د ايران او پنځۀ جمع يو ډلې اېټمي خبرې اترې، مخ په وړاندې يو ګام

ايران او پنځۀ جمع يو ډلې د جنيوا د اېټمي موافقه ليک د اجرا په حقله د  توافق له حاصلېدو څخه خبر ورکړ. دغه خبرې اترې د ګل او نهې په ورځو کښې په جنيوا کښې وشوې. د ايران او شپږو هېوادونو يعنې امريکې، روسيې، فرانسې، چين، برطانيې او جرمني پلاوي د کارپېژاندو په سطح له کوټلو خبرو اترو وروسته دغې موافقې ته ورسېدل. د ايران انګريزي ژبي ټيلي ويژني چېنل پرېس ټي وي د جنيوا په غونډه کښې د ايران د اېټيمي خبرې اترې کوونکي پلاوي د غړي حميد بعيدي نژاد په نقل سره وويل د کارپېژندنې د پلاو په خبرو اترو کښې د ترلاسه شويو نتائجو له مخې د جنيوا د موافقه ليک اجرا به د جنورۍ په دريمه لسيزه کښې شروع شي. بعيدي نژاد زياته کړه، دواړو خواو موافقه وکړه چې د نومبر د څلوريشتمې د موافقه ليک د اجرا په اړه تفاهم ته ورسېدل او اوس د هغوي نظريات او تعبيرات يوشان دي. لويديځو ډېپلومېټکو سرچينو له دې مخکې ويلي وو چې د جنورۍ شلمه نېټه د ايران او پنځۀ جمع يو ډلې د موافقه ليک د اجرا احتمالي تاريخ دے او په دې باره کښې د اروپا اتحاديې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په سطح يوه غونډه جوړيږي چې هدف يې د ايران په خلاف د دغې اتحاديې د بائيکاټونو د لغو کېدو په اړه د وړومبۍ مرحلې شروع کول دي. خود ايران د اېټمي خبرو اترو د پلاوي لوړ رتبه غړي او د بهرنيو چارو د وزير مرستيال عباس عراقچي له ايرنا خبرې اژانس سره په مرکه کښې ويلي دي چې ځينې مسائل هم هغه شان باقي پاتې دي چې پکار دي په لوړه سطح کښې ورباندې موافقه وشي. د جنيوا د موافقه ليک مهمه برخه د يورانيمو د تعريف شوې پخونې په پروګرام د مشتملې يوې جامعې حل لارې په توګه د وروستيو ګامونواوچتول دي . د جنيوا موافقه ليک  د ايران په خاوره کښې د يورانيمو په پخولومشتمل اېټمي پروګرام په رسميت پېژندلے دے. خو وروستۍ نتيجه به يې هغه وخت رامنځته شي چې ټول هغه اقدامات چې له پنځۀ جمع يو ډلې سره په موافقه کښې په نظر کښې نيول شوي دي عملي شي. په دې چوکاټ کښې دواړه خواوې د ګډ اقدام د پروګرام په توګه د يوې ټاکل شوې زماني دورې لپاره په رضاکارانه توګه يو لړ اقدامات ترسره کوي. د ايران په خلاف د غېر قانوني بائيکاټونو د ټغر غونډول او په بهرنيو بېنکونو کښې د ايران د بلاک شويو پېسو ازادېدل له دغه ګام په ګام مرحلوڅخه دي. په هر حال د اېټمي موضوع لپاره يوې جامع حل لارې ته رسېدل چې پکې به د يورانيمو د پخولو په شمول د ايران د سوله اېټمي ايز پروګرام حفاظت وشي. د ايران چارواکو تېرو تجربو ته په پام سره په ځلونو اعلان کړے دے چې د خبرو اترو د ځينو خواو په روغ نيت کښې شک لري او ورباندې باور نۀ لري. په همدې علت هغه جوړښت چې په دغو خبرو اترو کښې پلان شوے دے په دا ډول دے چې ګامونه دې په متوازنه او متعادله توګه اوچت شي. د جنيوا د موافقه ليک له مخې دواړه خواوې دې موافقې ته  ورسېدې چې له شپږو مياشتو نه تر يو کال مودې پورې به د يوې وروستۍ موافقې په لور حرکت وکړي. په دا ډول د راتلونکو شپږو مياشتو په دوران کښې به د ايران د سوله ايز اېټمي فعاليت په باره د وروستۍ فېصلې د ترلاسه کولو په هدف سره يو لړ کوټلې خبرې اترې وشي. په دغه فعاليت کښې په اوله مرحله کښې د اېټمي برېښنا کوټ، د طبي اېزوتوپونو د توليدونکو ري اېکټرونو او تحقيقاتي ري ايکټرونو او نورو بشر دوستانه اهدافو لپاره د سوانګو توليد شامل دے. د دغو خبرو اترو دوام او په مجموعي توګه د ګام په ګام موافقو ترلاسه کول ښودنه کوي چې ايران په مثبت نظر او د اعتماد جوړونې په محوريت سره دغو خبرو اترو ته داخل شوے دے. له دې نظره په جنيوا کښې د کارپېژاندو موافقه مخ په وړاندې يو ګام دے، خو د پرېکنده نتيجې ترلاسه کېدل د دواړو خواو لخوا د متوازنو ګامونو له اوچتولو سر تړاو لري. ځکه چې د توافق وړ لارې په خلاف د هر ډول حرکت به د پرمختګ د سستۍ او حتی د جنيوا د موافقه ليک د اجراء د اودرېدو سبب شي.

Add new comment