د فرانسې ولس مشر وايي ډير زر به مرکزي افریقا ته ځواکونه واستوي .
د فرانسې جمهور ریس فرانسوا اولاند په خپلو لنډو تلویزوني خبرو کې ټينګار وکړ بې له دې چې وخت ضایع کړو ډير زر به مرکزي افریقا هیواد ته ځواکونه واستوو .
د هغه په وینا دولت به په راتلونکي کې په دې اړه پارلمان ته توضیحات ورکړي .
د هغه په وینا همدا اوس مهال په مرکزي افریقا هیواد کې ۶۵۰ فرانسوي عسکر میشت دي چې ښايي تر څو ساعتونو ېې شمیر دوه چنده شي .امنیت شورا پرون د فرانسې هغه وړاندیز ومانه چې غوښتل ېې په مرکزي افریقا کې فوځي مداخله وکړي .
په افریقا کې که له یوې خوا د اسلام پالو جنګیالیو فعالیت زیات شوی لودیځ هم کرار نه دی ناست بلکې په مالي سومالي مرکزي افریقا نایجریا او نورو هیوادونو کې ېې د ځايي دولتونو او افریقايي اتحادېې د ځواکونو په منظمولو او تمویل سره په خپله هم دې جګړې ته وردانګلي او د اسلام پالو د فعالیت په وړاندې ېې ستره جبهه جوړه کړې ده .
Add new comment