دمیاشتو او ورځو فضایل
دحقتعالی مینان،تل انتظارباسی چی، شپه شی او دشپې تیاره، دهغوی او نورو ترمنځ پرده شی،تر څودشپې په تنهائۍ کی،دخپل پروردګارسره،په شپنی راز او نیاز لاس پوری کړی . ځکه چی متعال خدای(ج) دمزمل په مبارکه سوره کی،پیغمبراکرم(ص) ته سپارښتنه کړې ده چی،په شپه کی راپاڅه،او قرآن تلاوت کړه . لمر، هره ورځ له ختیځه راخیږی، او په لویدیځ کی لویږی . په ورځ کی دلمر روښانې وړانګې ځلیږی،او دژوندانه محیط روښانه کوی،اوپه شپه کی دتیارې پرده،پر ټولوڅیزونوباندی غوړیږی،او دژوندانه محیط پوښی . شپه او ورځ، دعالم د نوروموجوداتو په شان، دسبحان خدای له نښوڅخه، دوې نښې دی چی،دمتعال خدای پرقدرت او وحدانیت باندی، دلالت کوی . د دقیق او منظم حساب،او دثانئې او دثانئې څخه دکم وخت دشمیرپه کولوسره،په ټولوکلونو او دځمکې په ټولوبرخوکی، اوپه ګردو فصلونوکی،دیوې اوبلې پسی دشپې او ورځې راتګ،په رښتیا دحق تعالی دقدرت،حکمت،علم،عدل او ربوبیت نښې دی . همدغه موضوع،هر عاقل اوباانصافه کس، دحق په وړاندی تسلیمیدو،او دهغه مقدس ذات د وحدانیت منلوته،اړ باسی،اودپروردګار قرب،رحمت او مهربانۍ خواته لارښوونه کوی . قرآن مجید، پخپلویوشمیر آیتونوکی،دشپې او ورځې ځینوځانګړتیاؤ او ګټوته اشاره لری . لکه څنګه چی داسرا دمبارکې سورې،په ۱۲ آیت کی فرمائې : (او شپه او ورځ مو، دخپل قدرت اوحکمت،دوې نښې وټاکلې،بیامو د شپې اغیزه محوه کړه،او ورځ موروښانه کړه، تر څو تاسی په ورځ کی،دخپل پروردګار حلاله اوپاکه روزې وغواړۍ،او دکلونوپه شمیر ، او دوختونو په حساب باندی وپوهیږئ،اوهر څیز موپه تفصیل سره بیان کړه .) همداراز سبحان خدای،دفرقان دمبارکې سورې،په ۶۲ آیت کی،دځان په معرفۍ کی فرمائی :(خدای هغه ذات دئ چی،شپه او ورځ ئی،دیوې او بلې ځای ناستی وټاکلې،دهغه چا لپاره چی وغواړی پندواخلی، یا منندوی واوسی .) په واقعیت کی،دیوې بلې پسی دشپې او ورځې راتګ، دمتعال خدای دبی پایه رحمت یوه بر خه ده، تر څو په شپه کی آرامه شو، او دمه وکړو، اوپه ورځ کی، دخپل ژوندانه داړتیاؤ دپوره کولولپاره هڅه وکړو،اودخدای تعالی دالطافو منندوی اوسو . دټولو انبیاؤ،اولیاؤ او صالحانو دبری راز ،دشپی په نیمائی کی مناجات وؤ،پر زیاترو سترو انبیاوؤ باندی،زیات شمیر ربانی عنایتونه اورحمتونه ،په سهار وختی کی شوی دی . دحضرت موسی (ع) میقات،دهغو مبارکو شپو څخه دئ چی،آنحضرت په هغوکی،دمتعال پروردګار میلمه وؤ :(و اذ واعدنا موسی،اربعین لیله) یعنی : اوکله چی مودموسی سره،څلویښت شپې وعده وټاکله )، پرحضرت موسی کلیم ا۰۰۰(ع) باندی،دتورات کتاب،دخپل خدای سره،دهغه دڅلویښتو شپو،یواځی پاتی کیدو نه وروسته، نازل شو . داسلام ګرانقدره پیغمبر(ص) دشپې په نیمائې کی،په پیغمبرۍ مبعوث شو،اوپه شپه کی معراج ته لاړ . متعال خدای دقرآن کریم د اسرا دمبارکې سورې په لمړی آیت کی فرمائی :(پاک اوپاکیزه دئ هغه خدای چی،په یوه مبارکه شپه کی ئی خپل بنده(محمد)، له مسجدالحرامه ،مسجدالاقصی ته بوت .)او همدراز قرآن کریم،د روژې دمبارکې میاشتې په یوه شپه،پر حضرت پیغمبر اکرم(ص) باندی نازل شو. لکه څنګه چی، د دخان دمبارکې سورې په ۳ آیت کی فرمائی :(په تحقیق سره،موږ قرآن له برکته په ډکه شپه نازل کړ . ) او دپام وړ ټکئ دادئ چی،امام حسن عسکری(ع) په ځلانده او لارښوونکې وینا کی فرمائی :په تحقیق سره،متعال خدای(ج) ته د قربت لاره،داسې ده چی،دشپې له روڼولو پرته،مقصدته نه رسیږی .) هغه کسان چی،دشپې دویښ پاتی کیدو توفیق، ور په برخه کیږی، اود پروردګار دمحبت او مهربانۍ خوشبوئې ور په نصیب شوې ده،ټوله دنیا او هغه څیزونه چی پکی دی،دهغوی په نظر واړه او حقیر دی . امام زین العابدین(ع)،د حقتعالی سره په مناجات کی،عرض کوی (ای زما معبوده؛ څوک دئ چی ستا دمحبت خوندئی څکلئ وی،او پسله هغه له تامخ واړوی،او یو بل څوک ستا پر ځای خپل مقصد او محبوب وټاکی ؟) او څوک دئ چی دتا له قربت سره ئی مینه پیداشوې ،اوبیا دزړه آرمان په بل چا وتړی اوله تا پرته خپل ضمیر ته بل څه ته لاره ورکړی ؟ هو؛شپه دخپل محبوب سره دتنهائۍ، دخپل معبودسره دراز او نیاز، دژوند او پنځون د بخښونکی د وږمې په وړاندی دخپل ځان او روح دراوستو، پر وردګار ته دنږدی کیدو، او دخدای درګاه ته دخپلې مینه ناکې اړتیا دڅرګندولو لپاره،ډیره ښه موقع ده . دحق تعالی مینه وال تل انتظارباسی چی شپه راورسیږی،او دهغوی او نورو ترمنځ، دشپې د تاریکۍ پرده واچوله شی ، تر څو له خپل معبود سره په یواځی توب کی،دشپې په راز نیاز لاس پوری کړی . ځکه چی متعال خدای(ج)دقرآن کریم د مزمل په مبارکه سوره کی، خپل ډیر ښه بنده پیغمبر اکرم(ص)ته سپارښتنه کړیده چی (دشپې راپاڅه، اوقرآن تلاوت کړه)، له همدې رویه،ایمانداره کسان هم،دشپې ډیره قدرونه کوی، اودخپل ګران پیغمبر(ص) څخه په پیروۍ سره، الهې قرب ته درسیدو لپاره، دشپې وخت غنیمت شمیری، اودشپې په نیمائی، دقرآن کریم په تلاوت کولو،دعا اولمونځ کولو لاس پوری کوی،تر څو دهغوی دایمان او اخلاص درښنولۍ لپاره یو شاهد وی . دقرآنکریم دژوندبخښونکو تعلیماتو له نظره، شپه ؛یو ډیر مهم الهی آیت او نښه ده، او دخدای او پنځون په هکله، دفکر اوغور کولو لپاره، ارزښتمن وخت دئ، اوپه داسی له ارزښت نه په ډک موقعیت کی دئ چی،متعال خدای پخپل دغه آیت او نښې باندی قسم یادوی، تر څو د شپې عظمت ښکاره کړی. که څه هم،په کلې توګه ټولې شپې،د دې دنیا داوسیدونکو،په تیره دانسانانولپاره، دآرمتیا او ګټو لرونکی دی،خو ځینی شپې،لکه دقدرشپه،دشعبان دمیاشتې ۱۵ مه شپه،دذی الحجې دمیاشتې،لمړۍ لسی شپی،او دجمعې شپی، دآیاتو او روایاتو سره سم،لا زیات برکتونه او ګټی لری . په همدی اساس، دحضرت پیغمبر(ص) ،او معصومو امامانو(ع)، په روایتونوکی،دشپې اوپه تیره دخاصو شپو لپاره،یو لړ دعاګانی،زیارت نامی،او عبادی اعمال رانقل شوی دی چی، هر څوک دخپل توان ،وخت اوظرفیت په اندازه،په هغوباندی عمل کوی . د دغو عبادی اعمالو له جملې نه، دشپې لمونځ دئ . دشپې لمونځ او نفل، دنورو مستحبی اعمالو او لمونځونو په منځ کی، ځانګړئ موقعیت لری، اوپه قرآن کریم او روایتونوکی،په هغه باندی زیات ټنګار شوئ دئ . له همدې وجه،د خدای اولیاؤ د دغه عبادی عمل ، دوام او ساتنې ته پاملرنه لرلې ده، او تهجد او دشپې په نیمائې کی ئی عبادت کاوه . تر دې ځایه پوری چی،متعال خدای(ج) ، دشپې نفل پر خپل محبوب بنده، حضرت محمد(ص) باندی فرض کړ . له همدې رویه، دحضرت پیغمبر(ص) له قوله په یو حدیث کی راغلی دی : ( دشپې په نیمائې کی دوه رکعته لمونځ، زما په نزد، له دنیا او له هغه څه چی پکی دی،لا ښه او محبوب دی .)، او همداراز ئی وفرمایل : ( زما دامت ډیر شریف کسان، دقرآنکریم تلاوت کونکی او شپه روڼونکی دی .) حضرت امام رضا(ع) هم،دشپې دنفل دفضائیلو او ښیګڼوپه باره کی، فرمایلی دی :(دشپې نفل په ځان باندی لازم وبولئ ، ځکه هر مؤمن بنده چی،دشپې اته رکعته نفل،دوه رکعته د شفع لمونځ، اود وتر یو رکعته لمونځ وکړی، اود وتر په قنوت کی، ۷۰ ځلې استغفار وکړی، متعال خدای هغه،دقبر له عذابه اوداور له عذابه ژغوری، اوپه دنیاکی ئی عمر زیاتوی،اوپه اقتصادی چاروکی،خدای تعالی هغه ته،دروزې پراختیا ورکوی،اوپه هر کور کی چی،دشپې نفل وشی،هغه کور دآسمانیانولپاره، روښنائې ورکوی، هماغه ډول چی،دآسمان ستوری، دځمکی دخلګو لپاره روښنائی ورکوی .همداراز په ځینو حدیثونوکی،دشپې دنفل نه وروسته،دحضرت زهرا(س) د تسبیحاتو په کولوباندی تاکید شوئ دئ، اودهغو له جملې نه راغلی دی : ( دحضرت فاطمه زهرا(س) دتسبیحاتوکول،دخدای په نزد،له زر رکعته نفل لمونځ، لا ښه دی . دحضرت زهرا(س )تسبیحات، په دی ډول دی چی،لمړئ ۳۴ ځلی الله اکبر،بیا۳۳ ځلې الحمدلله، او په پای کی ۳۳ ځلی سبحان الله ویل کیږی . دحدیثونو له مخې،د هر فرض لمانځه نه وروسته هم، د دغو مقدسو ذکرونو او تسبیحاتو کول، ډیر زیات ثواب لری . اوس چی په قرآن کریم،اوروایتونوکی، دشپې داهمیت، او دشپې دنفل دکولو دثواب په یوې برخې باندی پوه شوؤ، ممکنه ده داپوښتنه تاسو ته پیداشی چی، د دغه اهمیت او برترۍ علت، څه دئ ؟ شاید یو دلیل داوی چی،په شپه کی عبادت ، بیله ریا دئ، او یا دریا لپاره زمینه،ډیره کمه ده ، ځکه چی،ټول خلګ ویده دی . په بله وینا، خدای تعالی ته د نږ دیکت ، یوه ډیره مهمه سریزه، اخلاص دئ، او په شپه کی داخلاص درښتنی کیدو او زیاتوالی زمینه، لا زیاته ده . بله دا چی، په شپه کی دانسان دروحی عروج، او دمعنویاتو زمینې لا زیاتی دی ،ځکه چی،په ورځ کی ډول ډول کارونه شته چی،په شپه کی نشته . لکه څنګه چی،قرآن کریم دمزمل د مبارکې سورې په ۷ آیت کی فرمائی :(ستا لپاره په ورځ کی،پرله پسی تګ راتګونه، یعنی دخلګو مراجعه، اوپخپله ستا کوښښونه شته .) او په نتیجه کی نشی کولای، په مطلوبه توګه دخدای سره، اړیکه ټینګه کړی . په داسی حال کی چی،شپه داسی نه ده، او کولای شو له خلګو بیلتون ومومو،ځکه دشپې لپاره، دمزمل سورې په ۸ آیت کی فرمائی :(په شپه کی دخپل پروردګار نوم یاد کړه،اودهغه سره دیوځای کیدو لپاره،ځان له هر څه نه جلا کړه .)
Add new comment