ستر متفکر او فیلسوف استاد شهید مرتضي مطهري.

د اوسمهالې نړۍ لوی استاد فیلسوف او متفکر شهیدمرتضی مطهري د ۱۹۲۰ کال دفرورۍ په دریمه د ۱۲۹۸ لمریز کال د سلواغې په دریمه نیټه دایران د شمال ختیځ په فریمان سیمې کې په یوې دیني اواصیلي کورنۍ کې وزیږید او له ماشومتوبه ئې ښه اخلاق او کړچار درلود . له قرآن اواسلامی معارفوسره دشهید مرتضی مطهری مینه اودلچسپي سبب شوه چې دزده کړوله لومړني پړاوه وروسته په ځوانۍکې دمشهد سپيڅلی ښارعلمیه مدرسې ته لاړ شی. هغه داسلامی علومومقدمات په هماغې حوزې کې بشپړ کړل او په ۱۹۳۷کال کې دقم علمیه حوزې ته لاړ. هغه په قم علمیه حوزې کې دعلامه طباطبائي اوامام خمیني په څیرله نامتو استادانو یې علم زده کړ،داسلامی معارفوپه زده کولوکې دمرتضی مطهری ځیرتیااستعدا دا و زیار هغه دحوزې په ډیر تکړ طالب علم بدل کړ. په قم کې یې پینځلس کاله له مرحوم ایت الله العظمی بروجردی په فقې او اصولو او له امام خمیني دولس کال د ملاصدرا په فلسفې ، عرفان او اخلاق او اصولو او له علامه سید محمد حسین طباطبایی په فلسفې، الهیات شفای بو علی اونورو علمونو کې شاګردي وکړه. استاد مطهري علمی کچې دومره زر بشپړ کړې چې په لنډوخت کې داجتهادلوړې درجې ته ورسیده اوډيرزردخپل وخت مشهوراستاد شو. په دیني حوزې کې به دهغه کلاس همیشه له لیوالو ډک و. استادمرتضی مطهري په ۱۹۵۰ کال کې د ایران په د شمال ختیځ کې د خراسان ولایت دیوه مشهورعالم له لورسره واده وکړ . استاد په ۱۹۵۲ کال کې تهران ته لاړ چې هلته په پراخ ډول فکري اوکلتوري فعالیتونوته دوام ورکړي . دهغه په فعالیتونوکې په علمیه حوزو اودالهیاتوپوهنځي کې داسلامی معارفودرس ورکول شامل وو.د بیلابیلوعلمی،سیاسی،اخلاقي اوتاریخي کتابونواومقالوخپرول په تهران کې داستاد مرتضی مطهری نورفعالیتونه وو. شهیدمطهری دعلمی فعالیتونوترڅنګ یوسیاسی مبارز اومتفکرهم ؤ . هغه په ایران کې هغوید ۱۳۴۲ لمریز کال دغبرګولې دپنځلسمې دپاڅون په منظمولوکې چې دامام خمیني په نیونې په اعتراض کې د شهنشا رژیم په خلاف رامینځته شو ډير رول درلوده . په دې ډول چې پخپله هم دپاچاپه ضدله یوې افشاکوونکې وینا وروسته ونیول شو .خودخلکوله یوې میاشتې دباؤنو وروسته پاچا رژيم مجبوره شوچې هغه اوڅونور روحانیون خوشی کړي .له بنده له خوشي کیداوروسته ایت الله مرتضی مطهری دټولنې داړتیاوړموضوګانوپه باب د کتاب لیکل اودتهران په جوماتونواوپوهنتونونوکې ویناوې پیل کړې . استادمطهری پخپلې لوړې لیدتوګې اودقلم په توان سره دخپل وخت د انحرافی افکاروپه وړاندې ودرید،اوپه ټول وس سره ئې داسلامی دفاع وکړه . په داسې حال کې چې د لویدیځ او ختیځ لخوا په اسلام یرغلونه روان وو او د اسلام په ایډیالوجۍ پورنې خنداګانې کیدې . او ځوان نسل له دینه د تښتیدو په لاره روان و ، هغوی دغه دفاع په وسلې اوزور سره نه بلکې په قرآني روایتونواو پیاوړو عقلي استدلالونوسره وکړه . او نوی نسل ته یې د دین اصلي څیره وړاندې کړه . استاد مطهري د اسلامی نړۍ د تیر برم د ژوندي کولو او خپل اصل ته د مسلمانانو د جاروتلو پلوی و او اسلام یې د عمل او اجرا دین ګاڼه چې د هرې زمانې هرې اړتیا ته ځواب ویلی شي. له دې امله تل دپوهنتون ځوانانواوشخصیتونو دهغه ویناوې اومقالې ډيرې تعقیبولې اوپه ډيرې لیوالتیا سره ئې د هغه په ویناؤاو ددرس په کلاسونوکې ګډون کاوهّ . دمنطق اوفلسفې په ژبې سره دځينولویدیځوالوفلسفیانو پرغلطولیدتوګو کرکتنه داستادمطهري نورې ځانګړنې وې .هغه دیوه اسلامی غورځنګ د رامینځته کولوپه ضرورت اعتقاددرلود، او دغه موخې ته درسیدلو لپاره یې له په دین کې له موجودو خرافاتو او په دین له کیدونکو اعتراضونو سره منطقي مبارزه وکړه او هغو ته یې مدلل ځوابونه ورکړل. شهید استاد مرتضی مطهري په ۱۹۶۹ کال کې دفلسطینیوکډوالواوعمومی مرستولپاره دچندواو مرستو دغونډولولپاره د هغه په لاسلیک سره د اعلامیې د صادرولو په علت ونیول او یوه شخصي سیل کې بندي کړائ شو .هغه په ویناؤ کې د فلسطین د مظلوم ملت بوږنونکي حالاتوته د مسلمانانو په تیره بیا دایران دملت پام جلباوه. استاد مطهری له بنده له خوشي کیدا وروسته له مبارزې او هلوځلو ته دوام ورکړ او دتهران په مهموجوماتونوکې به یې ویناوې کولې .له دې امله په ۱۹۷۴ کال کې ممنوع الممبر شواودغې منع کیداداسلامی انقلاب تر بري پورې یعنی تر ۱۹۷۹ کال پورې دوام درلود. د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... خامنه ای د استادشهیدمرتضی مطهری دکم ساري شخصیت په هکله فرمائي:، استادشهیدمطهری تعلیم اوتربیت خپل خورامهم رسالت بالهّ . هغه یوازې ددرس په کلاس کې معلم نه ؤ،بلکې په کورکې، په دوستانوکې،اوپه ټولنو کې هم یوتوانمن معلم ګڼل کیده. هغه متقی، پاک،اهل قرآن،تهجدکوونکی او دخداي په در کې ژړیدونکی ؤ.علم،معلوماتواوزده کړې ته ئې ډیر اهمیت ورکاوهّ .هغه دخپل برکتناک ژوند تر وروستیوپورې دعلم له سمندر سره سره چې ئې درلودهّ،د یادونې او علم په فکر کې وو . دخپل برکتناک ژوندپه اوږدوکې داستادمطهری خورامهم خدمات د وینا،درس او د کتابونو دتالیف له لارې داصلی اسلامی تفکر وړاندې کول وو.داچاره په تیره بیاله ۱۹۷۲ کاله تر ‍۱۹۷۹ کلونو په مودې کې په ایران کې د کیڼ پالوډلواودغولیدلواودلویدیځ اوختیځ ځپلومسلمانوډلودرامینځته کیدا اودهغوی د تبلیغاتواوپروپیګنډودزیاتیدااودمنحرفوډلودفعالیتونودزیاتیداله امله اوج ته ورسیده .په دغوکلونوکې استادشهیدمطهری دقم په علمیه حوزې کې د تدریس په باب دامام خمینی په سپارښتنې په اونۍ کې دوه ورځې قم ته تلواوپه دغې حوزې کې ئې درسونه ورکول اوله دې سره په یو وخت ئې په تهران کې هم په کور،نوروکورنواوهمدارازپوهنتون کې کلاسونه ترسره کول .دغه مسلمان متفکرپه ۱۹۷۶ کال کې دالهیاتودپوهنځي له یوه کیمونیست تفکره استادسره له یوې فکري شخړې وروسیته له خپل وخته مخکې متقاعد شو . په دغوکلونوکې استاد مطهری له څو روحاني شخصیتونوسره یو ځای « جامع روحانیت مبارزتهران » تاسیس کړ . که څه هم له ایرانه دحضرت امام خمیني له جلاوطن کیدو وروسته له هغه بزرګوارسره داستاد مطهری ارتباط دلیک،ټلیفون اوپه نورووسیلوسره دوام درلودخوپه ۱۹۷۶ کال استاد نجف اشرف ته لاړ اوله امام سره په کتنې کې دعلمیه حوزواوغورځنګ دمهموموضوګانو په باب ورسره مشورې وکړې.داسلامی غورځنګ دنوي پړاؤ له پيلیداوروسته استاد مطهری ټول وخت دانقلاب دغورځنګ په خدمت کې تیراوه. اوپه ټولو مرحلوکې ئې اساسی رول ولوباوه. په پاریس کې دامام خمیني دپاتی کیدوپه وخت کې استاد مطهری هلته ورغی او له هغوی سره یې داسلامی انقلاب دبیلابیلوموضوګانوپه باب سلامشورې وکړې اوپه همدغه سفرکې امام خمیني هغه داسلامی انقلاب دشورادجوړولومسئول جوړ کړ .  .شهید مطهری داسلامی انقلاب تربري پورې دامام خمیني ترڅنګ دیوه زړه سوانده،امین اوسلاکاراونزدې کس په توګه موجود و.داسلامی انقلاب له بري وروسته تمه کیدله استاد مطهری دانقلاب د لارې په دوام او همداراز رامینځته کیدونکوستونزواومشکلاتوپه ختمولوکې اساسی رول ولوبوي، خودښمن هم چې ددغه ځير او پوه متفکر اوسیاستوال له اهمیته خبر ؤ هغه ئې دخپلوتالی څټو په لاس ترور کړ .دغه نامتومتفکرد ۱۹۷۹ کال دمئ په لومړۍ نیټه دشپې مهال په داسې حال کې چې له یوې سیاسی او فکری غونډې بهرراوته ، په یوغیر انساني اقدام کې دفرقان په نامه د بې لارې ډلې یو کس په مرمۍ سره ترور کړ . د ایران په اسلامی جمهوریت کې د مئ د میاشتې لومړۍ او د غويي دولسمه نیټه د هغه د شهادت تلین لمانځل کیږي.او دا ورځ د هغوی دخدمتونو په ویاړ په ایران کې د استاد یا معلم د ورځې په نامه لمانځل کیږي. د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت امام خمیني علیه الرحمه په یوې وینا کې د شهید مطهري ټول کتابونه او ویناوې بلا استثنا ښې او ګټه ورې بللې دي. دهغوی کتابونه چې په مختلفو علمی موضوعاتو کې دي په ډيرې ساده ژبې لیکل شوې چې ترې دهغوی د قلم د توان ښه پته لګیږي. دهغوی کتابونه تر اوسه د نړۍ په مختلفو ژبو ژباړل شوې دي. منجلمه په پښتو ژبه دهغوی کتاب داستان راستان ، ښاغلي آصف صمیم ژباړلی دی. هر څومره چې وخت تیریږي دهغه د کتابونوضرورت او اهمیت په تیره بیا ځوان کهول او هغه چاته چې په دې ماډرنې او دساینس او ټیکنالوجۍ په دنیا کې د معنویت او حقیقت د چینې تږې دي ، نور هم جوتیږي. د هغه د اثارو مینه والو ته د موضوع په لحاظ د هغوی کتابونو لیسټ وړاندې کوو: الف : د اعتقادي اصولو په موضوع کې: آشنايي با علوم اسلامي  آشنابي با قرآن  اسلام و مقتضیات زمان  امامت و رهبري  امدادهاي غيبي در زندگي بشر  انسان در قرآن  انسان کامل  انسان و ايمان  انسان و سرنوشت 20 گفتار  پيامبر گرامي  توحيد  جهاد  جهانبيني توحيدي  حق و باطل ( به ضميمه احياي تفکر اسلامي ) حکمت ها و اندرزها  خاتميت  ختم پيامبر 10 گفتار  زندگي جاويد و حيات اخروي 6 گفتار  عدل الهي  فطرت  قيام و انقلاب مهدي (ع ) ( به ضميمه شهيد ) مساله ربا ( به ضميمه بيمه ) مساله حجاب  مساله شناخت  نظام حقوق زن در اسلام  وحي و نبوت  ولاءها و ولايت ها  نظري به نظام اقتصادي اسلام ب : د فلسفې په موضوع کې . اصول فلسفه و روش رئاليسم  الهيات شفا  حرکت و زمان در فلسفه اسلامي  شرح مبسوط منظومه  شرح منظومه  مقالات فلسفي  پ : د تربیت او روزنې په موضوع : اخلاق جنسي در اسلام و غرب  تعليم و تربيت در اسلام  فلسفه اخلاق  گفتار هاي معنوي ت : د تاریخ او ټولن پیژندنې په برخه کې : پيرامون انقلاب اسلامي  تکامل اجتماعي بشر  جاذبه و دافعه علي (ع) جامعه و تاريخ  حماسه جسيني  خدمات متقابل اسلام و ايران  داستان راستان  سيري در سيره ائمه اطهار (ع) سيري در سيره نبوي  سيري در نهج البلاغه  علل گرايش به مادي گرايي  فلسفه تاريخ  نقدي بر مارکسيسم  نهضتهاي اسلامي در صد ساله اخير ث : د ادبیاتو او عرفان په برخه کې  تماشاگه راز ( عرفان حافظ ) پر کتابونو سربیره دهغوی د ویناو او درسونو په سلګونو کیسټې هم د ایران په مختلفو کتابتونونو کې شته دي چې مینه وال ورته مراجعه کولی شي. یاد یې تل ژوند وي.

Add new comment