اخوان المسلمین وايي ټاکنې به د ۳۰ میلیونه وګړو د شتون په شرط ومني

د راپور په اساس نن هم خلکو په مصر کې د اساسي قانون مسودې ته راېې ورکړې .
اخوان المسلمین چې ټول پوښتنه ېې تحریم کړې ویلي که له ټولو د راېې ورکولو په شراطو برابرو څه کم ۵۳ میلیونه خلکو ۳۰ میلیونه يې په ټاکنو کې برخه واخلي او اتیا سلنه ورته مثبته رایه ورکړي دوی به ېې هم پایلې ومني .
سلفیانو او د فوځ پلویانو په دې ټول پوښتنه کې ګډون کړی دی .
د راپورونو په اساس نن د ټول پوښتنې پر مهال د اخوانیانو او فوځیانو تر منځ اخ او ډب هم رامنځته شوی چې ۱۱ تنه په کې مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي .
د مصر دا ډول تیرې ټاکنې اخوانیانو په غوڅ اکثریت ۷۵ سلنې رایو ګټلې وې .

Add new comment