دایران او افغانستان امنیتي غونډه د دواړو هیوادونو لپاره اهمیت لري .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دامنیتي  چارو مرستیال دایران له اسلامي جمهوریت سره  ګډې امنیتي غونډې اهمیت لرونکي وبللې . له کابل څخه زمونږ خبریال وايي د ایران داسلامي جمهوریت او دافغانستان دوهمه (۲)ګډه امنیتي غونډه پرون په کابل کښې وشوه او  د ترهګرۍ، دنشه ایزو موادو له قاچاق سره دمبارزې ، او سرحدي مسایلو په شمول په مختلفو امنیتي موضوګانو بحث او دنظر تبادله وشوه . دافغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال محمد ایوب سالنګي وویل دسرحدي چارو ، دنشه ایزو موادو د قاچاق او ترهګرۍ سره د مبارزې په شمول امنیتي مسایل د دواړو هیوادونو لپاره اهمیت لري او دغو مسایلو ته دایران او افغانستان لخوا پام کول ضروي ده . دایران دکورنیو چارو د پولیسو او امنیتي چارو مرستیال عبدالحی هم وویل  افغانستان او ایران دوه(۲) ګاونډي ، دوست او ورور هیوادونه دي او داډول ګډي امنیتي غونډې د دواړو هیوادونو لپاره اهمیت لري . هغه وویل دامنیتي مسایلو په باره کښې د افغانستان او ایران لومړنۍ امنیتي غونډې ښې نتیجې ولرلې . ایران او افغانستان کابو نهه سوه پنځوس(۹۵۰) کلومیټره ګډ سرحد لري چې د سرحد اوږدیدل له افغانستان څخه ایران ته د نشه ایزو موادو د قاچا زمینه برابره کړي ده . دانسانانو قاچاق او د ورانکارو تګ رات هم نور مشکلات دی چې دایران او افغانستان سرحد ساتونکي ورسره د سرحدونو په اوږدو  مخ دي .

Add new comment