له افراط پالنې د لودیځي هیوادونو آوزاري استفاده
۲۰۱۳کال دځينو هیوادونو دخونړیو نښتو اوجنایتونو ډګر ؤ او دسورئې،عراق ،پاکستان،لبنان اوافغانستان په څيرپه هیوادونوکې تاؤتریخوالي اوج ته رسیدلی وو او داسلام په نامه تاؤتریخجنو او تکفیري بهیرونوله هیڅ جنایته ډډه ونکړه اوهغه تاؤتریخجن بهیرونه چې پر عربستان دواکمن وهابیَت تفکر په عقایدو کې جرړه لري،داسلام اوحتی دغیرمسلمانانوله خوښواوسوله غواړو تعلیماتو سره هیڅ سمون نخوري. دایران داسلامی جمهوریت دولسمشرحسن روحاني په وړاندیزدملګرو ملتوعمومی اسمبلۍپه اته شپيتمې غونډې کې د:تاؤتریخوالی اوافراط پالنې په ضد دنړۍ : په نامه دپریکړه لیک تصویبیدا وښودله چې نړۍ له تاؤتریخوالي او افراط پالنې سره په هرپوښښ او قانون کې مخالفه ده . په نړۍکې دحکومتي ترهه ګرۍدیوازینۍسمبول اوبیلګې په توګه صهونیسټ رژيم دحسن روحاني وړاندیزي پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړه.په ملګروملتو کې داسلامی ایران استاذي محمد خزاّعي ددغه پریکړه لیک په باب وويل،په نړۍکې له تاؤتریخوالي سره دمقابلې لپاره ددغه پلان د بیرغوال اومعمارپه توګه چې په ملګروملتوکې په یوه خوله تصویب شو، ایران وړاندیزکړی دی چې په دې زمینې کې دنړیوال کنفرانس کوربه شي . په ملګرو ملتو کې دایران استاذي زیاته کړې،دالومړنۍځل دی چې د تاؤتریخوالي او افراط پالنې په محکومیَت کې یو پریکړه لیک تصویبیږي .
که څه هم دنړۍ ټولوهیوادونود:تاؤتریخواخلي او افراط پالنې په ضد نړۍ : په نامه پریکړه لیک په چوکاټ کې داسلامی ایران دولسمشر وړاندیز ته رایه ورکړې ،خودغه په یوه خوله رایه په دې معنانه ده چې دغه ټول هیوادونه په عمل کې ورته پابنده دي .بلکې په دې اپوټه ځیني هغه هیوادونه چې له افراطي،سلفي او وهابی تفکره افراطي او بهیرونوڅخه په ملاتړ کې په مستقیم او یاغیر مستقیم ډول رول لري ،په دې د لیل ئې دتاؤتریخوالي په ضددنړۍپریکړه لیک ته موافقه رایه ورکړې چې افراط پالنې په تیره بیا په اسلامی هیوادونوکې ددغې سپيرې بلاپه پراختیاکې پرخپل ورل برغولی کیښږدي .که دعربستان اوله امریکاسره دځينونورواړونده هیوادونومالي اوپوځي مرستې اودانګلستان اوامریکااطلاعاتي او سیاسی ملاتړونه نه وائ،نوالقاعده اونوره ترهه ګرې ډلې نه رامینځةکیدلې. هغه وهابي اوسلفي ترهه ګرې ډلې چې همدااوس په سورئې اوعراق کې په پراخه سویه فعالیتونه کوي او له هیڅ جنایته ډډه نه کوي ، اوس دعربستان اوځینو لودیځوالو هیوادونو له نیغ په نیغه پوځي او مالی ملاتړونو برخمنې دي . البته دغو هیوادونوپر هغوټولوجنایتونوسترګې پټې کړي دي چې د دغو ډلو په لاس په بیلابیلو هیوادونو کې ترسره کیږي . دوي ددیموکراسۍ او آزادي غوښتنې په نامې سره دمسلمان په نامه په زرګونو تاؤتریخجن تکفیریان دسیمې له ګوټ ګوټه په سورئې کې غونډ کړي دي . همدغه کسان ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې داسې چلند کوي چې په افغانستان کې د طالبانو دحکومت اوبلکې له هغوهم بدتراقدامات اوجنایتونه کوي . دهغوي ځيږ اوجاهلانه افکار په اسلام کې هیڅ ځاي نه لري . دوي په سورئې کې حتی له ماشومانو هم په دې خاطر چې دشیعیانومسلمانوکورنیو غړي دي ، سرونه غوڅوي . دوهابیَت متعصب تفکر چې له اسلامی تعلیماتو سره هیڅ سمون نه خوري ،هرمسلمان چې دهغوي له تفکر او سوچ سره غږمله نه وي ، له اسلامه خارج ګڼي او دهغه وژل هم مباح . حال دا چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) ۱۴۰۰کاله مخکې له همدغه ډول جهالتونو سره دمقابلې لپاره په پیغمبرۍمبعوث شو.حضرت محمد (ص) درحمت اومغفرت پيغمبر ؤ . اسلام په تورې سره نه دی پراخ شوی بلکې داسلام له روښانه اوعقلاني تعلیماتو او داسلام دګران پیغمبر په غوره چلند او کړچار سره ؤ چې خلک ئې خپل مینه وال کړل او اسلام سره ئې مینه پیدا کړه .
له افراط پالنې سره مبارزه چې لویدیځي او دهغو همتړونه حکومتونه ئې خبرې کوي په اسلامی هیوادونو کې دهغوي په کړچار سره بشپړ توپيرلري . دکیسو او مطلبونو او نامو جوړول دسلطه ګرو دجنګ غواړو او بلاغواړو چلندونو دتوجیه لپاره دهغوي کړنې او چلندونه دي .ددغه چلند عیني مثال په تیرې یوې لسیزې کې لیدل کیدلی شي،په دې ډول چې لودیځ له ترهه ګرۍسره دمبارزې،له نړیوال امنیت،بشری حقوقواودیموکراسۍددفاع په څير په جملو سره دخپلو جنګ غوښتنو توجیه ته مخه کړې ده .
جالبه خبره دا چې دوي په دغه ډګر کې دلکونو انسانانو وژله یوه مجازه او روا چاره بولې او یو ډول ئې دهغه ماډرن نړۍ لګښت ګڼي چې دهغوي خوښه ده.کافي ده چې تیروڅولسیزوکې دامریکااوځينولودیځي حکومتونو دوژلو کارنامو ته یو نظر وکړو څو دغه حقیقت روښآنه شي
البته په اسلامی تفکر کې افراط پالنه له جهل او وروسته پاتیولي څخه له راپورته شوي چلندونو او ځيږوالي سره برابره ده چې عیني مصداق ئې د اسلام په سرکینیو وختونو کې دحضرت امیرالمومنین علی علیه السلام د حکومت په وخت کې دخوارجوپه فکري بهیرکې لیدل کیدلی شي.
داسلامی تفکر او لیدتوګو په اساس په اوسمهال کې ، وهابیّت ، تش په نامه جهادي تکفیریان او سلفیان او په ټول کې دلودیځ ترملاتړ لاندې فرقې د تاؤتریخوالي او افراط پالنې عیني مصداق دي . دافراط پالنې موضوع کې یوازې په اسلامی نړۍکې شاملې فرقې اویا مطرح شوي موضوعګانې نه دي بلکې هرهغه غیر دیني تفکر چې قدرت او فرصت غوښتنه ئې خپله ایجنډا ګرځولي وي ، افراط پال دي . ددغه جامع اونړیوال تعریف په اساس صهونیسټ رژیم او دلودیځ ملاتړي ټول په دغو سپيرو بلاګانو ککړ او د افراط پالنې اساس دي . په افراط پالنې کې دپام وړ ټکی نوی او له دې د لودیځ انحصاري پيژندګلوي ده . دلودیځ دپروپیګنډو اوتبلیغاتو په اساس هرهغه حرکت چې دلودیځ له تفکراودهغوي له غوښتنوسره سمون ونخوري، افراط پالنه ده،په دغه پيژندګلوۍ کې که څه هم ادعا کیږي چې القاعده او نوره ترهه ګرې ډلې دافراط پالنې چورلیز دي،خوپه نهایت کې لویدیځ د دغې پيژندګلوۍ لمن دومره پراخه کړې چې دصهونیسټانو په مقابل کې په لبنان او فلسطین کې اسلامی مقاومت ئې له افراط پالنې سره یو شان تعریف کړی او داسې بریخوي چې هرهغه بهیر ، ډله او هیواد چې دلودیځ له غوښتنو سره مقابلې ته راپورته کیږي ، افراطي دي او نړیوال باید ورسره مبارزه وکړي . لودیځ په دغه کړچار سره هڅه کوي څو په نړۍ کې دپوځي شتون او جنګ غوښتنې دتوجیه ترڅنګ څو اصول اجرا کړي . لومړی دا چې لودیځ په عربی او افریقائي هیوادونو کې اسلامی ویښتیا له خپلو ګټو سره په تضاد کې ګڼي او دولسي شعارونو په بدلولو اومصادره کولو پسې خپلو ګټو ته درسیدا لپاره په یوه فرصت پسې دي .
امریکا اوس دیوې سیاسی فضا په جوړونې سره داسې تبلیغ کوي چې ولسي حرکتونه له افراط پالنې څخه راپورته شوي دي چې هیوادونه د نابودۍ په لور کاږي . لودیځ په فضا جوړونو او په نړیوال ډګر کې دویرې او وحشت په رامینځةکولو سره هڅه کوي څو له یوې خوا خلک داستبداد او استعمار په ضد له پاڅونه نهیلی او ګوشه نشین کړي او له بلې خوا له افراط پالنې څخه دتش په نامه مخنیوي لپاره په عربی هیوادونو کې د لودیځ له لیدتوګې د راپورته شويو نظامونو رامینځةکیدا توجیه کړي . د لودیځ دهڅې عیني مصداق په مصر،تیونس ،لیبیا، اوحتي دمالی ، نیجر، نیجریه او مرکزي افریقا په څير په افریقائي هیوادونو کې لیدل کیدلی شي .
دافراط پالنې له مفهومه دلودیځ دآوزاري استفادې دوهم دلیل دادی چې لودیځ په اسلامی نړۍ او مینځني ختیځ جوړښت کې په یولړ بدلونونو پسې دی .داصلی دښمن دهیرولوپه موخې سره دجوړشویودښمنانو رامینځةکیدااوحتی دسازباز دخبرواترودبهیر داجرا لپاره له دغې موضوع استفاده دلودیځ په چلولونو او دوکو کې شامل اقدامات دي .لودیځ دافراط پالنې په ټکواونامو سره دسیمې په شخړوکې دصهونیسټانواوخپل رول په پټولوپسې دی اوله دې سره په یووخت هڅه کوي څوله لودیځ او صهونیسټانوسره سازباز له افراط پالنې سره دمقابلې لارې چارې په توګه معرفي کړي . امریکا اوس په سیمې کې دسازباز دبهیر په اجراپسې دی چې په اساس ئې عربی اوا سلامی هیوادونه له لودیځ او صهونیسټانو سره دیوه بل ترڅنګ کیني څو له افراط پالنې سره تش په نامه مبارزه وکړي . ددغې چارې عیني مثال په سورئې او لبنان کې داسلامی مقاومت له جبهې سره دمقابلې لپاره له صهونیسټ رژيم سره دعربستان پشمول دځینوعربی هیوادنوله هغوسازباز ډکو خبرواترو اوکړنوکې لیدل کیدلی شي .چې له افراط پالنې سره کیږي .دپام وړ ټکی داچې لودیځ هڅه کوي څودافراط پالنې ټکی،دسیمې دهیوادونو دمشرانو او چارواکو دخبرواترو په ادبیاتو کې دسیمې دلومړني ګواښ په توګه ورځآي اوسسټماټیک کړي ،په دې ډول چې دوي پخپلودریځونو او خبروکې ددې په ځآي چې امریکا او صهونیسټ رژيم دسیمې دشخړو چورلیز معرفي کړي اوله هغوي سره دمبارزې او مقابلې لپاره دیووالي او وحدت غوښتنه وکړي ،افراط پالنه یودښمن معرفي کړي .حال داچې مشخصه ده صهونیسټان او امریکا دافراط پالنې چورلیز او ریښه دي ،ځکه چې له یوې خوا پخپله دتوکمپالو او افراطی سیاستونو اجرا کونکي دي او له بلې خوا خپلو سپیرو موخو ته درسیدا لپاره دوهابیانو او تکفیریانو په څير افراطي ډلې او تفکر دود کوي . داسې چلندونه چې په نهایت کې په سیمې کې دناکراریو او شخړو دزیاتیدا سبب شوي دي . . دغو شرائطو ته په پام سره ویل کیدلی شي چې دسیمې اصلی دښمن هماغه صهونیسټان او امریکایان دي او افراط پالنه په ورپسې مرحلې کې راځي . او باید دسیمې دلومړني دښمن په توګه دافراط پالنې د معرفي کولو په باب دلودیځ دوکه بازچلند سره لاس او ګریوان نه شو. بلکې باید له امریکا او صهونیزم سره مبارزې ته دمقاومت په چوکاټ کې دوام ورکړل شي ، ځکه چې ددغې مبارزې نهائي نتیجه به دلودیځ صهونیسټي سیاستونو دجوړې کړائ شوي افراط پالنې دنابودۍ او له مینځه وړلو سبب شي .
Add new comment