امریکا د ایران او پنځه جمع یوډلې ترمنځ د اټومي خبرو اترو پر پرمختګ ټینګار وکړ
امریکا دایران او پنځه جمع یوډلې د کارپوهانو په خبرو اترو کې پرمختګ ته په اشارې سره اعلان وکړ چې تمه کېږي، دواړه لوري به ډېر ژر د جنوا د اټومي موافقې پر پلي کېدو موافقې ته ورسېږي. د پرس ټي وي خبري آژانس د خبر له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماري هارف پرون وویل چې د خبرو اترو لوریوپرمختګونه کړي دي او خپلو پلازمېنو ته د تلو پرمهال به مهم ټکي مطرح کړي. نوموړې زیاته کړې ده چې تمه کېږي دواړه لوري به ډېر ژر ددې موافقې د پلي کېدو طرح نهايي کړي. ایران او پنځه جمع یوډلې چې د امنیت شورا پنځه د ایمې غړي، امریکا، روسیې، چین، فرانسې ، انګلیستان او همدارنګه جرمني پکې شامل دي تېره دوشنبه په جنوا کې د تهران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د نوامبر د ۲۴مې موافقې د پلې کېدو په موخه د کار پوهانو په کچه د خبرو اترو نوی پړاو پیل کړ.
Add new comment