د ایران ملت به هیڅکله دا اجازه ورنکړي،چې په اټومي خبرو اترو کښې يې عزت او حرمت داغې شي
د تهران د جمعي لمانځه خطیب وویل،د ایران ملت به هیڅکله دا اجازه ورنکړي،چې په اټومي خبرو اترو کښې د اسلامي ایران عزت او حرمت داغې شي . د تهران د جمعي لمانځه خطیب آیت الله علی موحدی کرماني وویل د ایران او ۵+۱ ډلي خبرې اترې باید د متقابلو امتیازونو او شرایطو پر اساس وي،لکه څنګه چې لویدیځوال زیاتې غواړي دي، نو که ایران په اټومي خبرو اترو کښې،پرته له دې،چې له هغوۍ امتیاز واخلي ،هغوۍ ته امتیاز ورکړي ،نو لویدیځوال به له ایران څخه زیاتې تمې وکړي . آیت الله موحدی کرماني وویل اټومي خبرې اترې، نړیوالو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د سوله غواړو ایډیالونو او ارزښتونو د معرفۍ لپاره ښه فرصت دی ،ایراني مرکچې لوری باید نړیوالو ته ثباته کړي،چې په نړۍ کښې له ایرانه د نورو د ویرولو لپاره د لویدیځوالو په تیره بیا د آمریکا درست اقدامات هسې تشې دسیسې دي . د تهران د جمعي لمانځه خطیب،د ایران مرکچې پلاوې ته سپارښتنه وکړه،په خبرو اترو کښې په پوره هوښیارۍ او پيژندګلوۍ سره ګډون وکړي،د مقابل لورې دسیسې پوره درک کړي د اسلامي ایران د ایډیالونواو ګټو ساتنه وکړي او د درستو امکاناتو او ظرفیتونو په مرسته د ایران له اټومي حقوقو دفاع وکړي . آیت الله موحدي کرماني، د آمریکايي چارواکو وروستیو ایراني ضد څرګندونو ته اشاره وکړه او ويي ویل د آمریکایانو خبرې او ګواښونه د دې ښودنه کوي،چې د جینیوا وروستۍ موافقې د ایران پرضد د آمریکا د دښمنیو په کمولو کښې کوم اغیز نه دی کړی او تر څو چې د ایران پرضد له دغو ناوړه خبرو لاس وا نه اخلي او د ایران له ملت سره په درناوې خبري ونکړي، ایرانیان به پرې اعتماد ونکړي . د تهران د جمعي لمانځه خطیب له ایران سره د آمریکا د پخوانۍ دښمنۍ علت، د ایران د اسلامي نظام هویت وباله او زیاته يې کړه،د ایران اسلامي جمهوریت د سلطې د نفې د نظام پر اساس جوړ شوی چې دا د آمریکا لپاره ستر او نه زغملو چیلنج دی . هغه وویل د ایران ملت به په تیرو ۳۵ کلونو کښې د خپل هیواد پرضد د آمریکا جنایتونه هیر نکړي ،آمریکا تل د ایران د خلکو دښمنه ده او وي به او هیڅکله باید د دغه هیواد لخوا د ښه نیت په تمه نه شو .
Add new comment