په جینیوا کښې د ایران او ۵+۱ ډلي کارپيژاندې خبرې اترې نن هم دوام لري
په جینیوا کښې د ایران او ۵+۱ ډلي ترمینځ د خبرو اترو دریم پړاؤ بیګا پاي ته ورسیده ،او نن به دغه خبرې اترې دوام وکړي او د جینیوا د موافقې د اجرا څرنګوالی به وڅیړي. په دغو خبرو اترو کښې د ایرانې پلاوې مشرې د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او سیاسي چارو د مدیر حمید بعیدی نژاد په غاړه ده او مالي کارپيژاندې، د بندیزونو او بانکونو کارپيژاندې هم ورسره ملګري دي . دغه خبرې اترې وړمه ورځ په جینیوا کښې بیا پیل شوي او ټاکل شوي وه،چې بیګا ختمي شي،خو دوام يې نن ته غځیدلی دی . د دغو خبرو اترو تیر پړاؤ څلور ورځې په جینیوا کښې روان ؤ،چې د ایرانیو شرکتونو پرضد د نویو بندیزونو له لګولو وروسته، ایرانې پلاوې دغه خبرې اترې خوشي کړي ،خو د اروپايي اتحاديي مسؤلې میرمن کاترین شتون او د ایران د خارجه وزارت مرستیال سید عباس عراقچې تیره سه شنبه په بروکسل کښې خبري وکړي او د دغو خبرو اترو په دوام يې موافقه وکړه .
Add new comment