امریکا په افغانستان کښې د سولې د ټینګیدو مخه نیسي

د افغانستان متقاعد جنرال عتیق ا...امرخیل په دې بیان سره چې امریکا په افغانستان کښې د آرامښت د ټینګیدو غوښتونکې نه ده، وویل: له ۲۰۰۱کال څخه په افغانستان کښې د امریکې او د هغې د انډیوالانو د پوځي شتون له وخته واشنګټن تراوسه نه دي کړې شوي د دغه هیواد غوښتنې پوره کړي.
عتیق ا...امرخیل نن له ایرنا سره په خبرو کښې وویل: امریکا په افغانستان کښې هله جنګ ختمولو ته چمتو کیږي چې د دغه هیواد خلک د امریکې ناجایزو غوښتنو ته غاړه کیږدي.
د افغانستان د سیاسي چارو دغه کارپوه همداشان پاکستان د افغانستان په بې ثباتۍ کښې لاس لرونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې که امریکا او افغانستان وغواړي په افغانستان کښې آرامښت راشي نو طالبان دې جنګ بندولو ته قانع کړي.
دغه افغان کارپوه او متقاعد جرنیل په دې بیان سره چې امریکا او پاکستان د طالبانو د ډلې د ځینو مشرانو په وژله کښې لاس لري، زیاته کړه: امریکا او پاکستان د طالبانو هغه مشران وژني چې له دوي سره ملګرتیا نه کوي او د دوي خبره نه مني.

Add new comment