دافغانستان پولیسو په بغلان ولایت کښې دطالبانو یو قوماندان ونیوه .

دافغانستان د ملي امنیت ادارې پرون په یوې بیانیې کښې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو پرون د بغلان ولایت په کایلاګي سیمه کښې دطالبانو دیوه(۱) قوماندان ملا کبیر په پټنځای چاپه واچوله او هغه یې ونیوه .
ویل کیږي چې ملاکبیر د افغانستان د بغلان ولایت په یو شمیر سیمو کښې دحکومتي عسکرو پرضد حملو کښې لاس لرلی دی .
دافغانستان دملي امنیت ادارې په خپلې بیانیې کښې زیاته کړي ده پینځه (۵)نور کسان چې دوه (۲) میاشتې مخکې یې د قندوز او بغلان په لویه لاره کښې د یوه افغان حکومتي عسکر په تښتولو کښې لاس درلود نیول شوی دی .

Add new comment