د حضرت محمد مصطفی (ص) د رحلت په مناسبت خاص مطلب
د حضرت محمد مصطفی (ص) د رحلت په مناسبت خاص مطلب که صورت د محمد نه وای پیدا ــــــــــــــ پيدا کړې به خدای نه وه دا دنیا. که نبي دی که ولي دی که عاصی ............ محمد دی د تمام جهان آبا. خدای یې مه ګڼه بې شکه چې بنده دی ............ نور یې ټول واړه صفات دي په رښتیا. « شکر دهغه خدای چې په تیرو امتونو او پیړیو کې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم په شان د هستۍ په رالورولو سره یې پر مونږ احسان وکړ ............ ای خدایه! نو درود ولیږه پر محمد او آل محمد چې ستا د وحي امین، او په مخلوقاتو کې دې تر ټولو غوریزاو په بندګانو کې دې تر ټولو خوښ بنده دی. هغه د رحمت امن او د ښیګړو د قافلې څاروان او د برکت کنجي. ای ربه! دهغه درجه دهغو زحمتونو په برکت چې ستا په لاره کې یې ګاللې د جنت ډیرو لوړو درجو ته ورسوه ، تردې حده چې هیڅوک په هیڅ مقام او هیڅ منزلت کې له هغه سره برابر نه وي او ستا په آستانه کې هیڅ مقربه پرښته او راستولی استازی د هغه برابري ونه کړي.....» دحضرت امام سجاد علیه السلام په دغه لمنځ سره د هدایت د اسمان د لمر او د رحمت او برکت د پیغمبر ، حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم د وصال په مناسبت تاسو ته تسلیت وړاندې کوو ، هغه شخصیت چې څومره وخت تیریږي افکار یې لوړیږي سترتوب او لویوالی یې جوتیږي او انسان یې وحیاني تعلیماتو ته نور هم مجذوبیږي. هغه وخت چې د خدای نازولي پیغمبر د ناروغۍ په بسترې کې خپلې سترګې دهمیشه لپاره پټې کړې ، حضرت علی په دردمن زړه له هغه سره راز و نیاز پیل کړ : « مور او پلار مې له تا زار شه ای پیغمبره! ستا په مرګ داسې لړۍ غوڅه شوه چې د بل چا په مرګ نه وه غوڅه شوې او هغه د نبوت ، د پيغمبر د راتګ او د اسمانی وحي د نازلیدلو لړۍ ده . ستا د مرګ مصیبت..... یو پراخ غم دی او ټول خلک په تا ویرجن دي . که د صبر او زغم امر دې نه وای کړی او له بې تابۍ دې نه وو منع کړې ، دومره به مې ژړلې وو چې سترګې مې اوچې شوې وې دا بوږنوونکی درد همیشه زما په زړه کې پروت دی او ستا غم او خپګان تل پاتې دی...... مور او پلار مې تر تا ځار شه ای د خدای رسوله ، د خپل پالونکي په نزد مونږ هم یاد کړه او هیڅ کله مو مو مه هیروه . حضرت علي د رسول الله مبارک د ژوند په درې ویشت کلنیو ټیټو هسکو کې دهغه حضرت تر ټولو ښه مل او ملګری و . هغه لوی امام د دغه غمجنې ورځې په اړه وایي: « د خدای رسول په داسې حال کې چې سر یې زما په سینه و له دې نړۍ کډه وکړه او زما په لاسونو يې ساه ورکړه. ..... بیا یې دهغه حضرت د غسل ذمه واري واخسته . پرښتو په دغه کار کې له ما سره مرسته کوله . ته وا ټول کور او ورونه دیوالونه په ژړا اخته دي او له هر لوري د فریادچغې اوریدل کیدې. د پرښتو یو ټولی به راتله او بله به تله . دهغوی زمزمه یوه شیبه هم پرې نه شوه تر هغه وخت چې ګران رسول مو په آرام ځای ته کوز کړ. الهی پیغمبران چې د دین نیالګی یې خړوب کړ په بشري ټولنه کې د پاکۍ او فضیلت تخم وکاره . د هغوی هدف د یو خدای د پالنې دودول ، په ټولنه کې د عدال او انصاف ټینګول او د له چټیاتو او خرافاتو د کمال په لور دانسان بیول وو. د پیغمبرانو د لړۍ وروستۍ کړۍ حضرت محمد(ص) دی . هغه د رحمت او مهربانۍ رسول ته دنده وسپارل شوه هغه ودانۍ چې تیرو پیغمبرانو یې بنیادونه ایښې وو بشړه کړي. دهغوی د بلنې اساس پر وحي ټینګ و له همدې امله هیڅ کږوالي او ګمراهۍ دهغوي تل پاتې بلنې ته لاره ونه موندله . د پوهانو په ژبه، لکه څنګه چې پر نړۍ د لمر ځلیدل د ورځې رڼا راپنځوي حضرت محمد (ص) هم دانسانانو د افکارو په نوښت او د ټولنې په خوځښت کې همدغه شان رول ولوباوه . هغه حضرت د انسانانو د جاذبې مرکز او د انقلاب او تکامل سرچینه وه . تاریخ ګواهي ورکوي چې پر هغوی د الهی وحی نزول د انسان د پوهیدو او عقلمنیدو سبب وګرځيد. محمد ، له له هغو بې تهذیبه خلکو یو سرښندونکی ، او پر یو بل مهربانه ولس جوړ کړ او د اسلام د دین په تبلیغ سره یې په ښوونې او ورزنې کې یو عمومي پاڅون رامینځته کړ تر دې چې ډیر زر مسلمانان د هغه وخت لویو علومو او پوهو ته ورسیدل. قرآن مجید د پالونکي وروستی استازی په مختلفو صفاتو ستایي ، په مختلفو پړاوونو کې دهغه خبره کوي . الهي ایتونه ، د پيغمبر اطاعت د خدای اطاعت او دهغوي نافرماني له خدایه سرغړونه ګڼي. لوی خدای په ډیر ایتونو کې د خپل پيغمبر د لوړو اخلاقو او شخصیت ستاینه کړې ده او د احزاب سورې په شپږ پنځوسم ایت کې پر هغه حضرت په درود او سلام سره دهغوی درنښت کوي او فرمایي: « خدای او پرښتې یې پر پیغمبر درود استوي ، ای د ایمان خاوندانو ، پر هغه درود ولیږئ او سلام ووایئ او دهغه (امر ته ) تسلیم اوسئ» د قرآن په ګواهۍ محمد چې د پیغمبرانو خاتم دی ، همیشه په خپل امت شاهد او ناظر دیاو په خپلو تعلیماتو سره انسانان پاک ژوند ته بلي. له همدې امله رسول اکرم همیشه ژوندی دی. په بانګ کې چې موذن یې په جوماتونو کې وایي ، په لمانځه کې چې هره ورځ یې مسلمانان کوي او د ظلم او ستم په وړاندې د مسلمانانو په مقاومت او د مظلومانو په فریاد کې ، حضرت محمد ژوندی دی لکه څنګه چې یې پیغام او مکتب ژوندی دی. د اسلام لوی پیغمبر د بشریت د تاریخ تر ټولو لوی شخصیت دی. د نیکمرغۍ او سعادت په لور د انسان هدایت ډیره درنه دنده وه چې خدای تعالی د هغه لوی انسان په اوږو ایښې وه . او هغه حضرت هم په ښه شان ترسره کړه . حضرت محمد (ص) په خپلو رغوونکو تعلیماتو سره نړۍ ته رڼا او آزادي ورکړه . بې له شکه د نړۍ پوهان او د علم خاوندان تر نورو زیات ، د انسان په هدایت او خوشبختۍ کې دهغه لوی انسان په بې ساري رول پوهیږي. تکړه انګریز معاصر پوه ، مارتین لینګز چې په اسلام یې ایمان راوړی دی ، د محمد د دین پراختیا په دوو څیزونو کې رالنډوي او وایي: لومړی دلیل د قرآن ایتونو وو چې نوراني او د هدایت د توان لرونکي وو. او بل په خپله د پیغمبر شخصیت ، محمد داسې کس و چې ټول په دې پوهیدل چې په حقیقت او صداقت دومره خړوب دی چې ناممکنه ده د چا د غولولو اراده وکړي . او دومره عاقل او پوه دی چې په ځان مین او په نرګسیت هم اخته نه دی . هغه یو سوچه او تل پاتې شخصیت دی چې تر هر څه زیات له وحي سره اړیکي لري او د هغه پیغام د هدای پیغام دی . ډاکټر لینګز د محمد تر ټولو لویه ډالۍ په دې کې ګڼي چې د انسان پر مخ یې یو روښانه او ځلانده راتلونکي پرانسته او وعده یې ورکړه چې خپل امت به په خپل حال پرې نه ږدي. هغه لیکي: « محمد وړاندوینه وکړه چې د نړۍ د اخري ورځو له پلیتیو او ککړتیاو سره سره به یو خلیفه پاڅيږي چې خلک به ولته مهدي یعنې دهدایت خاوند وایي او وې فرمایل: مهدي به زما له نسله وي او هغه به ځمکه له عدالت او انصافه ډکه کړي» که څه هم د هجرت د یوولسم کال د چورۍ د میاشتې په اته ویشتمه د اسلام لوي پیغمبر له دنیا لاړ ، او اسلامي امت په زړه یې دخپل وصال داغ کیښوده خو هغه خلکو ته یو داسې دین معرفي کړ چې جاذبه او برم یې له پیړیو پیړیووروسته اوس هم ژوندی دی او دهغه نامه په دنیا کې په سترتوب او لویتوب اخستل کیږي. یو ځل بیا درته د رحمت او برکت د لوی پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د رحلت د تلین په ورځ تسلیت وړاندې کوو او په هغه حضرت او دهغه په پاک آل په درود او سلام سره تاسو په لوی خدای سپارو. عبدالرحیم درانی.
Add new comment