د تهران د جمعې لمانځه خطیب په اټومي خبرو کې د ایران بریالیتوب، د ایراني ملت د مقاومت پامته داره وباله
د تهران د جمعې لمانځه خطیب، د جنوا په اټومي خبرو اترو کې د ایران د اسلامي جمهوریت بریالیتوب د ایران د ملت د مقاومت پام ته داره وباله.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب، آیت الله سید احمد خاتمي د سویس په جنوا ښار کې په وروستیو اټومي خبرو اترو کې له پنځه جمع یوډلې سره د ایران موافقې ته په اشارې سره وویل چې د ایران د ملت سرلوړي مقاومت دی نه د خبرو اترو میز او د هېواد او نظام مصلحت هم د مقاومت د فرهنګ په دودېدا کې دی.
آيت الله خاتمي پردې په ټينګار سره چې دښمن د ایران د ملت د مقاومت پروړاندې شاتګ ته اړ شو، وویل چې له دښمن سره په مقابله کې له انقلابي تاندوالي سره یوځای ډیپلوماټيکي هیڅې هم اړینې دي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همدارنګه ددې بیانولو سره چې د ایران د ملت دښمنانو له دې مخکې اجازه نه ورکوله چې په ایران کې دې د علم تحقیقاتو لپاره د سانټرپیوژ دستګاه کار وکړي، زیاته یې کړه چې اوس د ایران د ملت د مقاومت په مټ او د ایراني پوهانو د هڅو له برکته د سانټرپیوژ ۱۹ زره دستګاوې د کارکولو په حال کې دي.
آيت الله خاتمي همدارنګه د ایران اټومي مرکچي ټیم ته په سپارښتنې سره وویل چې د ایران ملت پر تاسوو باور لري، خو په هماغه کچه پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو بې باوره دي او تمه داده چې ډېر پام مو وي چې ددښمن په دسیسو کې بند نه شئ.
Add new comment