داسلامی ایران وسله وال پوځ دخپل وطن دپولو دساتلو لپاره بشپړتیاردی
ایسنا خبري آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت دوسله وال پوځ دمځکني ځواک قوماندان سردار احمد رضا پوردستان نن په تهران کې دوسله وال پوځ دمځکني ځواک دلوبغاړو دمیډالونو دورکولود دستوروپه څنډې کې وویل ددغه ځواک بیلابیلومانورو ښودلې ده چې دایران وسله وال پوځ په ټولو شرائطو کې دایران داسلامی جمهوریت دټولو پولو څخه ددفاع او ساتنې لپاره چمتو دی او دښمنانو هرډول دسیسو او پلانونو ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
تورن جنرال سردار پوردستان زیاته کړې داسلامی ایران دپوځ مځکنی ځواک نیت لري څو د ۲۰۱۴کال مارچ پورې داران په ضد دهرډول ګواښ او دسیسو او دړګو په وړاندې دپوځ دچمتووالی داعلانولو په موخې سره دوه سترې مانورې ترسره کړي او خپل قدرت یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړي او دغه راز ځان له هرډول سپیرو دسیسو سره مقابلې ته تیار کړي
Add new comment