په پاکستان کښې۲۰۱۴ میلادي کال دشیعه مسلمانانو په پرضد په ځان وژونکي حملې سره پیل شو

په ستر اسلامي هیواد پاکستان کښې   تیر میلادي کال د نورو کلونو په نسبت   ډیر خونړی کال وو . داسې ګمان کیده د ۲۰۱۴ میلادي کال پیلیدل شاید  د پاکستان مسلمانو خلکو ته دخوشحالۍ  زیری ورکړي خو  داسې معلومیږي چې د پاکستان مسلمان خلک له اسلام سره  دمینې او ددغه هیواد د حکومتي چارواکو د نالایقتوب په خاطر د اسلام ددښمانانو په شیشت کښې دي . د ۲۰۱۴ میلادي کال په لومړي ورځې یعني دجنورۍ په لومړۍ نیټه دپاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د حضرت امام رضا علیه السلام د زیارتوالو په یوه(۱) بس چې له ایران څخه بیرته ستنیده دجیش اسلام دترهګرې ډلې لخوا ځان وژونکي حمله وشوه چې له کبله یې اووه(۷) زیارتوال ووژل شول او د پولیسیو او ښځو او ماشومانو په شمول یودیرش(۳۱) نور ژوبل شول  . دپاکستان امنیتي چارواکو وویل یوه(۱) ترهګر له سل (۱۰۰) کلوګرامو چاودیدونکو موادو ډک ګاډی د زیارتوالو له ګاډي سره وجنګوه چې له کبله یې نوموړي کسان ووژل شول . په ځان وژونکي حملې سره د نوي کال پیلیدل  چې د اسلام ددښمانانو پرضد نه بلکې د اسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم ص دیوه ګران لمسي حضرت امام رضا علیه السلام د زیارتوالو پرضد شوي ده ددې ښودنه کوي چې ۲۰۱۴ میلادي کال له افغانستان څخه دخارجي عسکرو د وتلو کال دی د تیر میلادي کال په نسبت لا خونړی کال وي . ځکه هغه پیښې چې په پاکستان کښې کیږي معمولا یو ډول له افغانستان سره ارتباط پیدا کوي . څرنګه چې دامریکا په شمول اکثره خارجي عسکر به د روان میلادي کال په پاې  کښې له افغانستان څخه ووځي او په دغه هیواد کښې په کم شمیر امریکايي عسکر چې شمیر به یې له لسو زرو(۱۰۰۰۰) تر څوارلسو زرو(۱۴۰۰۰) پورې وي پاتې شي خو له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به په افغانستان کښې دخارجي عسکرو شتون دامریکا د  اډو په داخل کښې وي او هغوې به دافغانستان دعسکرو د ملاتړ او روزنې په پلمه  جاسوسۍ فعالیتونه وکړي . بله خبره داچې دامریکا او افغانستان ترمینځ د امنیتي تړون په متن  کښې چې تراوسه لاسلیک شوی نه دی  د امریکا دبې پایلوټه الوتکو  ددیره کولو او دجاسوسۍ ادارې سي ايي ای(CIA) د ځواکونو دشتون په باره کښې هیڅ خبره نه ده شوي . په  دې اساس له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به په افغانستان کښې د امریکا شتون په ټولې سیمې په تیره بیا دافغانستان په ګاونډیو هیوادونو دڅارنې او جاسوسۍ په هکله متمرکز وي . دافغانستان چارې به په کلي ډول افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي  پردې اساس به دافغانستان جنګ کاملا افغاني  شي  په داډول حالت کښې به پاکستان په سخته  دخپلو جایزو او ناجایزو ګټو په ساتلو پسې وي  . د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ میاشت کښې به دافغانستان د ولسمشرۍ انتخابات و شي او ددې لپاره چې پاکستان وکولای شي په افغانستان کښې خپلې ګټې چې هلته د ستراتژیک عمق د ساتلو پراساس په کابل کښې داسې حکومت واک ته رسول دي  چې له پاکستان سره غږمله وي ، د افغانستان دنورو ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا دهندوستان نفوذ کم کړي او افغانستان  دپاکستان خبره و اوري تحقق ورکړي او افغانستان له وړاندې څخه زیات تر دباو لاندې ورولي . په پاکستان کښې دترهګرۍ او د ځان وژونکو حملو دوام چې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ هم دهیواد خلک په امان کښې  پاتې نشول ددې لپاره دی چې په پاکستان کښې دترهګرو حملو په دوام سره په افغانستان کښې لاسوهنه توجیه کړي  او پاکستان  وکولای شي ووايي چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ قرباني دی . داپه داسې حال کښې دي چې دپاکستان باوري سرچینې وايي دا دافغانستان په وړاندې د پاکستان د ستراتژۍ یوه برخه ده او دپاکستان په پوځي او استخباراتي کړیو کښې دغه تصور واکمن دی چې دستراتژیکو ګټو دساتلو لپاره که چیرې په پاکستان کښې دوه لکه(۲۰۰۰۰۰) کسان ووژل شي هیڅ پروان نلري . په همدې خاطر ده چې دپاکستان خاصې قدرتمنې کړۍ او س هم طالبانو ډله او سرزوري کسان دپاکستان لپاره ستراتژیکه پانګه ګڼي . چې په دې مینځ  ومان کښې دپاکستان شیعه مسلمانان ترټولو ښه او  اسان  هدف دی . دپاکستان جاسوسۍ ادارو په هیواد کښې فرقه پالو ترهګرو او سرزورو کسانو ته اجازه ورکړي ده  په شیعه مسلمانو حملو او بم چاودنو سره په هیواد او خارج کښې  ویره او ډار رامینځته کړي . باید و وایو څو کاله کیږي په شیعه مسلمانانو سربیره د پاکستان اهل سنت وړونه هم دترهګرو او سرزورو کسانو له حملو سره مخ دي . دغه چاره اوس په پاکستان کښې روښانه ده چې دسني او شیعه مسلمانانو وژله دکومو کسانو لخوا او  د چا په حکمونو کیږي . په پاکستان کښې  دشیعه اوسني مسلمانانو په و ژلې کښې د سعودي عربستان، امریکا  او انګلستان په لاسوهنو هم باید سترګې پټې نکړو .  د سعودي عربستان ، امریکا او انګلستان اصلي هدف د شیعه اوسني په نوم د مسلمانانو ترمینځ د نفرت او نفاق رامینځته کول دي چې مسلمانان له یو بل سره ښکیل وي او داسلام دښمانان په خپلو هدفو نو پسې وي .

Add new comment