ملګری ملتونه دې دعربستان له خوا په سورئې کې له ترهه ګرۍ اوتکفیری افکارو ددودولو مخه ونیسي

سوریه نیوز انټرنیټي سایټ له قوله زمونږ خبریال راپورراکوی  دسورئې خارجه وزارت نن  دملګروملتو سرمنشي بان کی مون  او امنیت شورا ته ددوو لیکونو په لیږلو سره  ویلی دي عربستان  ترهه ګرو ډلو  ته دوسلو  په لیږدولو او ددغو ډلو په لوجیسټیکي  او مالی ملاتړونو او همداراز سروزورافراط پالو  او تکفیریانو په پوځي روزنو سره  په سورئې کې ورانکار رول لوبولو  ته هماغه راز دوام ورکوي چې باید مخه ئې ونیول شي دسورئې دخارجه وزارت په لیکونوکې راغلی دي  ځیني هغه کسان چې په سورئې کې جنګیږي   له دې مخکې  په بیلابیلو تابیعیتونو سره دعربستان په بندونو کې بندیان وو او داسې جنایتکار کسان دي چې  په سورئې کې دجنګ او دعامو خلکو په عامې وژلې  شرطونو  سره خوشی شوي دي . په دغه لیکونو کې ویل شوي دي دعربستان   ال سعودرژیم  په دغه هیواد کې  له اسلامی او دیني سپیڅلتیاؤ ناسمه استفاده کوي څو  په سورئې کې ترهه ګرۍ ته رواوالی وروبخښی  او دغه راز په سپوږمکیزو چینلو خپل تکفیری افکار دودوي  اوفتواګانې صادروي خو اوس درست اسلامی امت پوه شوی او دهغوي دتکفیری تفکراتو به پخپله مخه ونیسی  همداراز دترکیې الشعب خبری سایټ هم لیکلی دی دترکیې دنیکمرغۍ ګوند مشر  مصطفی کمالاک  دخپل هیواد لومړی وزیر  په څو عربی هیوادونو کې دمسلمانانو په وژلې کې په لاس درلودلو تورن کړی  او ویلی ئې دي دترکیې تیرو نوي کلونو تاریخ ته په کتنې سره  پوهیدلی شو چې دترکیې داوسني لومړی وزیر رجب طیب اردوغان  دحکومت په پړاؤ کې  ډير زیات مسلمانان وژل شوي دي چې دغه  حکومت پکې لاس لری

Add new comment