اخلاق ،دین او ژوند

دوستانوداخلاق ،دین او ژوند په نامه دلړۍ  له ننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یو  په نننۍ برخې کې نیّت لرو له تاسو سره دشکراومننې  په باب چې یواخلاقي فضیلت حسابیږي اوپه ژوندکې ډيرمهم رول لري خبرې وکړو نوترپايه راسره  مله ووسئ

*****************

خوږومینه والوپه شکراومننې په اسلامي تعلیماتو کې دیوه اخلاقي فضیلت په توګه ټینګار شوی دی .شکردنعمت ددرک   اودهغه دشتون او د نعمت دورکونکي دمنننې  او قدرونې  په معنادی .لکه څنګه چې ټول نعمتونه له خداي څخه دي  حقیقي شکر هم باید  له خداوندمتعال څخه وشي . صبر او شکر دایماندار انسان یوه نښه ده . صبر له بلاګانو او مشکلاتو سره  د مومن دچلند دښکلاښودنه کوي  اوله نعمتونوسره دمومن دچلند د ښکلامننه ده . آیاداسې نه ده چې دبل هریوه نعمت ورکونکي په څير  دحقیقي نعمت  له وورکونکي یا ولی نعمت  شکر او مننه  دهرانسان  یو ه وجداني او اخلاقي دنده ده  ؟   ټول هغه شیان چې  زمونږپه وجودکې او دمونږ شاوخوا چاپيریال کې دي، په حقیقت کې  هغه نعمتونه دي چې  دخداوندکریم له خوا زمونږپه اختیار کې راکړل شوی دي . مونږ دنعمتونو په سمندرکې  ډوب یو او له دې امله چې په آسانه مولاس ته رسیدلی،غالبادهغو قدر او ارزښت نه پيژنو . دهغه آکسیجن په څير چې  دسا داخستو لپاره هره شیبه ورته ا ړتیا لرو  او یا  اوبه چې دژوند سرچینې په توګه ئې نامه اخستلی شو . په اسلامی کلتورکې دخداي پاک دنعمتونو یادونه  او ورځیني سسټماټیکه اسفتاده  ډیر ارزښت لري . دقرآن کریم په ډيرو آیتونو کې  دشکر اومننې موضوع ته اشاره شوې ده  او دشکر کونې  په باب ئې  په بیلابیلو تعبیرونو سره خبرې کړي ډي قرآن کریم ،  له انسانانو غواړي  چې نعمتونه وپيژني  او دهغه چا چې  نعمت ئې ډالۍ کړی  منندوي ووسو . ځکه چې  دنعمت شکر پراجتماع او شخصیت  رغنده  اغیزې  لري . شکر هم  دنورواخلاقي خصلتونو په څير  هم دنیاوي آثار او هم اًخروي اجرلري ، دهغو دنیاوي آثار په نعمت کې برکت  اوزیاتیدا ده او اُخروي اجریانتیجه ئې  تل پاتې الهي جنت دی . دقرآن کریم آیتونه  او داهل بیت علیهم السلام روایتونه دشکر اومننې  سپارښتنه  اوهڅونه کوي  او شکراداکونکي کسان ئې ستایلي دي  چې په هغو کې ځیني له تاسو سره شریک کوو دقرآن کریم دبقرې سورې  په ۱۷۲آیت کې فرمائي .:،ائ هغو کسانو چې ایمان موراوړی دی ، له هغو پاکیزه شیانو چې  ستاسو روزي مې وګرځوله  وخورئ او که دخداي عبادت کوئ،نو دهغه مننه وکړئ همداراز دآل عمران سورې  په ۱۴۵آیت کې هم راغلی دي   :، هرڅوک  ئې د دنیا جایزه  غواړي هغه ته ئې ورکوو  او شکر کونکوته به هم جایزه اوانعام ورکړو . حضرت امام علی علیه السلام فرمائي:،په ر ا حتۍ او هوسیانې کې شکر کونکی بنده او په سختۍ او نیستۍ کې صابر اوصبرکونکی بنده ووسه :. په تورات کې راغلي دي چاچې تاته نعمت درکړ،ستاینه اومننه ئې وکړه او هرچاچې له تاستاینه اومننه وکړه ،نعمت  او بدل ئې ورکړه . ځکه په مننې سره نعمتونه  له منیځه نه ځي  او په ناشکرۍ سره نه پاتې کیږي . مننه اوشکرکول  دنعمت دزیاتیدا وله ګډوډیو دخوندیکیدا سبب کیږي .      بې شکه  خداوندمتعال  دهغو پيرزوینې په وړاندې  چې  پرمونږ ئې لوراوي  دمونږ مننې او شکرکونې ته کومه اړتیا نه لري ،او که دمننې حکم ئې ورکړي دی، نو زمونږ په ژوند کې د مثبتو اغیزو اونتیجو په خاطر ده چې له هغو یو دنعمتونو زیاتیدا ده .     دقرآن کریم ستر مفسر آیت ا.. العظمي ناصرمکارم شیرازي  په دې باب وائي :،  مهمه داده چې ووینو دشکر اومننې حقیقت څه دی ؟ څو روښانه شي چې دنعمتونوله زیاتیدا سره ئې رابطه  له کومه ځایه ده  او مننه او شکر څرنګه پخپله دانسان په ژوند کې یو تربیتي عامل کیدلی شي ؟ . دشکر حقیقت  یوازې  په ژبې دشکر  او یا الحمدا.. او یا ددې په څير نور څه ویل نه دي ،بلکې شکر  درې مرحلې لري .لومړۍداچې ښه فکر وکړو چې دنعمت  ورکونکی  څوک دی دا توجه ایمان او خبریدل دي دشکر لومړی مرحله ده له دې چې ورتیر شونودژبې مرحله رسیږي  .خو له دې لالوړه  دعمل  مرحله ده ،  عملي شکردا دی چې  سم فکر وکړو چې هرنعمت دڅه هدف لپاره مونږ ته راکړل شوی دی ،هغه پخپل اصلی ځاي کې وکاروو چې که داکار ونکړو،نو کفران نعمت مو کړی دی .  او ممکنه ده  په همدې دلیل قرآن کریم دحقیقي شکر کونکو شمیر ډير لږ ښودلی دی  او له دې وروسته چې  دسترګو ،غوږونو  اوزړه په څیر  نعمتونه ئې یادکړي بیا زیاتوي . قلیلا ماتشکرون ، یعني څومره کم شکر کوئ او بیا کله فرمائي ولکن اکثرهم  لایشکرون ،یعني له هغو زیاتره شکر نه اداکوي :.     خداي پاک په قرآن کریم کې  دسبا سورې د ۱۳آیت پشمول  په ځينو آیتونو کې خپل کم شمیر  بندګان شکرکونکي ګڼي . په بله وینا دشکر کونې او مننې په ډګر کې ډیر لږ خلک یعني دخداي خالص او  صالح بندګان  مخکښ دي . په دې مینځومیان  کې  له ټولولوړ دخدآي اولیاء دي چې پخپل ټول ژوند کې له خپل پروردګاره یوه شیبه هم غافله نه  وي او هروخت دخداي منندوي دي . دخداي پاک  ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفي(ص)  چې داخلاقي او انساني فضایلو له پلوه  په خورا لوړې مرتبې کې  دی ،  دخداوندمتعال په درګاه کې شکر کوي  . حضرت امام محمد باقر علیه السلام فرما‎ئي ،: یوه ورځ دپیغمبراکرم یوې میرمنې هغه بزرګوارته عرض وکړ  ،خداي پاک پرتا په تیر  او راتلونکي وخت کې  رحمت ورولی دی . نو بیا ځان ولې په دومره عبادت سره کړوې ؟ رسول ا.... بزرګوار ورته وفرمایل ،  آیا ډیرشکرکونکی ونه وسم . : خداي پاک  حضرت نوح علیه السلام  دشکور(ډیرشکرکونکي )په صفت سره  ستایلی   او داسراءسورې په ۳آیت کې ئې فرمائيلی دي :،  په رښتیا سره ، نوح ډیر شکر کونکی اومنندوي بنده  ؤ له حضرت امام صادق علیه السلام څخه نقل شوي دي  چې حضرت نوح علیه السلام  هرسهار  اود لمر دلودیو په وخت  دا دعا لوستله چې :،  خدایا تا ګواه ګڼم  چې  هر هغه نعمت چې  سهار او ماښام (مادي او معنوي )  ماته رسیږي ، ټول له تاواخوا دي . ته واحد او بې ساری ئې  ،حمد او ستاینه  له تا سره ښائي . دنعمتونوپه وړاندې دتا دومره شکر کوم چې ته راڅخه خوشال او خوښ شې:. حضرت ابراهیم  علیه السلام  هم په قرآن کریم کې  یو بیلګه شاکردی  چې له شرک اوکفر سره دمبارزې په ډګر کې  دټولو په وړاندې ودرید او دبتانو په ماتولو سره ئې دتوحیدي نظام بنسټ کیښود، او دنمرودیانوداوور له سمندره  یوه شیبه  هم ونه  ویرید او دخداي ددین  دبنسټونو دپیاوړتیا په لاره کې  له هرډول عذابو  او کړاؤنو وواته .قرآن کریم هغه بزرګوار دنحل سورې په ۱۲۰ او ۱۲۱آیتونو کې داسې یادوي :،ابراهیم ځان  ته یوامت ؤ دخداي دفرمان مطیع   ،له هرډول انحرافه خالی  ،او مشرک نه ؤ ، دخدآي د نعمتونو منندوي ؤ  ، خداوند  هم هغه غوره کړی  او په سمه لاره ئې هدایت کړ.   دملااحمد نراقي  داثر :معراج السعاده : نومې کتاب پشمول په  اخلاقي کتابونو او رسالو کې  دشکر او مننې لپاره ځيني مرحلې بیان شوي ډي  چې په هغو کې  شاملې دي ،  په زړه کې شکر کول ، په ژبې شکر اومننه کول ،  په عمل کې شکر کول . په زړه کې شکر   هماغه دنعمت  درک اوتصور او پرې خوشالیدل او راضي کیدل دي . حضرت امام صادق علیه السلام فرمائی :،  هرڅوک چې دخداي نعمت  په زړه سره وپيژني ، نو دهغه شکر ئې ادا کړی دی :.   په ژبې دشکر کول هم دادي چې  انسان  دهغه چا په ستاینې او مننې پسې شي چې نعمت ئې ورکړی دی .دشکرخورا لوړامرحله په عمل کې شکر کول او منندوي شونه ده . یعني انسان  باید خیال وساتي  چې دخداي نعمتونه  د هغه دنافرمانۍ په لاره کې ونه کاروي .  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  دستاینې او شکر کونې  ددغې مرحلې په باب فر مائی :، له حرام کارونو لیرې کیدا  دخداوندمتعال  دنعمتونو شکر کول دي  :. داخلاقو دعلم استاذان وائی ، عملی شکردادی چې سم فکر وکړو  نعمتونه دڅه موخې لپاره مونږ ته راکړل شوي دي  او دا پخپل سم ځاي کې وکاروو . دمثال په توګه  خداي پاک  انسان ته خپل نعمت  او تفکر  اود لیدو اوآوریدو قدرت  ورکړی دی . دغه نعمتونه ددې لپاره دي چې په نړۍکې  دخداي پاک د جلال او عظمت  نښې نښانې ووینو ،دسم ژوند کولو لاره وپيژنو او دکمال په لاره کې ګام پورته کړو.خو که دغه نعمتونه دغرور اوسرکشۍ لپار ه یو ه وسیله شي ، نو  په مسلمه توګه مو دخداي دنعمتونو کفران کړی دی . حضرت امام صادق علیه السلام  فرمائی ، دخداي نعمتونه  دهغه دنافرمانۍ او غوسه کیداسبب ونه ګرځوواودهغه امر اونهي دهغه له نعمتونوپه استفادې سره  ترپښولاندې   نه کړو   دوستانو په همدې سره زمونږ دنننۍ برخې وخت هم پاي ته رسیږي نو تربل وخت او بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو  ا... مو مل او ملګری

Add new comment