که له ځايي طالبانو سره خبرې اترې ماتې وخوري،نو د دغه ډلي پرضد به بله لاره وکاروي

د شین هوا خبرې آژانس د راپور له مخې، د پاکستان ولسمشر  ممنون حسین  په کراچۍ ښار کښې خبریالانوته وویل،د اسلام آباد حکومت غواړي د خبرو اترو له  لارې  له ځايي طالبانوسره ستونزي اواري کړي  ،خو که له ځايي طالبانو سره خبرې اترې  ماتې وخوري،نو د دغه ډلي پرضد به بله لاره وکاروي.
 په تیر نوامبر میاشت کښې د آمریکا د بې پیلوټه الوتکو لخوا د پاکستان د ځايي طالبانو د مشر حکیم الله محسود له وژل  کیدو وروسته، طالبانو د اسلام آباد له حکومت سره خبرې اترې ودرولي .
پاکستان هم  په آمریکا تور ولګاوه چې  له طالبانو سره د اسلام آباد د حکومت په خبرو اترو کښې کارړنګونې کوي .

Add new comment