د پاکستان په راولپنډۍ کښې د عاشورا د ورځې دسيسه د سپاه صحابه ډلګۍ لخوا پلان شوې وه

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې د عاشورا د ورځې له پېښې څخه چې هر څومره وخت تيريږي د هغې د پردې شا ته نوي نوي اړخونه په ډاګه کيږي. له دغو اړخونو څخه تر ټولو تازه يې دا دے چې د راولپنډۍ ښار د پوليسو مشر اختر عمر حيات په يو اخباري کانفرنس کښې اعتراف وکړ چې په دغه پېښه کښې فقط يولس تنه وژل شوي دي چې پکې هيڅ يو د ديني مدرسې جامعه تعليم القرآن زده کوونکے نۀ ؤ او دغه کسان د عاشورا په ورځ دغې مدرسې ته له بهر نه راغلي وو. د راولپنډۍ ښار د پوليسو مشر همدارنګ زياته کړه چې په دې حقله د خلقو لخوا ځينې دروغ خبرونه خپريږي چې هيڅ صحت نۀ لري. همدارنګ د پاکستان د غېر قانوني ډلګۍ سپاه صحابه لخوا په فېس بوک کښې يوه بيانيه هم خپره شوې ده چې پکې ويل شوي دي چې د عاشورا په ورځ له سپاه صحابه سره د اړوندې دغې تعليم القرآن نومې مدرسې تر لاندې د دوکانونو سوزونه د سپاه صحابه د ډلګۍ لپاره يو رحمت ؤ ‎، ځکه چې په دې کار سره به له دوکاندارانو سره هغه پخوانۍ لاينحله لانجه چې له لسګونو کلونو راهسې د کرايه په سر موجوده وه اواره شي. دغو دوکاندارانو به چې دغه دوکانونه يې په قبضه کښې وو ډېره کمه کرايه مدرسې ته ورکوله چې د نننۍ بيې په پرتله ناڅه کرايه وه او هيڅ ارزښت يې نۀ لرۀ نو اوس چې له سوزېدو نه پس دغه دوکانونه بيا له سره رغول کيږي نو کرايه به يې هم د ورځني قيمت مطابق وي . نو دغه دواړه رپوټونه دا ښودنه کوي چې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې د عاشورا د ورځې پېښه يوه څو هدف لرونکې او پلان شوې دسيسه وه چې د دغې دسيسې د عملي کولو لپاره د عاشور ا په ورځ د امام حسېن (ع) د وير او ماتم د جلوس وخت انتخاب شوے ؤ. په دا ډول چې کله د نورو کلونو په شان د خداے دګران رسول (ص) د قدرمن نمسي حضرت امام حسېن (ع) او د هغۀ د ملګرو د دردوونکي شهادت په ياد کښې د وير او ماتم جلوس له مدرسې سره تېرېدۀ نو د مدرسې د جومات خطيب د يزيد په حق کښې او د امام حسېن (ع) او د هغۀ د پېروکارو په سپکاوي کښې وېنا کوله او دغلته د موجودو د سپاه صحابه ډلګۍ کسانو لخوا د ((کافر کافر شيعه کافر)) نعرې اوچتې شوې چې په دې موقع ځينو شيعه ځوانانو دغه سپکاوي ونۀ زغملې شول او مدرسې ته په ننوتلو سره د پاکستان د دغه غېرقانوني ډلګۍ سپاه صحابه له غړيو سره لاس او ګرېوان شول او دغه وخت ؤ چې د دغې مدرسې ترلاندې دوکانونو ته اور ولګولې شو چې د اور لګولو لپاره وسائل له مخکې نه تيار کړې شوي وو. نوځکه د امام حسېن (ع) د ماتميانو لخوا چې هيڅ وسائل او امکانات يې نۀ لرل او تش لاس وو اور لګول او د دوکانونو لوټل او هغه هم د عاشورا له غم او درد نه په ډکه ورځ له حقيقت او عقل نه لرې خبره ده. نو بس په نتيجه کښې دا ويلې شو چې د سپاه صحابه او جهنګوي لښکر په شان غېرقانوني ډلګيو معلوم الحال ترهه ګرو چې د طالبانوله ډلې سره هم پياله او هم مسلک دي دغه دسيسه له مخکې نه پلان کړې وه چې له يوې خوا يې له دوکاندارانو سره د کرايه په سر پخوانۍ لانجه اواره شي او د پېښې مسئوليت هم د شيعه مسلمانانو په غاړه پريوزي او له بلې خوا هم د سني مسلمانانو په ذهنونو کښې د شيعه مسلمانانو څېره بدرنګه کړي او هم په حکومت باندې دباو راوړي چې له امامباړو او ودانيو نه بهر د وير او ماتم جلوسونه منعې کړي او بنديز پرې ولګوي چې په دا ډول د دغې ترهه ګرې ډلګۍ دغه پخوانے خواهش پوره شي  او له دې لارې د وهابي او سلفي تفکر په بنياد چې د سعودي عربستان د آل سعود حکومت لخوا تقويت کيږي په ټولنه کښې حسيني تفکر خاموشه او يزيدي تفکر رائج کړي.

Add new comment