دایران دهنرمندانو له نظره له حضرت امام علي علیه السلام سره مینه

که چیرې دهنر او ادب تاریخ ته یوه کتنه  وکړو نو داسې ډیر هنري او ادبي اثار  او لیکنې وینو چې داسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم ص دزوم حضرت علي علیه السلام داخلاقي اوانساني فضایلو په ستاینې کښې لیکل شوي او دخلقت دنړۍ  دغه ستر شخصیت ته د ادیبانو او هنرمندانو د دلچسپۍ او پام ښودنه کوي . () حضرت علي علیه السلام یو داسې  ستر او بې ساری شخصیت دی چې د تاریخ په اوږدو کښې تل دلویانو لخوا ستایل شوی او مدح یې هم شوي ده او  حتی هغه کسان چې داسلام دین منونکي نه دي  حضرت علي  یې  یو بې ساری او ستر انسان بللی دی . جبران خلیل جبران دلبنان داسې عیسايي شاعر  او هنرمند وو چې داخلاقي او انساني موضوګانو په باره کښې لطیفې او شاعرانه لیکنې لري . جبران خلیل جبران په خپل یوه شعر کښې دحضرت علي علیه السلام  ستاینه کړي ده او ویلي یې دي :« زما په عقیده علي بن ابي طالب له پیغمبر اکرم ص وروسته دعرب قوم لومړنی سړی دی چې وجود یې په خپل قوم کښې دبشپړتیا ټول فضایل ورپو کړل او له دغو فضایلو یې  هغه ټول خلک خبر کړل  چې دې ته  ورته فضایل یې نه وو اوریدلي .نو  چا چې دعلي لاره خوښه کړه نو دفطرت  سلامتیا ته ستون شو او هغه څوک چې له علي سره د دښمنۍ له لارې داخل شو جاهلیت ته یې ترجیح ورکړ .» دلبنان ستر شاعر جبران خلیل جبران باوري وو « دوې (۲) پرګنې دعلي د رودې لیواله وې یوه  (۱)پرګنه دپاکو زړونو پوه کسان او دوهمه (۲) پرګنه هم ذوق لرونکي نیک کسان .» دلبنان دستر عیسايي شاعر جبران خلیل جبران په دغو خبرو استناد سره که چیرې دهنر او ادب تاریخ ته یوه کتنه وکړو نو داسې ډیر هنري او ادبي اثار وینو چې دحضرت علي علیه السلام داخلاقي فضایلو په ستاینې کښې ویل شوي او دخلقت ددنیا دغه ستر شخصیت ته د ادیبانو او هنرمندانو د مینې او پام ښودنه کوي .  () اسلامي هنر له اخلاقي او انساني مضامینو او دیني موضوګانو اخیستل شوي مفاهیم لري او مسلمان هنرمندان کوشش کوي چې په موضوع، چوکاټ  او داجرا په شکل کښې دین ته خپله پاې بندی وساتي . دایران هنرمندان له دغه چارې مستثنی نه دي او دایران دخلکو له مسلمانیدا وروسته  د  ایران هنرمندانو دهنر داسلامي  کولو او ددغه الهي دین له اصولو سره دهغه دسمولو لپاره خپله ټوله هڅه  وکړه . په هغو ډيرو ګډو ټکو سربیره چې داسلامي دنیا هنرمندان یې له یو بل سره لري دهغوې ترمینځ یو شمیر توپیرونه هم  لیدل کیږي . دنورو اسلامي هیوادونو له هنر سره دایران داسلامي هنریو ترټولو مهم توپیر داسلام په تاریخ کښې دحضرت علي علیه السلام شخصیت او رول او په هنري اثارو کښې دهغه رامینځته کیدا ته د ایران دهنرمندانو پام دی . دایران دهنر ډیر او بې شمیره اثار له قراني ایتونو، دتوحید او نبوت له بحثونو او دحضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم دشخصیت له ستاینې راخیستل شوي دي . که چیرې په دقت سره دغه پرتمینه تاریخ ته کتنه وکړو دایران دهنر ستره برخه دحضرت امام علي علیه السلام شخصیت او دهغه دبچیانو د شخصیتونو بیانولو ته بیله ده . البته باید دغه مهم ټکي ته اشاره وکړو چې په هنري اثارو کښې دغه غالبه کتنه او اهمیت دایران دخلکو له شیعه مذهب څخه راپورته دی ځکه چې په شیعه فرقې   کښې داسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم اهل بیت علیه السلام ځانګړی مقام لري او دغه چاره سبب شوي ده چې شیعه هنر په اسلامي دنیا کښې په پراخو هنرونو کښې په یوه ځانګړي هنر بدل شي . () دزړورتیا او تقوا دبیلګې او دپیغمبر اکرم ص د یوه ترټولو نږدې صحابي په توګه دحضرت امام علي  علیه السلام ژوند په تیرو پیړیو کښې دانځورونو د جوړولو او دشعرونو یو ترټولو دود مضمون دی . دبدر او خیبر  دجنګونو په شان دصدر اسلام په مهمو پیښو کښې دحضرت علي علیه السلام زړورتیاوې او هغه سرشیندنې چې هغه داسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم ص  د ژوند دساتنې لپاره کړي دایران دشاعرانو او ادیبانو په دلچسپۍ وړ موضوګانو کښې راځي . له حضرت امام علي علیه السلام سره داسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم مینه او احترام په خطاطۍ او خوشنویسیو کښې ښکاره  دی او په تاریخي ودانیو کښې په موجودو کتیبو کښې هم دغه مینې خپل اغیز شیندلی دی . هغه ودانۍ او ځایونه چې دایران په مختلفو کلیو ، ښارونو او سیمو کښې شته  په هر یو دحضرت علي علیه السلام مبارک نوم  لیکل شوی . دایران تاریخي ودانۍ په تیره بیا دجوماتونو په شان مذهبي ځایونه دکاشیکارۍ یا ټایلونو دلګولو او دښښتو دکار په شان دبیلابیلو هنرونو رامینځته کونکي دي او په ډیرو ودانیو کښې دحضرت امام علي علیه السلام نومونه او لقبونه استعمال شوي او دخدای ج له پاک نوم وروسته دحضرت علي علیه السلام نوم لیکل شوی . حتی  په سمر قند او هرات ښارونو کښې داسې جوماتونه شته چې دهغوې په دیوالونو ، منبرونو او مینارو دحضرت علي علیه السلام دنوم لیکل په دغو ټاټوبو کښې دعلي علیه السلام دمینه والو هنرمندانو دشتون ښودنه کوي . موسیقۍ () له حضرت امام علي علیه السلام سره مینه ، دهغه شخصیت ، تفکر ، باورونه ، وینا او کردار یوازې په تیر وخت پورې اړه نلري او دا داسې موضوع نه ده یوازې په تاریخي څیړنو کښې ترې استفاده وکړو . علي علیه السلام اوس هم او شاید له تیر وخت څخه زیات په ټولو قومونو، دینونونو او ډلو کښې مینه وال لري . نني هنرمندان  اوس هم دحضرت امام علي علیه السلام  خبرې بیانوي او دنویو رسنیو له لارې او دهنر په ژبه کوشش کوي له حضرت امام علي علیه السلام سره خپله مینه او دلچسپي وښي . دایران دسمفونیک ارکسټرا مشر او ننګ جوړونکي  شاهین فرهت دموسیقۍ څه دپاسه پینځه اتیا (۸۵) اثار  تولید کړي دي او د موسیقۍ په هغو هنرمندانو او استادانو کښې ګڼل کیږي چې داسلامي او دیني اصولو دبیانولو او دهغوې دپراختیا لپاره ډیره هڅه کوي . شاهین فرهت چې تیر کال یې دحضرت علي علیه السلام دشخصیت په چورلیز سره    غدیر سمفوني جوړه کړي ده ددغه سمفونۍ په باره کښې وايي :« دمقتیانو مولای حضرت علي علیه السلام دشیعه مسلمانانو لومړنی امام  دی  او هغه  یو وخت دمسلمانانو دکوټلتیا او داسلامي دنیا ددړې وړې نه کیدا دمخه دنیولو لپاره کور کښې کیناستلو ته  مجبوره شو او په دغه ستر امام ډیر ظلم او ستم وشو .ما دحضرت علي علیه السلام دډیرې پیژندګلوۍ او ټولو خلکو ته د غدیر خم دپیښې دمعرفي کولو لپاره  دغدیر په نوم سمفوني جوړه کړه . هغه وايي دغدیر سمفوني هڅه کوي دموسیقۍ په ژبې سره دعدالت او ښه والي دغه مظهر او بیلګې (حضرت  علي ) ته نږدې شي او انسانیت او شرافت دموسیقۍ په ژبه بیان کړي . دغدیر سمفونۍ په څلور(۴) موومان کښې جوړه شوي ده چې دحضرت امام علي علیه السلام شخصیت ،  په نهج البلاغه کتاب کښې دهغه حضرت تعلیمات، دامیر المومنین مبارزې ، دحضرت امام علي علیه السلام بریالیتوب او تراوسه دهغه دنوم پایداره پاتې کیدل ددغه سمفونۍ دبیلابیلو برخو چورلیزې موضوګانې دي . () دحضرت امام علي علي علیه السلام ددیني هنرونو میوزیم چې په تهران کښې دی دروان کال په روژې میاشت کښې دیوه (۱) مذهبي نندارتون کوربه دی . دحضرت علي علیه السلام په موضوع او چورلیزتوب سره دایران داوسمهاله انځورګرانو  انځورونه په دغه نندارتون کښې مینه والو ته وړاندې شوي او خلک کولای شي په  روژې مبارکه میاشت کښې دحضرت امام علي  علیه السلام په  باره کښې دایران دهنرمندانو او انځورګرانو نوي (NEW)  انځورونه او اثار وګوري . په تهران کښې دحضرت امام علي علیه السلام په دیني هنرونو میوزیم کښې دایدین اغداشلو ، عبدالمجید حسیني راد، انه محمد تاتاري  ، حبیب الله صادقي ، مهدي حسیني ، علي وزیریان ، جمشید حقیقت شناس او دعبدالمجید قدیریان انځورونه او تابلوګانې په دیوالونو لګول شوي دي . یو انځور چې دغه نندارتون ته   دتلونکو ډیرو خلکو پام یې ځان ته اړولی دی دایران د اوسمهاله هنرمند ایدین اغداشلو جوړ انځور دی . دایران د هنر دغه کارپیژاند او مخکښ په خپل انځور کښې وايي :« دبل هر انځور په شان چې جوړوم یم دحضرت امام علي علیه السلام د ژوند او شخصیت په هکله مو خپل اخیستون انځور کړی . په هرحال هیڅ څوک دا تمه نلري چې دحضرت امیر المومنین علي علیه السلام په شان دیوه ستر سړي دغه ټولې ځانګړتیاوې په یوه انځور کښې ورځاې شي ځکه چې دحضرت امام علي علیه اسلام ژوند ډیرې پیښې لرلي دي .» () دښاغلي اغداشلو په انځور یا تابلو کښې مونږ دیوه داسې سړي انځور وینو چې یوازې دی او هغه په یوې دښتې کښې روان دی او دانځور دپاسه هم یوه مشهوره خبره لیکل شوی ده . دتاریخ طبري او سیره ابن هشام په شمول تاریخي کتابونو کښې ویل شوي دي په احد جنګ کښې دحضرت امام علي علیه السلام  په زړورتیاوې پسې اسماني غږ  واوریدل شو چې ویل یې لا فتی الا علی لاسیف  الا ذوالفقار چې معنا یې ده هغه ځوان چې دځوانمردۍ حق ادا کوي علي دی او هغه توره چې دتورې حق ادا کوي ذوالفقار ده کله چې داسلام له ګران پیغمبر حضرت  محمد ص څخه دهغه په هکله پوشتنه وشوه نو ویې فرمایل دا دجبرئیل  غږ  دی چې دحضرت علي علیه السلام په ستاینه کښې یې وايي .» انځور انځورګر   ایدین اغداشلو دغه خبره په کوفي خط یا لیک سره چې هغه وخت دود   وو د سرو زورو په اوبو سره دخپل انځور یا تابلو په بره برخې لیکلي ده . اغداشلو دایران دانځورګرۍ د دود پراساس دحضرت امام علي علیه السلام دانځور له جوړولو ډډه کړي ده او داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص له وفات او دحضرت علي دشهادت تر وخته پورې ددغه ستر امام موقعیت  یې بیان کړی دی . هغه باوري دی چې دحضرت امام علي یوازې توب ددغه تابلو یا انځور اصلي مضمون دی .

Add new comment