افغانستان د امریکا فشار ته نه تسلیمیږي .
د راپورونو په اساس د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وایي، افغانستان به د امنیتي تړون په اړه د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي.
فیضي پرون رویترز آژانس ته وویل؛ امریکا د افغانستان په حکومت کې پرځینو عناصرو فشار اچوي چې؛ امنیتي تړون لاسلیک کړي.
فیضي زیاته کړه، که چېرې واشنګټن فکر کوي چې؛ په کابل کې به ځیني عناصر جمهور رییس کرزی کوم فشار ته تسلیم کړي؛ دا بیخي غلط فکر او اشتباه ده.
فیضي په عین حال کې د کوم چارواکي نوم یاد نه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو له بیلابیلو لارو په افغانستان د سخت فشار اچولو هڅه کړې تر څو ولس مشر کرزی له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکولو ته وهڅوي .
کله ېې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو کله هم پر افغانستان د هر ډول مرستو درولو او کله هم له کوم بل چارواکي سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو خبره کړې ده .
Add new comment