردن په سرحدي سیمو کې وي
په راپور کې راغلي د دوهم فوځ ډير فوځيان به د اردن مراکش او یمن خلک وي او د امریکا برتانېې او فرانسې روزونکي به ورته روزنه ورکوي
Add new comment