تکفیري او ترهه ګرې ډلګۍ د بني آمیه ؤ د نظام اجراکیدا غواړي
د پاکستان په کراچۍ کښې د اهل سنت د جماعت آمیر علامه شاه تراب الحق پرون د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د نیکمرغه زوکړې په مناسبت په یوه غونډه کښې د کراچۍ په نشتر پارک کښې جوړه شوي وه، وویل پاکستان نن سبا سپیڅلي محمدي نظام پلې کولو ته لړتیا لري .
هغه د عید ميلادالنبی(ص)د جشنونو مخالفینو ته اشاره وکړه او ویې ویل اهل سنت د یارسول الله شعار ورکوونکي او ترسره کونکي دي او د ړنګو شویو ډلګیو(سپاه صحابه)ختمول غواړي ،چې د اهل سنتو له نوم څخه استفاده کوي .
د مصطفی د نظام د غورځنګ آمیر حاجی حنیف طیب هم د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) تعالیم بیان کړل او ويي ویل نن سبا اسلام او مسلمانانو ته زیات خطر د هغو ترهه ګرو لخوا دی،چې د اسلام او جهاد په نامه په هیواد کښې ترهه ګرې دودوي .
هغه زیاته کړه د نبی کریم (ص) د امت یوه فریضه داده،چې پخپلو کښې د ملګرتیا او زغم فضا دود کړي .
د ویلو ده چې په پاکستان کښې تش په نامه مجاهدین(طالبان،سپاه صحابه او لشکر جهنګوي)په سوریه کښې له القاعدي او هغو ترهه ګرو ډلو پیروي کوي ،چې د ابو سفیان او بنی امیه ؤ د نظام اجرا کیدل غواړي
Add new comment