دایران پرضد دنویو بندیزونو دلګیدا په بڼه کښې جینیوا موافقه لغوه کیږي .
دایران دخارجه وزیر مرستیال وویل دجینیوا دموافقې پراساس له دې سره سره چې دایران په اټومي فعالیتونو کښې د کمیت پراختیا نه ترسره کیږي خو د تحقیق او پراختیا په شمول ددغو فعالیتونو د کیفیت په زیاتولو کښې هیڅ محدودیت نشته .
دایران دخارجه وزیر مرستیال عباس عراقچي په یوې مرکې کښې دجینیوا دموافقې د اجرا لپاره د پینځه جمع یوې ډلې هیوادونو او د ایران د تفاهم په باره کښې وویل بالاخره د جینیوا اوږدې خبرې داسې ټکي ته و رسیدلې چې ایران او پینځه جمع یوه ډله تفاهم ته ورسیدل چې د جینیوا د موافقې لومړنی ګام د جنورۍ دمیاشتې له شلمې(۲۰) نیټې څخه اجرايي شي .
هغه وویل د ترسره شوي موافقې پراساس ایران او پینځه جمع یوې ډلې ومنله چې په اوسني حالت کښې پاتې شي یعني دایران پرضد اعمال شوي اوسني بایکاټونه زیات نشي او ایران هم داټومي فعالیتونو په اوسني حالت کښې پاتې شي .
دایران دغه لوړرتبه مقام وویل دایران لخوا دپاخو شویو شل (۲۰)فیصده یورانیمو د اکسید کولو او دشل (۲۰) فیصده یورانیمو دپخولو دکار دځنډولو په مقابل کښې پینځه جمع یوه ډله باید څو موردونه اجرايي کړي .
دایران لوړرتبه اټومي مرکچي عباس عراقچي د ایران پرضد د بایکاټونو دلګولو لپاره د امریکا دمشرانو جرګې دځینو غړیو د هڅې په باره کښې وویل که چیرې دامریکا کانګرس وغواړي په نویو پلمو سره په ایران دباو راولي ایران هیڅ کله تر دباو لاندې خبرې نه کوي او که چیرې دایران پرضد نوي بندیزونه ولګول شي نو دجینیوا موافقه لغوه کیږي .
Add new comment