د سعودي ترهګرو د مشر په نیولو کښې د لبنان د امنیتي ادارې بریالیتوب

د لبنان د پوځ د استخباراتو او امنیت ادارې په یولړ کامیابو عملیاتو کښې په بلادشام کښې د عبدا...عزام د کنډکونو په نامه د ترهګرې ډلې سعودي مسئول ماجد الماجد ونیوه. د لبنان د پوځ د استخباراتو او امنیت په اداره کښې یو مسئول چې د نوم د نه څرګندولو غوښتنه یې وکړه، پرون وویل: ماجدالماجد له ترهګرۍ څخه د ملاتړ او د القاعده ترهګر نیټ ورک سره د پیئلتیا په تور د امریکې او لبنان په شمول د ځینو هیوادونو لخوا ترتعقیب لاندې و. د العالم ټي وي چینل خبریال هم پرون مازدیګر په لبنان کښې د ترتعقیب لاندې یو عربستاني ترهګر د نیولو خبر ورکړی و. خبري رسینو له دې مخکښې اعلان کړی و چې په لبنان کښې د عبدا...عزام د کنډکونو مسئول ماجد الماجد دوه کاله مخکښې له دغه هیواده وتلی او د جنګ لپاره سوریې ته تللی دی. د عبدا...عزام ډلې په دې وروستیو کښې په بیروت کښې د ایران د سفارتخانې په خوا کښې د ترهګرو چاودنو او همداشان د لبنان د حزب ا... ډلې د مهم غړي حسان هولواللقیس د وژلو پړه منلې وه. د تیر ۲۰۱۳کال د نومبر په ۱۹نیټه په بیروت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په خوا کښې د دوو ترهګرانه چاودنو له امله په لبنان کښې د ایران د سفارت د فرهنګي او کلتوري سلاکار ابراهیم انصاري په شمول ۲۵تنه شهیدان او له ۱۵۰نه زیات کسان ژوبل شوي وو. د لبنان د حزب ا...یو قومندان حسان هولو اللقیس هم د ۲۰۱۳کال د دسمبر په څلورمه نیټه د لبنان په پلازمینه بیروت کښې د الحدث سیمې په سینټ ټرز روډ باندې د خپل کور مخې ته د نامعلومو کسانو په ډزو کښې وژل شوی و. همداشان د لبنان السفیر نومې ورځپاڼې نن سهار په خپل ویب سایټ کښې رپورټ ورکړی چې د امریکې د املي امنیت په شورا کښې یوې سرچینې اعلان وکړ: د سعودي ترهګر ماجدالماجد په نیولو کښې د لبنان د پوځ د بریالیتوب په اړه د رسنیو رپورټ صحیح دی. السفیر لبنانۍ ورځپاڼې ولیکل: ډیرو باخبرو سرچینو ویلي دي چې دغه عربستاني تبعه ترهګر د تیرې شنبې یا خالي په شپه په بیروت ښار کښې له المقاصد نومي روغتونه له وتلو وروسته نیول شوی دی. د دغې لبنانۍ ورځپاڼې د رپورټ له مخې د امنیتي دلایلو په وجه د لبنان پوځ د ماجد الماجد د نیول کیدو د خبر د پټ ساتلو لپاره ډیره کوشش وکړ خو رسنیو دا خبر ترلاسه کړ او خپور يې کړ. د لبنان السفیر ورځپاڼې د باخبرو سرچینو له قوله رپورټ ورکړی چې د لبنان رسمي ادارې به ډیر زر په یوه رسمي بیانیه کښې د ترهګرو د سعودي مشر په نیولو کښې د لبنان د پوځ  د بریالیتوب خبر خپور کړي. د لبنان پوځي او امنیتي مسئولانو په بیروت کښې د دسمبر د ۲۷نیټې له چاودنې وروسته چې د لبنان د مالیې د پخواني وزیر محمدشطح په شمول د اتو کسانو د وژل کیدو او د څه باندې اویا کسانو د ژوبلیدو سبب شوه، خبرداری ورکړ چې له ترهګرو سره به په پریکنده توګه برخورد وکړي. مختلفو رسندوي او سیاسي سرچینو اعلان کړی و چې عربستان په لبنان کښې د ترهګرو په ملاتړ او  په دغه هیواد کښې د ترهګرانه عملیاتو له اجرا کیدو څخه په ملاتړ سره د لبنان د بې ثباته کولو په لټه کښې دی. په همدې لړ کښې د عربستان د استخباراتو د ادارې مشر بند بن سلطان په سیمه کښې له ځینو پيئلو ځواکونو او د آل سعود دکورنۍ د ملاتړوړ ترهګرو ډلو سره رابطه درلودلې ده. د عربستان د استخاراتو د ادارې مشر د لبنان په نوي حکومت کښې د دغه هیواد د حزب ا... د زیات شتون او د لبنان او حتی د سیمې په عامه افکارو کښې د دغې ډلې مقبولیت نه زغمي او په دې لړ کښې یې هڅه کوله چې په لبنان کښې د ترهګرانه عملیاتو په اجرا کولو سره د حزب ا...موقعیت خراب کړي. په بلاد شام کښې د عبدا...عزام د کنډکونو په نامه د ترهګرې ډلې د سعودي مشر ماجد الماجد په نیولو کښې د لبنان د پوځ امنیتي کامیابۍ د ترهګرو په ملاتړ په تیره بیا په لبنان کښې په ورانکارۍ کښې د عربستان رول او ماهیت له مخکښې نه زیات په ډاګه کړ.

Add new comment