په زورسره دسورئې دنظام دنسکوریدا وخت تیر شوی دی

العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ دقطر امیر شیخ تمیم بن حمد  دنسکوریدا لپاره له هرډول ګواښه دسورئې دنظام په برلاسه کیدا په منلو سره ویلی دي ، دسورئې دشخړې  په باب دجینوا دوه کنفرانس  کې ددغه هیواد دحکومت  دټولو مخالفوډلو ګډون  ضروری دی  ځکه دسورئې دنظام دنسکوریدا وخت تیر شوی دی دقطر امیر  دامریکا سوریه ضد دریځونوبدلیدا ته په اشارې سره وویل واشنګټن هم  په دې خبرې په پوهیدا سره چې  په زور سره  دسورئې حکومت نشي نسکوریدلی ، ددغه هیواد دنظام په باب ئې خپل دریځونه بدل کړي دي .  له دې مخکې هم  دقطر خارجه وزیر  خالد بن محمد عطیه  چې هیواد ئې په سورئې کې ددیره ترهه ګرو اصلی ملاتړی دی ، له خپل الجزایري همڅنګ  رمضان العمامره سره په ګډ خبری کنفرانس کې  مدعي شوی  چې  دسورئې له شخړې وتل  یوازې سیاسی حل لارې سره ممکن دي په داسې حال کې چې  قطر په سورئې کې له دیره ترهه ګرو په هراړخیز ملاتړ سره  ددغه هیواد دبحران یو اصلی عامل دی ، دسورئې دشخړې دحل لپاره  له سیاسی حل لارې دملاتړ مدعي شوی دی ټاکل شوې ده دسورئې دشخړې دحل لپاره  دجینوا دوه کنفرانس   دجنورۍ په ۲۲نیټه په سویس کې ددیرشو هیوادونو دلوړپوړو استاذو په شتون سره ترسره شي

Add new comment