چین او ایران دملګرتیاؤ پراختیا او داړیکو پیاوړتیاته ډير اهمیّت ورکوی

ایرنا خبری آژآنس راپورورکړ  دچین دحکومتی شوراغړي یانګ چیه چی  نن په تهران کې دایران دا سلامی شورا له مشر علی لاریجانی سره په کتنې کې ټینګار وکړ  ددواړو هیوادونو دسیاسی اوپارلیماني پلاؤ  تګ راتګ اوسلامشورې  دخپلو مینځیو  تفاهمونو دپيژندګلوۍ  او ددرک دپیاوړتیا سبب کیږي  او  په بیلابیلو ډګرونو کې دملګرتیاؤ دپراختیا بهیر چټک کیږي  ډاکټر علی لاریجاني هم په دغې کتنې کې   دچین او ایران ددووو ملتونو تاریخي اوکلتوری  اړیکې  ددواړو هیوادونو مناسباتو دپراختیا لپاره مهم ملاتړ وباله او وې ویل  دایران له نظره چین  په آسیا لوئې وچې  او نړیوالو معادلاتو کې یو مهم هیواد دی  او ایران ددواړو خواؤ ترمینځ  ددوو اړخیزو اونړیوالو  تعاملاتو دزیاتولو لپاره  دهرډول کړنو اوکړچارونو هرکلی کوي . هغه په دې خبرې کولو سره چې  دایران اوچین دلوړپوړو چارواکو هوډا واراده په بیلابیلو سیاسی ،کلتوری  اواقتصادي  ډګرونو کې دملګرتیاؤ   لاپراختیا ده  زیاته کړه باید  دواړه لوري  په بیلابیلو برخو په تیره  په صنعتي  او ا نرژۍ په ډګرونو کې  له شته ؤ ډيرو ظرفیتونو او توانمنیو  ددواړو  ملتونو په ګټه استفاده وکړي 

Add new comment