د يزيد بن معاويه قبائح او پر ده باندي د لعنت ويلو شرعي حکم :

بسمه تعالی !!
محترمو مسلمانانو ! په دې برخه کښي د يزيد په باب ځيني أهم او ضروري داسي تفصيلات درته ذکر کوم چي د أهل السنت والجماعت له عقيدې سره موافق او د أهل السنت د علماؤ له معتبرو کتابو څخه مأخوذ دي .
يزيد په ۲۵هــ او چا ويلي دي چي په ۲۶هــ او چا ويلي دي چي په ۲۸هــ کي پيدا سوئ دئ ، او له خپل پلار معاويه څخه وروسته يې درې کاله او يو څو مياشتي امارت کړئ دئ ( کذا في جامع الأصول ) .
کوم قبيح او ناروا کارونه چي يزيد کول هغه په دې شرحه دي :
د شرابو چښل ، ارتکاب د زنا ، استحلال د محارمو ، د الله (جل جلاله ) د بيتې بې ادبي کول ، د مسجد نبوي بې احترامي کول وغيرها ( کذا في النبراس وحاشيته ) .
خو دغه ټول کارونه دده و درو عقل حيرانونکو فسادو ته دده ( العياذ بالله) لکه عبادت داسي ښکاره کيږي :
اول : په کربلا کښي د حضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) په شمول دده مبارک د کورنۍ او مخلصينو ۷۳ نفره په داسي ډول په شهادت رسول چي د کافر زړه يې هم نسي برداشتولائ ، او بيا د امام حسين سر مبارک پريکول ، بيا دده و حضورته وروړل ، او يا دده مبارک سر د حلقې او مجلس په منځ کي چښل چا و خوا شراب ورته چښل لکه چي تفصيل يې په تيره برخه کښي تير سوئ دئ .
دوهم : کله چي د مدينې منورې خلګ دده په مقابل کښي ودريدل ، نو ده و خپل فوج او عسکرو ته پر مدينه باندي د حملې کولو حکم ورکړ ، او دايې ورته وويل چي درې ورځي مدينه و تاسي ته حلاله ده ، هر څه چي په مدينه کښي کوۍ درته اجازه ده ، چي په نتيجه کښي يې ۱۰۰۰ ښځي د مدينې د اوسيدونکيو ددوۍ له زناکارۍ څخه حملداري سوې ، سره له دې چي په مدينه منوره کښي د أصحاب کرامو کورونه هم موجود ول .
دريم : د عبد الله ابن زبير ( رضي الله عنه) په مقابل کښي د الله (جل جلاله) پر حرم او کعبه شريفه باندي و خپل فوج ته حکم ورکول او بيا هغه تر سره کول ( انظر البداية والنهاية ، تاريخ طبري وغيره ) .
پر يزيد باندي د لعنت ويلو د جواز په باب د علماوو او امامانو د أهل السنت والجماعت نظرونه :
محترمو ورو ڼو ! په دې باره کښي د أهل السنت والجماعت د علماؤ نظرونه مختلف دي .
په خلاصه کښي چي په حنفي فقه کښي خورا معتمد کتاب دئ ، او دارنګه په احيآء العلوم کښي د امام حجة الإسلام ابو حامد غزالي داسي ذکر دي چي پر يزيد باندي او دارنګه پر حجاج بن يوسف باندي لعنت ويل روا ندي ؛ ځکه چي نبي (صلی الله عليه وسلم ) پر هغو خلګو باندي له لعنت ويلو څخه منع کړېده کوم چي لمونځونه کوي او له أهل قبلې څخه وي .
او ځينو علماوو د أهل السنت ، لکه امام ابن الجوزي ، امام أحمد بن حنبل ، قاضي ابو يعلی وغيره بيا په دې نظر دي چي علی الإطلاق پر يزيد � ملعون� باندي لعنت ويل جائز دي .
امام ابن جوزي په دې باره کښي مستقل کتاب جور کړئ دئ او په دې نامه سره يې مسمی کړئ دئ : الرد علی المتعصب العنيد المانع عن ذم يزيد .
او امام أحمد بن حنبل (رح) بيا په دې آيت سره دليل نيولئ دئ چي الله (عز وجل) فرمايلي دي :
فهل عسيتم إن توليتم أن تُفسدوا في الأرض و تقطعوا أرحامکم الئک الذين لعنهم الله .
او قاضي ابو يعلی په دې مبارک حديث دليل نيولئ دئ چي ر سول ( عليه الصلوة والسلام) فرمايلي دي :
مَن أخافَ أهلَ المدينةِ أخافَه اللهُ و عليه لعنة الله والملئکة و الناس اجمعين .
( انظر النبراسَ و لمزيد التفصيل البداية والنهاية ج ۸ ) .
صاحب د نبراس په ص۵۵۴ کښي په دې اړه خورا په زړه پوري تحقيق کړئ دئ .
ابن تيمية په خپله فتاوی کښي ذکر کړيدي چي د يزيد په اړه خلګ درې ډلي دي : يوه ډله يې کافر بولي ، بله ډله يې فاسق او فاجر بولي او بله ډله يې تر حضرت أبوبکر هم بهتر بولي ، خو صحيح خبره داده چي د مابين په قول عمل وکړ سي .
( والسلام و من الله التوفيق ، و هذا اخير ما اردناه بمناسبة المحرم الحرام و شهدآء کربلا ، ونسأل اللهَ أجره و ثوابه وبرکاته

Add new comment