د ایران او ۵+۱ډلې ایټمي ماهران مثبتو نتیجو ته سره رسیدلي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: د ایران او ۵+۱ډلې د کارپیژندنې پلاوي مثبتو نتیجو ته سره رسیدلي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمدجوادظریف نن په خپله فیس بک پاڼه کښې ولیکل: د ایران او ۵+۱ ډلې ایټمي خبرې اترې په جدیت او کلک سیاسي هوډ سره روانې دي او د دواړو خواو د کارپيژندنې پلاوو لس ساعته کوټلې مذاکره کړې او یولړ مثبتو نتایجو ته رسیدلي دي.
ښاغلي ظریف ایران ته د اروپايي پلاوو د ډیپلماټیکو سفرونو په اړه هم لیکلي: هغه څه چې ترسترګو کیږي د زیاترو هیوادونو لخوا په دې ټکي پوهیدل دي چې ایران په سیمه او له سیمې نه بهر د پام وړ رول لري او د ایران په وجود سترګې نشي پټیدی.
ظریف ټینګار کړی: د متوازنو او متقابل احترام او برابردریځ په اساس د هراړخیزو اړیکو پراختیا د نوي حکومت سیاست دی چې په جدیت سره به تعقیب شي.

Add new comment