که ایران ته بلنه ورکړل شوه نو د سوريي په اړه به د جینیوا ۲ په کنفرانس کښې ګډون وکړي

د فارس خبرې آژانس د راپور له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دغه څرګندونې  په مسکو کښې د روسيي د بهرنیو چارو له وزیر سرګئ لاوروف سره له کتنې وروسته، له هغه سره په ګډ‌ خبرې کنفرانس کښې وکړي  او ويي ویل، که د ملګرو ملتو سرمنشي  بان کي مون ایران ته بلنه ورکړي،چې د سوريي په اړه به د جینیوا ۲ په کنفرانس کښې ګډون وکړي،نو تهران به هم په دغه کنفرانس کښې برخه واخلي.
د روسيي د بهرنیو چارو وزیر هم په دې خبرې کنفرانس کښې وویل،د سیمې د مسئلو د آوارې لپاره د تهران او مسکو ملګرتیاوې اړیني دي .
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف   بیګا د یوه لوړ پوړې پلاوې په مشرۍ روسيي ته تللی دی .
نوموړی به د پلان له مخې د روسيي له ولسمشر ویلادي میرپوتین سره هم د دوه اړخیزو او نړیوالو مسئلو په هکله خبرې اترې وکړي .

Add new comment