د اسد لور بي بي فاطمه (سلام الله عليها(
ابوطالب په کور کښې د خپلی ښځې په انتظار و، خداے پاک سره يې راز او نياز کولو او د هغه په ذکر مشغول و او کله کله به رب ته په سجده شو او د هغه وحدانيت او لوې والې به يې بيانه ولو- د اوولسم ربيع الاول په ورز فاطمه بنت اسد د سحر له اړخه د بی بی آمنه خواله تلی وه چې د هغې خدمت وکړې، فاطمه بنت اسد د حضرت محمد(صلی الله عليه واله وسلم) پيدائش لپاره کور نه راوتلې وه، او ابوطالب ورته په تمه وو ، خو آخر ، د انتظار وخت ختم شو او فاطمه بنت اسد په خوشحالے او خنده کور ته راننه وتله ، ابوطالب تری تپوس وکړو "څه خبر دے ؟" بی بی فاطمه ورته وويل: "د خوشحالے خبر دے" د آمنه ډير خکولې او يو نورانی ځوي شوی دې ، داسې ماشوم ما تروسه نه وو ليدلے ، ابوطالب چې له دې خبر شو نو ډير خوشحاله شو او ښځه ته يې چې وکتل نو پوې شو چې دا هم د پاک او صالح ځوی آرزومنده دا بيايې فاطمه ته مخ کړو او ور ته يې وويل : ته د خوخې چه زه درته هم يوخوشخبری ووروم ؟ فاطمه وويل : ولينه زه يې اوريدلو ته په تمه يم . ابوطالب ورته وويل : ووره ، ته به هم په راروان وخت کښې د يو ځوی مور شې چې د دې ماشوم “ وصی ” به وې .فاطمه د اسد لور چې کله د خپل خاوند څخه د خبرا ووريده نو د الله تعالی شکر يې ادا کړو او د خبره يې د يو غټ راز غوندې له ځان سره وساتله .
کلونه تيرشول او په فاطمه بنت اسد هغه وخت راغللو چې د کوم وخت خوشخبری ورته ابوطالب ورکړې وه، فاطمه د ماشوم پيدا کېدولپاره د يو مناسب ځے په لټون کښې وه ، وخت په وخت يې حالت بدلې دو او د ماشوم د پيدائش وخت رانزدې کيدو فاطمه بنت اسد د کعبی مخه وکړه او ځان يې د خانه کعبی ديوال ته ورسولو ، د خانه کعبی غلاف يې ونيولو او په ژړا کښې خپل خدائے ته ګويانه شوه : پرورګارا! زه په ته او ستا راليګلې پيامبرانو کتابونو او په هغه څه چې ته په هغی نازل کړې دې او په خپل نيکه حضرت ابراهيم خليل عليه السلام چې “ بيت عتيق ” يې جوړ کړے ايمان لرم ، او ته د دې کور د مالک او د دې ماشوم چې زما په وجوی کښې دې له خاطره د دې ماشوم پيدائش په ما آسان کړې . له دې نه پس د فاطمه بنت اسد مناجات ختم شول د خانه کعبه ديوال د خداے په حکم وشليدو او د بزرګه د خدائے کور ته ورننه وتله . په لګ وخت کښې د مکه ټول خلق له دې نه خبر شول ، خدائے مهربان ، دې پاکه او پرهيزګاره ښځه ته خپل کورکښې ځيه ورکړو ، او يو کس هم د کعبه دروازه لري کولو کښې کامياب نه شو چې له د دننه نه خبر شې دمکه ټول خلق د دې په تمه وو چې څه به کښې ګې . درې ورځې فاطمه بنت اسد په خانه کعبه کښې تيرې کړې او په دې موده کښې ترې هس څوک خبر نه وو تر دې چه په څلورمه ورځ د خانه کعبه دروازه کولو شوه او د پاکه ښځه چې په غيګه کښې ماشوم وو د کعبه نه راووته او وې ويل ما په مښکينه ټولو ښځو برتری پيدا کړه ځکه چې آسيه (د فرعون ښځه ) به د خدائے عبادت په پټه کولو او په داسې ځه کښې به يې کولو چې دځې د خدائے نه وو ښوخ ،خو د اضطرار په حالت کښې . او مريم (د عمران لور ) د کجورو اوچه ونه اوڅنډله چې هغه کجورې ونيسې او هغه يې وخرې خو ما د الله په کور کښې ميوې او د جنت خواراکونه وکړل .او چې کله مې خپل خوګ ځوې راوچت کړو او اومې غوښتل چه راوزم نو له غيبه آواز وشو : “ اے فاطمه دې سپيځلی ځوې باندې دې علی نوم کيګده . او بے شک چې زه خداے علیّ اعلی او دې مې د خپل قدرت و عزت او جلال پيدا کړې دې او دخپل عدالت نه مې د ته عدالت بخلے او د ده نوم مې له خپله نومه اخستلي او هغه مې له خپلو نيکو آدابوتاديب کړې او خپل کارونو مې ده ته حواله کړې او دې زما په مقدس کور کښې پيدا شوې . او دا اولنے کس دې چې زما د کور په بام به اذان وائ او بوتان به ماته وې او د خانه کعبه نه به يې لاندې غورزوې . زما وحدانيت ، عظمت او لوي والې به بيانه وې او دې به زما د حبيب او له تولو خلقو افضل محمد(ص) ( زما د رسول ) نه پس امام ، پيشوا او وصی به وې . خوش قسمته دې هغه چې له د سره مينه وساتې او له ده سره ياری وکړې او افسوس په هغې چې له ده د خبری مخ واړه وې او له د سره ياری ونکړې او د ده د حقه انکار وکړې ” . کله چې حضرت علی عليه السلام يې کورته راوستو. حضرت محمد(ص) راغلو او هغه يې خپل غيګه کښې واخستو ، کله چې د حضرت علی عليه السلام نظر په رسول الله پريوتو نو خوشحاله شو .
فاطمه بنت اسد د رسول الله(ص) باره کښې بيانه وې : زمونږ د کور په غولې کښې د کجورو ونه وه چې له ډيره وخته اوچه وه، رسول الله(ص) زمونږ کور ته راغلې وو او لا ماشوم وو، دهغې ونه ته يې لاس ولږيدو او هم هغه وخت دا ونه زرغونه شوه او د کجورو نه ډکه شوه ما به هره ورځ هغه کجورې چې د ونې نه به راپريوتې راټوله ولۍ او په يو لوخې کښې به مې جمع کولې او محمد(ص) به راتللو او مانه به يې هغه اخيستلې او په ماشومانو کښې به يې ويشلې .
يوورځ زمونږ کورته راغلواو ويفرمايل : مورې ! کجورې راکړه . ما ورته ووې : ځويه ! نن ونې کجورې نه دې کړې ، قسم خورم د هغه په نورانی مخ کتل مې چې محمد(ص) د ونې خواله لاړو او يوڅوکلمات يې وويلې او ونه هغه ته راخکته شوله او هغه چې څونه غوښتې کجورې ترې وشکولې او ونه بيا وچته شوه، دهغه وخت ما د دعا وکړه : "خدايا ! اے د آسمانونو پروردګارا ! ما له ځوي راکړې چه د رسول الله(ص) ورور وې" بس الله ماله علی راکړو .
پيژنګلوي:
نامه: فاطمه
د پلار نامه: اسد
د مور نامه: عاتکه
د ولادت کال: تقريباً له هجرته 61کاله وړاندې
د خاوند نامه: ابوطالب
د وفات کال: د هجرت څلور کال
د دفن ځای: مدينه منوره
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچينې:
مناقب ال ابی طالب، ابن شهر اشوب، 1ټوک، 32 او 37مخونه،
اميني، الغدير، 6ټوک، 13مخ،
صدوق، امالي، 80مخ،
قمي، منتهی الامال، 97مخ.
Add new comment