يو مسیحی ځوان چې په ويښه او په خوب به يې سوره توحید لوستلو
يو تازه مسیحی شوې کس راته ایمیل راليږلې چې يو څو دلچسپی خبرې په کې هم شته، د ایمیل اصل متن څه دارنګ دې.
سلام. زه يوې مسلمانه کورنۍ کې زږيدلي یم چې مسلمان وم خو ولې زیات لوست او پوهنیزه څیړنه سره پيدا شوې پوښتنو او د هغې ځواب نه مندلو او بیا هغه پوښتنو چې کومې پوشتنې ما د الله باره کښې لرلي دې نتيجه ته ورسيدم چې اسلام ما نشی قانع کولي، نو خپلی څيړنی مې خپري کړي، نو ورسته مسیحیت ته جذب شوم او خپل خدای مې په دغه مذهب کښې وموندلو، خو دا هم ووایم چې زه دي لارې ته د يو قوت له مخې هم په اودو کښې او هم په ويښا زړه می راکښه وې، خامخاد دي تاثیرات زما وجود کښې دومره لوي او قابل توجه وو چې زه يې ځان ته راکښ کړم، خو بیا هم دا مې هو نه کړلې شول چې مسیح په خداي ومنم، خو د کتاب مقدس غور سره لوستلو نه ورستو نور زیات قانع شوم چې حضرت عیسی خدای نه دې او بیا هم هغه قوت چې زه ورته روح القدس نوم ورکوم زه يې ځان غاړې هدایت کړم چې زه عیسی خدای نه یم، او د انجیل مقدس نه هغه آیتونه چې په دې باندې ګواهی ورکوله ما ته ښودل، او دا هم ووایم چې له تيرو دیرشو ۳۰ کالو راسې زه په خوب کې د سوره توحید قرائت کوم او چې کله راويښ شم بیا هم د قرئت په حالت کښې یم، نو دي شې زه هدایت کړم چې د الله په نزد زه دا مسؤلیت لرم چې زه دغه بت پرستۍ سره مقابله وکړم او زه اوس هم د مسیحیت په مختلفو برخو کښې څيړنه کوم چې زما دا څيړني له کتاب مقدس سره منطبق دې او خونده وره خبره دا چې زما څيړنې سره تقریبا ۴۰ کسان د مختلفو کليساؤ نه چې هغوی هم زما غوندې مشکل سره روبرو وو ما سره ملحق شول، او اراده لرم چي دا رنگ به هغه قادر مطلق، يو او بی سیاله خدای ورښکاره کړم، له می تر اوسه څوک نه دې پيدا کړې چې زما کمک وکړې، خو ولې خپل کوښښ به نه پريږدم، ځکه چې دا احساس ما کې ورځ تر ورځه زیاتيږې، او بله دا چې دې باره کښې کتاب لیکم چې شروع می پرې کړې او سرلیک کښې اخته یم، البته پکار نه وه چې ما دا هر څه په يوه جلسه کښې ويلې خو بیا هم ما تا ته هر څه وليکل او ځکه په کومه لار چې راوان یم په هغې کښې زه له هيچا نه ويريږم نو اوس تا سره می پيژندنه وشوله اوس ستا نوبت دې چې خپل باره کښې را ته راولیکې هغه خدای ته دې سپارم چې شریک او په خپل کارونو کښې ملګرې نه لرې.
يو څه خبرې:
دا ځوان په دين اسلام باندې له يو څو شبهه لرو نه ورسته مسیحی شو په دا څې حال کښې چې د هغه د ټولو شبهاتو ځوابونو باندې مقصل کتابونه په ليک شوې.
جالبه خبره دا چې هر مسیحی مدعی دې چې روح القدس هغه سره ارتباط لرې.
مسیحی شوې دې خو ولې د عیسایانو عقیده چې عیسی علیه اسلام ته خدای وائې نه منې.
دا چې په خوب او ويښا کښې د سوره توحید تلاوت کوې خو بیا هم مسیحیت برحق ګڼي.
Add new comment