د امام رضا(ع) د شهادت د کلیزې له امله تسلیت وړاندې کوو

 نن د پنج شنبې ورځ د ۱۴۳۵ سپوږمیز کال د صفرې د میاشتې ۳۰مه نېټه ده چې د نړۍ د شیعه ګانو د اتم امام، حضرت امام رضا (ع) د شهادت له کلیزې سره برابره ده. ۱۲۳۲ کاله وړاندې د ۲۰۳ سپوږمیز کال د صفرې د میاشتې په وروستۍ ورځ، د پيغمبر اکرم ص یو لمسی، په رضا ملقب، امام، علي بن موسی (ع) په شهادت ورسید. دغه قدرمن امام په ۱۴۸ سپوږمیز کال د مدینې په ښار کې وزږید او د خپل پلار امام موسی کاظم ع له شهادت وروسته امام شو او د مسلمانانو لار ښوونې ته یې مخه کړه. عباسي خلیفه، مامون په ۲۰۰ سپوږمیز کال کې امام رضا ع نه غوښتنه وکړوه چې د اوسني ترکمنستان په سویل ختیځ، مروې ښار کې د هغه د خلافت مرکز ته ولاړ شي. که څه هم چې ظاهرا  امام رضا (ع) د مامون ولیعهد وټاکل شو، خو له دې لارې یې نیت درلود چې د خپل حکومت بنسټ محکم کړي او له همدې امله یې امام  په زور سره دغه منصب قبول کړ. د امام رضا (ع) لوړ علمي او روحاني مقام  او په عمومي افکارو کې د هغوی مخ پر زیاتېدونکي نفوذ له امله ورو ورو مامون ووریدو او امام رضا (ع) ته یې زهر ورکړ او شهید یې کړ. د ایران د راډيو ټلویزیون اداره د امام رضا(ع) د شهادت د کلیزې په امه د نړۍ مسلمانانو ته تسلیت وايي.

Add new comment