انسان په يوه شپه کښې نۀ شمر کيږي
انسان په فطري توګه ښۀ دے او دنيا ته بد نۀ راځي او له دې وروسته چې له بدني او روحي نظره وده وکړي نو د ځان لپاره ښه او بده لار غوره کوي. انسان له خداے او وجدان سره تل کوشش کوي چې داسې کار وکړي چې خداے پاک ترې راضي شي او د خپل وجدان له ملامتيا سره مخامخ نۀ شي. خو پکار دي ووايو چې شېطان انسان ته په سخت کمېن کښې ناست دے او تل کوشش کوي چې په هره طريقه وي انسان ته چې عظمت او تکامل ته د رسېدو په لټه کښې دے فرېب ورکړي او له سمې لارې يې بې لارې کړي.
نو اوس شېطان خپل هدف ته چې د رحمان له لارې څخه د انسانانو بې لاري کول دي د رسېدو لپاره زياتې طريقې استعمالوي چې يوه طريقه يې له دنيا، مقام، مشرۍ، ثروت، دولت او شهرت وغېره سره د انسان مينه پېدا کول دي.انسان چې کله مقام او ثروت ته په تېره بيا له ناروا لارې څخه ورسي نو داسې انسان ورو ورو له خپل خداے او خپل وجدان څخه لرې کيږي. د انسان تقوا هغه وخت د ارزښت وړ وي چې د سرمائې او دنياوي مقام د لرلو باوجود له حق څخه لاس وانۀ خلي. هيڅ ظالم، غل او قاتل په يوه شپه کښې ظالم، غل او قاتل نۀ جوړيږي. بلکې ورو ورو جوړيږي.
مګر شمر بن ذي الجوشن چې د عاشورا په ورځ يې د امام حسېن (ع) سر مبارک پرې کړ او يا خولي چې د امام مبارک سر يې په نيزه باندې وړلو په يوه شپه کښې داسې شوي وو؟ شمر د کربلا له واقعې نه شل کال مخکې د صفېن په جنګ کښې د امام حسېن (ع) د پلار مولا علي (ع) له پلويانو څخه او د دغه جنګ په زخمي مجاهدينو کښې شامل ؤ او د امام علي (ع) له عسکرو څځه ؤ، او يا د خداے د ګران رسول (ص) د ترور زوے زبېر چې په جنګونو کښې د خداے له ګران رسول (ص) سره ملګرے ؤ او يوه ورځ چې د خداے ګران پېغمبر (ص) وليدل چې زبېر په ډېره مينه علي (ع) ته ګوري نو د خداے ګران رسول (ص) ترې پوښتنه وکړه: زبېره ولې علي ته داسې ګورې؟ زبېر ورته عرض وکړ: يا رسول ا... علي خو زمونږ خپل دے کنه، زۀ ورسره ډېره مينه کوم. د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل: زبېره يوه داسې ورځ به راشي چې د دۀ مقابلې ته به راپاڅېږې، زبېر عرض وکړ، يا رسول ا... مګر دا کېدې شي چې زۀ دې د علي (ع) مقابلې ته راپاڅم؟ خو د خداے د ګران رسول (ص) له رحلت نه کلونه کلونه وروسته او د حضرت امام علي (ع) د خلافت په دوران کښې د جمل نومې جنګ جوړ شو چې زبېر په دغه جنګ کښې د امام علي (ع) مقابلې ته راپاڅېد چې امام علي (ع) هم د خداے د ګران رسول (ص) هغه وېنا زبېر ته ورياده کړه خو دغې خبرې پرې اثر ونکړ ځکه چې کله له دنيا او د دنيا له مال او مقام سره مينه زياته شي نو له معنوياتو سره مينه کمه او حتی صفر ته ورسيږي. زبېر نور نو د هغه وخت يو سرمايه دار کس ؤ او مشرۍ او مقام ته د رسېدو لپاره د جمل د جنګ له جوړوونکو څخه ګرځېدلے ؤ.
نو بس شمر هم دا رنګ کله چې د يزيد بن معاويه لخوا ورته سرمايه راروانه شوه نو له معنوياتو سره يې مينه صفر ته ورسېده او له مال او دولت سره په مينه کښې دې حد ته ورسېد چې د خداے د ګران رسول (ص) د پاک نمسي له سر پرې کولو يې هم ډډه ونۀ کړه.
قاضي شريح ته وګورئ کله چې د يزيد لخوا ورته د مال او زرو کسوړې راورسېدې نو د خپل نيکۀ له دين څخه د امام حسېن (ع) د وتلو او ارتداد فتوا يې ورکړه او حکم يې وکړ چې قتل يې روا دے. نو بس انسان چې په فطري توګه ښۀ دے په يوه شپه کښې شمر، خولي او شرېح نۀ دے جوړ شوے بلکې شېطان هغوي ورو ورو د رحمان له لښکر نه راجدا او په خپل لښکر کښې شامل کړي دي. شېطان په يو ځل انسان په يو لوے کار سره نۀ منحرفوي بلکې کوشش کوي له مختلفو لارو د انسان په دننه کښې نفوذ وکړي. په انسان کښې د شېطان نفوذ وړومبې د دين لا لارې دے چې کوشش کوي انسان د معنوي مسائلو په حقله بې پامه کړي. مثلا نمانځۀ ته پاملرنه نۀ کوي حتی فرض نمونځ هم په زور او جبر سره ادا کوي يا وائي خېر دے که نمونځ مې ادا نۀ کړ څه پروا نشته خداے لوے دے يا وائي چې خېر دے پروا نشته که نامحرم ته مې وکتل، او وائي دا ټولې خبرې ملايانو له ځانه جوړې کړې دي.
نو بس که انسان په دې مرحله کښې د ځان علاج ونکړي او په شېطان باندې د زړۀ له تله لعنت و نۀ وائي او شېطان يې وغولوي نو شېطان دويمې مرحلې ته داخليږي او انسان د اخلاقي او ديني مسائلو په نسبت له شک او شبې سره مخامخوي، شېطان ورته وائي: شراب په کوم ځاے کښې حرام دي؟ زنا چرته حرامه ده؟ دا خو ملايانو له ځانه خبرې جوړې کړي دي. نو بس که شېطان په دې مرحله کښې هم کامياب شو نو کمزورے انسان خپل تابعدار جوړوي او دريمې مرحلې ته داخليږي چې په دغه مرحله کښې انسان نور نو له کفر سره مخامخيږي. په ډاګه له خداے پاک سره جنګ ته تياريږي. نو بس شېطان په اول ځل له ستر کاره شروع نۀ کوي بلکې له وړو وړو څيزونو شروع کوي، شک پېدا کوي، انسان له ځينو روا قېدونو او پابنديو نه لرې کوي او انسان ته القاء کوي چې که دې لږ حرام وخوړل، لږ دې دروغ وويل نوڅه پروا نشته. کله چې انسان د وړو وړو مسائلو په اړه بې پامه او بې اعتماده شي نو ورو ورو سترو مسائلو ته خبره رسيږي او انسان له سترو او کبيره ګناهونو سره مخامخيږي. شېطان وړومبې انسان وړوکے او کموي او بيا يې بدوي. انسان تر هغه وخته چې له ستروالي نه وړوکوالي او سپکوالي ته نۀ وي رسېدلے نۀ بديږي.
د کوفې اتلس زرو خلقو امام حسېن (ع) ته خطونه وليکل او له امامه يې وغوښتل چې هغوي هدايت کړي او مشري يې په غاړه واخلي او کله چې امام د هغوي خطونو ته مثبت ځواب ورکړ او له خپلې کورنۍسره د کوفې په لور روان شو نو وې ليدل چې د کوفې خلق د خپل نفس غلامان شوي وو او د ابن زياد لخوا چې يزيد د کوفې والي ټاکلے ؤ ورته ګواښ، دړکې او لالچ ورکړے شو او دغه خلق ښۀ پوهېدل چې حق له امام حسېن (ع) سره دے خو شېطان وغولول او له ابن زياد څخه وويرېدل او هم د هغۀ د پېسو کسوړو ته رام شول. نو بس همدا وجه ده چې دنيا انسان ته فرېب او دوکه ورکوي او له سمې لارې يې بې لارې کوي.
Add new comment