د وحدت هفته د مسلمانانو د يوزړۀ توب رڼا (د وحدت د اونۍ خاص مطلب)

د اسلام قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د تاريخ په مختلفو دورونو کښې د مسلمانانو ترمېنځ د ارتباط ترټولو ستره کړۍ او د هغوي د وحدت ذريعه ؤ او دے. له دې امله چې د خداے د ګران رسول (ص) په مبارک وجود باندې د مسلمانانو اعتقاد له عاطفې او عشق سره مل دے هغه  حضرت د هغوي ټولو د عقائدو او عواطفو محور دے.
په حقيقت کښې دغه له جاذبې نه ډک مرکز د مسلمانانو د زړونو د مينې او له يو بل سره د اسلامي فرقو د نزدېکت يو دليل دے. په همدې بنياد د ربيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې له دولسمې نه تر اولسمې نېټې پورې چې د خداے د ګران رسول (ص) د ميلاد په حقله د دوو روايتونو ترمېنځ فاصله ده د وحدت د هفتې په نامه نومولې شوې ده. مسلمانان کوشش کوي چې د خداے د ګران رسول (ص) د وجود مبارک په سيوري کښې په خپلو کښې رشته او پېوند ولري چې اسلامي نړۍ په يو مضبوط اتحاد سره سر لوړۍ او ترقۍ ته ورسي
د خداے پاک لخوا مسلمانانو ته يوتاکيد کړې شوې سپارښتنه د وحدت او يووالي ساتنه ده. قران شريف د سورۀ آل عمران په 103مبارک ايت کښې فرمائي: ((او ټول په الهي رسۍ منګولې ښخې کړئ او تيت پرک کيږئ مه، او په ځان باندې د خداے نعمت ياد کړئ چې د يو بل دښمنان وئ نو هغۀ ستاسو په زړونو کښې مينه واچوله او د هغۀ په فضل سره په خپلو کښې وروڼه شوئ.))
بې له شکه د مسلمانانو وحدت او يووالے له هغو بنيادي او محوري اصولو څخه دے چې ضرورت يې د اسلام د تاريخ په هيڅ يوه برخه کښې له مسلمانو متفکرانو څخه پټ نۀ ؤ او نۀ دے.
په حقيقت کښې د خداے د ګران رسول (ص) او د هغه حضرت د پاکو اهلبېتو عليهم السلام د سيرت او سنت يوه مهمه موضوع اسلامي وحدت او يووالے دے. دغه مسئله او د هغې عملي کول د زړۀ سواندو عالمانو له بنيادي اندېښنو څخه دي.
د نړۍ مسلمانان که هغه شيعه وي او که سني په توحيد،د پېغمبراکرم (ص) په رسالت، قيامت د غېب په عالم او قران شريف باندې اعتقاد او ايمان لري. دوي ټول د يوې قبلې په لور نمونځ کوي. د کال په يوه ټاکلې مياشت کښې روژې نيسي، په کال کښې په ټاکلي وخت کښې حج ته ځي او دغه شان زکات ادا کوي. په اصولو او فروعو کښې د دغو ټولو ګډو ټکو باوجود د اسلام د دښمنانو دسيسې او د ځينو ساده فکرو جهالت د ځينو اختلافاتواو تفرقې اسباب رامنځته کړي دي. د وحدت هفته يوه داسې موقع  ده چې مسلمانان د خپل تېر حالت او راتلونکي حالت په باره کښې غور او فکر وکړي او د اسلام د اذلي دښمنانوپه مقابل کښې د وحدت او يووالي په ساتنې سره د هغوي اميدونه په مايوسۍ او پښېمانۍ بدل کړي.
نن په داسې حال کښې د وحت اونۍ رارسېدلې ده چې له يوې خوا د اسلامي امت بهرني دښمنان او له بلې خوا جاهل عناصر او تکفيري ډلې د مسلمانانو ترمېنځ د جنګ او  تشدد چاره ترويجوي او هر ځاے کښې چې امکان مومي د مختلفو مذهبونو، ډلو او قوميتونو ترمېنځ د دښمنۍ د کلتور په رواجولو، د بل په نفي کولو او د هغوي ترمېنځ د دښمنۍ د تخم په شيندلو سره د ترخې، تورې او تيارې فضاء ښودنه کوي.
څرګنده ده چې د دښمنۍ او فتنې په فضاء کښې به په اسلامي ټولنو کښې مخ  په وړاندې حرکت او پرمختګ سست وي،نوځکه د فتنې،کينې، دښمنۍ او تشدد له وائرس نه زيات خطرناک او زيانمن وائرس نشته او د شيعه مسلمانانو د مرجع آيت ا... ناصر مکارم شيرازي په قول: ((د اسلام د تاريخ په هيڅ وخت کښې د مسلمانانو د وحدت او يووالي مسئلې تر دې اندازې چې نن ورته ضرورت لرو ضرورت نۀ دے لرلے...امريکې، اروپا اتحاديې، اسرائيلو او له هغوي سره وابسته او لاس پوسو هېوادونو په خپلو کښې سره لاسونه ورکړي دي چې په نړۍ کښې د اسلام د پرمختګ خنډ شي او په مختلفو سيمو په تېره بيا د مېنځني ختيځ په سيمه باندې د اسلام حکومت له ماتې سره مخامخ کړي.))
 په داسې حالاتو کښې له اسلام څخه د ويرونې د چلولونو په مقابل کښې د اسلامي نړۍ د سترو ديني او سياسي شخصيتونو نه علاوه زياتره مسلمانان هم په خپل جوشه شکل کښې اسلام او د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) معرفي کوي.په همدې لړ کښې تېر کال د برطانيې مسلمانو ښځو په زرګونو سپينوګلابونو جوړې ګلدستې چې د خداے د ګران رسول (ص) په ښکليو وېناو سره سينګار کړې شوې وې خلقو ته ډالۍ کړې چې له خپل قدرمن رسول (ص) څخه په پېروۍ سره  د يو زړۀ توب او سولې په لاره کښې ګامونه اوچت کړي. د هغوي د وېنا له مخې هغوي غوښتل چې د ګلونو په وېشلو سره د خداے د ګران رسول خاتم الانبيا حضرت محمد مصطفی (ص) د سولې، دوستۍ او مينې پېغام د نورو غوږو ته ورسوي. نو ځکه هم هغه ډول چې دښمنان کوشش کوي د اسلام ځلانده نمر په دوړو داړو سره پټ کړي د نړۍ خلق په زيات ژور نظر سره اسلام ته ګوري او د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) د شخصيت په حقله مطالعه او فکر کوي.
مسيحي ليکوال او شاعر  رياض معلوف وائي: ((اے محمده !اے د فاطمې بابا! زۀ درسره مينه کوم او په بزرګۍ دې يادوم. ستا دين د عدل، انصاف، اتحاد، حق او حکمت دين دے، که  څه هم ستا د دين پېروکار نۀ يم خو زمونږ د کلساګانو ناقوس د اذان له غږ سره په يو اواز ذکر کوي او کليمه وائي او ستا د مينې، يو زړۀ توب او ورورولۍ غږ پورته کوي))
نن به ډېرکم داسې کس وي چې به نۀ پوهېږي چې حضرت محمد (ص) د توحيد او وحدت پېغمبر دے. هغه حضرت انسانان د توحيد تر چتر لاندې راغونډ کړل او د زياتو سختيو په زغملو، تدبير او ښو اخلاقو سره يې چې له کوټلي الهي ايمان څخه زېږېدلي وو وکړې شول د جاهلو عربو مخالفو او تيت پرکو قبائېلو ترمېنځ چې ځينو پکې د جنګونو پخوانۍ مخينه لرله، مينه او يو زړۀ توب رامنځته کړي او د اسلامي وحدت له مخې يو نوے تمدن او يوه نمونه ټولنه جوړه کړي. البته د انساني ټولنو ترمېنځ تل اختلافاتو شتون لرلے دے خو دغه نظري اختلافات پکار نۀ دي د جنګ، جدال او کشمکش سبب شي. د انسانانو، ملتونو او قومونو ترمېنځ د ګټو اختلافات تاريخي، سياسي، اقتصادي او کلتوري جرړې لري خو وحدت، يووالے او تعاون يوه فطري او وجداني مسئله ده او د انسان له اجتماعي والي څخه سرچينه  اخلي. له دې امله اسلامي وحدت د زړونو وحدت او يووالے دے او عملي کېدل يې له مادي عواملو سره وابسته نۀ دي او په توحيد او معاد باندې له ايمان څخه رامنځته شوي دي. خو هغه وحدت او اتحاد چې د سياسي، قومي، قبيله اي او يا جغرافيائي عامل په بنياد وي حقيقي وحدت نه ګڼل کيږي او له دې امله پائېداره نۀ وي.
د خداے د ګران رسول (ص) لخوا د مساواتو او عدالت خيال ساتنه د اسلامي يووالي په مضبوطيه کښې يوه زياته موثره طريقه وه. د اسلام قدرمن پېغمبر (ص)  د اسلامي امت د وحدت او يووالي د بنياد  اېښودو په لاره کښې د نژاد پرستۍ، قوميت پرستۍ او ناروا تبعيضونو نفي وکړه.
توحيد ته د خداے د ګران رسول (ص) دعوت ورکولو او د مساواتو رامنځته کولو جاهلي ارزښتونه او ظالمانه تبعيضونه منسوخ کړل او د اسلام مبين دين ته د مختلفو قومونو او نژادونو د افرادو د داخلېدو زمينه يې برابره کړه. هغه حضرت د زېد بن حارثه چې يو غلام ؤ په شان کس د اسلام د لښکر قوماندان کړ. تور پوستکے بلال حبشي يې خپل خاص موذن  مقرر کړ او د سلمان فارسي چې د ايران اوسېدونکے ؤ قدرونه وکړه. په دا ډول د اسلام قدرمن پېغمبر (ص)  له غلطو اجتماعي امتيازاتو سره مقابله وکړه او ورو ورو يې لوړ ارزښتونو ته ځاے ورکړ چې تر ټولو مهم يې تقوا ده.
همدارنګ شناندو د خداے د ګران رسول (ص) له جاذبې نه ډک سلوکونه د امت يو ترټولو مهم وحدت بخښونکے عامل بللے دے چې د اختلافاتو د ختمولو او د پاک فطرته انسانانو د جذبولو سبب شو.
د وحدت د اونۍ چې پکې تړونونه او ميثاقونه ټينګيږي نمانځنه کوو. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ايت ا... العظمی خامنه اي د وحدت د هفتې او د مسلمانانو د اتحاد او يووالي د ضرورت په باره کښې فرمائي:
((د وحدت د دې  هفتې، د مسلمانانو ترمېنځ د احترام د دې ګډې  اونۍ قدر ووپېژنئ، ټول دې کوشش وکړي چې د افرادو وحدت او يووالے او په يوې جبهه کښې د مسلمانو ځواکونو راوستل چې د مسلمانانو د سعادت راز او د هغوي د سرلوړۍ ذريعه او د نړيوال استکبار په مقابل کښې د ملتونو ترټولو لويه وسيله ده غنيمت وګڼي او قدر يې وپېژني.))
د خداے پاک درود او سلام دې وي د رحمت په پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) باندې چې نفاقونه او  څورنګۍ يې وحدت او يو رنګۍ ته ورسولې او زړې دښمنۍ يې په اسلامي ورورولۍ بدلې کړې.

Add new comment