د امریکا دفاع وزیر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی دی .
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې نن د امریکا دفاع وزیر چیک هیګل په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی .
تر اوسه ددې خبر جزیات نه دي خپاره شوي .
امریکا پر کرزي سخت زور اچولی تر څو له دې هیواد سره امنیتي تړون لاسلیک کړي خو کرزی تر اوسه په خبل دریځ ولاړ دی.
له دې وړاندې هم بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ملي امنیت سلا کارې سوزانه رایس او لوی درستیز جیمز ډابیز کابل ته سفرونه کړي ؤ تر څو په کرزي دا تړون وتپي خو هغوی ټولو وویل په دې بریالي نه شول چې ولس مشر کرزی له خپل دریځ واړوي .
د ناټو عمومي منشي اندرز فوګ راسموسن هم وايي که افغانستان له امریکا سره تړون لاسلیک نه کړي له دې هیواد سره به ټولې بهرنۍ مرستې بندې شي .
Add new comment