خبرواتروته دطالبانوډلې له بیرته ستنیدو سره مرستې وکړئ

د پاکستان لومړی وزیر  نوازشریف  دسولې دخبرواترو داحیاء لپاره په هڅې کې یو ځل  بیا  دخبرواترو میز دطالبانو ډلې دوکاږلو لپاره  دپاکستان دجمیعت علمای اسلام س څانګې  له مشر مولانا سمیع الحق  څخه مرسته وغوښته  راپورښئ له طالبانوډلې سره خبرې  اترې خوراهغه اصلی موضوع وه چې  دپاکستان دلومړی وزیر نواز شریف او دجمیعت علمای اسلام دس څانګې  او دحقانیه دینې مدرسې دمشر مولاناسمیع الحق په زیاتره ټولنو کې دطالبانو پلانر هم بلل کیږي ، ترمنیځ  په پرونیو خبرواترو کې مطرح شوې ده مولانا سمیع الحق  په دغې کتنې کې له طالبانو ډلې سره دخبرواترو له پیلیدا مخکې دپاکستان په قبایلی سیمو  دامریکا دبې پيلوټه الوتکو دبندیدو په ضرورت  په ټينګار سره ژمنه کړې چې  دسولې دخبرواترو دبیا پیلیدا لپاره به له خپل نفوذه استفاده وکړي دپآکستان لومړی وزیر هم  په دغې کتنې کې  په وزیرستان قبایلی سیمې کې  دپاکستان دپوځ  دوروستیو عملیاتو په باب ډاډ ورکړداپه داسې حال کې دي چې دپاکستان زیاتره سیاسی  او مذهبی لوري غواړي  دپاکستان حکومت  له ترهه ګرو او ورانکارو سره سخت چلند وکړي او هغه ترهه ګر چې  نیول شوي اوپه بندونو کې دي له دې مخکې چې دتښتې لار ورته هواره شي ، باید سزا شي څو دنورو ترهه ګرو اوتالی څټو لپاره دعبرت درس شي خو دادپاکستان سیاسی اوقضائی چارواکي دي چې دترهه ګرو اوترهه ګرۍ په وړاندې پخپلو  اصلی دندو عمل نه کوي او دترهه ګرو دفعالیتونولپاره ئې ډګر پرانیستی پریښی دی  او دپاکستان مظلوم خلک ئې په قربانۍ ورکولو سره بیّه ورکوي

Add new comment