په ټول افغانستان کې د حضرت محمد ( ص ) د ميلاد په وياړ غوڼډې وشوې
د بشریت د ستر لار ښود، د اسلام د قدرمن پيغمبر (ص) د نیکمرغه میلاد په ویاړ نن د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د قرآن کریم ختمونه او غونډې وشوې.
په کابل کې د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا له خوا او همدارنګه د سولې د د عالي شورا د عالمانو له خوا د میلاد النبي (ص) په ویاړ غونډه وشوه.
د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف په دې غونډه کې وويل: " هغه د توحید غږ، چې یو وخت چا د کعبې په خوا کې اوچتېدو ته نه پرېښود؛ نن یې په ټوله نړۍ کې یو نیم ملیارد مسلمانان پورته کوي "
نوموړي همدارنګه وویل، چې د حضرت محمد "ص" ژوند د مسلمانانو لپاره یو ښه نمونه ده او د مسلمانانو د کامیابۍ راز یوازې د نبي کریم"ص" په لارښوونو باندې پوره عمل کول دي، ترڅو د دنیا او آخرت کامیابي ورپه برخه شي.
د هېواد په مرکز او ولايتونو کې هم ګڼ شمېر ورته غونډې جوړې شوې او د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد ( ص ) د مبارک ميلاد په مناسبت د قران کريم ختمونه او خيراتونه وشول.
Add new comment