له کلتوری یرغلونوسره دمقابلې لپاره نوښتي هڅې پکار دي

داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه اي نن  دکلتوری انقلاب  دلوړې شورا له مشر اونورو غړو سره  په کتنې کې    دایران دمیړني ملت  پر ذهن  او چلند داغیزشیندنوپه مشخصې موخې سره  په نړۍ کې دسلګونو آډیوئی ،ویډیوئي، مکتوبی  او ځینو نورو رسنیو  فعالیتونو ته په اشارې سره نوښتي هلې ځلې  دکلتوری یرغلونو له مقولې سره دحکیمانه  چلند په اساس وبللې . دوي همداراز   له کلتوری یرغلونو سره دمقابلې لپاره  دایران داسلامی ارشاد او کلتور وزارت او دریډیو اوټيلیوژن ادارې ته  په سپارښتنو کې  ټينګا روکړ   دکتاب تولید، دښوکتابونو ژباړل ، دفلم دجوړونې پر لوړظرفیت  په تکیې سره دجذابو فلمونو ،دښوکمپیوټري لوبو  اوګیمونو تولیدول   او همداراز دمعنالرونکو دلوبو شیانو تولید او دخوځنده لوبو دودیدا دې  پرخپلو کارنده پروګرامونو اوایجنډا کې شامل کړي . داسلامی انقلاب ستر لارښود ایران ته له واردیدومخکې دکلتوری یرغلونو نوي راپنځیدلو ښکارندو څارنه او دقیقه پيژندګلوي  ضروری وبلله  او دیرغلګرکلتور په مقابل کې ئې دفاعي  دریيځ او انفعال  خورا لوي بد او تاواني چلند وباله حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه اي  همداراز  په پوهنتونونو او څيړنیزو مرکزونو کې  دعلمی پرمختګ   ددوام  ضرورت  ته  پربشپړپام په ټينګار سره وفرمایل ،د : مونږ کولی شو :  په نامه دشعارواقیعیت  دایران په ځوانې پرګنې کې  څپې وهي ، چې باید علمي څوکو  او دایران علمی مرجع مقام او همدارازدماډرن اسلامی تمدن  ددودیدا ته دایران درسیدا  لپاره ورځڼي  استفاده وشي  او دغه چاره تحقق ومومي . داسلامی انقلان معظم لارښود ټینګار وکړ  پوهنتونونه  بایدهیڅکله هم  د سیاسی بهیرونو ّځالې نشي  ځکه دغه کار دعلمی ودې او خوځندوالي مخه نیولی شي .  دوي همداراز  په دوام کې   فارسی ژبې او هغو یرغلونو ته  په بې پامیو  په اندیښنې ښودلو سره  چې  پر دغې ژبې کیږي ټينګار وکړ ، دکلتوری انقلاب  لوړه شورا دې دفارسی له دقیقې  او په زړه پورې  ژبې له هرډول کمزوري کونې او تیری   سره  دحکیمانه مقابلې په ترڅ کې  ،  په ټولو زمینو کې دفارسی ژبې دپیاوړتیا، پراختیا  او مضبوتیا لپاره  ملموسې او بیا بیا هڅې وکؤي دوي دغه راز دعلمی ،فلسفي او سائنسي علومو داساس برابرول  دکلتوری انقلاب دلوړې شورا  یو خورا اصلی اقدام وباله  او زیاته ئې کړه ،  دغه شورا دې دطلاق ، مالی فسادونو او بداخلاقیو  په څير دمسئلو جرړه ایزه څیړنه اوجاجونه وکړي  

Add new comment