په فرقه ایزو نامو سره دبې ګناه خلکو وژلې دقرآن اوسنت دتعلمیاتو په خلاف دي
دایران داسلامی شورا مرستیال مشر محمد حسن ابوترابی فرد دپاکستان په اسلام اباد کې دآسیائی پارلیمانونو دټولنې داجرائی شورا په دوهمې غونډې کې وویل دفرقه ایزو اومذهبی نامو سره دبې ګناه خلکو وژله په روښانه توګه دقرآن اوسنت له تعلیماتو سره په تضاد کې ده او په عین حال کې دنړیوالوپه وړاندې داسلام دڅيرې دداغي ښودلو سبب کیږي ابوترابی ټینګار وکړ لازمه ده دیني علما او ډله ایزې رسنئ دفرقه پالو وژلو په محکوم کولو سره مسلمانان زغم او صبر اوداسلام دګران پیغمبر له سنته پیروۍ ته وبولي . دایران دپارلیمان مرستیال مشر همداراز وویل دآسیائی پارلیمانو نوټولنه دقانونوجوړونې په سویو ې دغږملتیا ؤ په رامنیځةکولو او دغه راز دنشه ایزوتوکو دتولید دکنټرولو او ټرانزیټ دمخنیوي دسیاستونو په برابرولو سره ددغوموادو له قاچاق سره په مقابلې کې اساسی رول لوبولی شي په آسیا کې دمهاجرو کارګرانو دحقوقورعایتول اوپه آسیائی پارلیمانونوکې دمیرمنودحیثیت او مقام لوړتیا نوره هغه موردونه وو چې دایران دپارلیمان مرستیال مشر پرې ټينګار وکړ
Add new comment