د فلسطین ستونزې ته د ایراني او صهیونیسټي فلم جوړوونکو نظر

ګرانو لوستونکیو د فلسطین موضوع ته په سینما کې ډیرو فلم جوړوونکو پام ګرځولی او هر یو په خپل نظر او ګروهنې سره دغه مساله څیړلې ده . فلسطیني فلم جوړوونکي که څه هم په نورو هیوادونو کې اوسیږي خو د اکثرو فکر یې همدغه د خپل پلرني ټاټوبي نیواک او دصهیونسټانو غندنه ده . د دوي کړچار که څه هم ټیټې هسکې لرلې خو تر یوه حده توانیدلې چې په بیلا بیلو هیوادونو کې د صهیونسټ رژیم جنایتونه افشا کړي.
خو د نورو هیوادونو فلم جوړوونکي او ډایرکټران هم د فلسطین مسالې ته بې پامه نه دي پاتې شوې او په فلسطین او نیواکي ټاټوبي کې د صهیونسټانو د جرمونو او ظلمونو فلمونه یې جوړ کړې دي . خو په نننۍ وینا کې به هغو فلمونو ته یوه لنډه شان کتنه وکړو چې صهیونسټانو د فلسطین په هکله جوړ کړې او بیا به د ایرانیو فلم جوړوونکو په هکله هم لږې شان خبرې وکړو ، له تاسو هیله کوو چې په دغه پروګرام کې یو څو شیبې زمونږ ملګري پاتې شئ.
بې له شکه د نړۍ بانفوذ او پانګواله صهیونسټان د صهیونزم د غورځنګ ملاتړ کوي او په رسنیو او نورو هنری برخو کې ورته پراخ تبلیغات کوي. سینما ښایي تر ټولو لویه تبلیغاتی وسیله وي چې صهیونسټانو ورځنې خپل هدف ته د رسیدلو لپاره ډيره زیاته استفاده کړې ده . او هر کال پرله پسې ، د صهیونسټي لیدتوګې په دفاع کې فلمونه ، سریالونه او انیمشنونه جوړیږي.
په امریکا کې د فلم جوړولو د کمپینو لویه برخه د صهیونسټانو په لاس کې ده چې په شلمې پیړۍ کې له جوړیدو وروسته یې د صهیونسټي فلمونو په جوړولو پیل کړی دي دغو شرکتونو د مختلفو سینمایي فلمونو په جوړولو سره هڅه کړې ده نندارچیانو ته صهیونسټي لیدتوګه القا کړي او د یهود قام او د حضرت موسی علیه السلام له زمانې تر اوسه پورې د یهودیانو د سر ګردانۍ په هکله د ځینو مضامینو په کارولو او ځان مظلوم ښودلو سره د صهیونیسټانو په ګټه د خلکو احساسات راوپاروي.
له تاریخي نظره په نولس سوه اولسم کال کې د بالفور د اعلامیې له صادریدو او په فلسطین کې د دصهیونسټ رژیم له جوړیدو دانګلستان له ملاتړ سره په یو وخت د صهیونیسټانوله خوا د اسلام او فلسطینیانو په خلاف پراخې تبلیغاتي او پروپاګنډې حملې پیل شوې. په دغه پړاو کې صهونیسټان د دې لپآر ه چې د فلسطین په ټاټوبي کې ځانته دولت جوړ کړي او فلسطینیان له خپل پلرني ټاټوبي وشړي داسې فلمونه جوړول چې پکې یهودي اتلان د فلسطینیو مسلمانانو له خوا ځوریدل او د خپل حق د بیرته اخستلو لپاره یې هڅه کوله . د « د ټاټوبی بچی» «یهودي ډله« او « د پلار کور مې» فلمونو دغه شان مینځ پانګې لرلې او د صهیونسټ رژیم د جوړولو لبپاره د عمومي افکارو د زمینه برابرولو دنده یې په غاړه لرله . دغه اثار چې د اسلام څيره یې هم داغي کوله له داسې اثارو سره یو ځای وو چې پکې د صهیونیسټانو کړچار موجه او روا ښودل کیده .
خو له نولس سوه اته څلویښتم کاله چې صهیونسټ رژیم جوړ شو ، د صهیونستانو سینما نوې پړاو ته داخله شوه . فلسطین ته د مهاجرت له پاره دهغوی یهودیانو هڅول چې له دغه ټاټوبي بهر په نورو هیوادونو کې اوسیدل او د عربو ښاریزو په خلاف د صهیونسټي ډلو د جنایتونو توجیه په دغه پړاو کې د صهیونسټانود خوښې موضوعات وو چې په خپلو سیمنایي فلمونو کې یې بیانول.
په نولس سوه اوه شپیتم کال کې د عربو اوصهیونسټانو تر مینځ د جون میاشتې له جنګه وروسته چې پکې صهیونسټ رژیم د عربو ډیرې ځمکې وتروړلې ، ډیر مهم صهیونیسټي فلمونه جوړ شول . هغه اثار چې پکې د صهیونسټو عسکرو د انساندوستۍ او میړانې درنښت کیده . عرب به یې شاته پاتې والي ښودل او نیواکي ټاټوبی یې د یهودیانو لپاره یو امن ځای ښوده .
په سینما کې د فلسطینانو د څیرې د خرابولو لپاره د صهیونسټانو غلی غی حرکت تر دې ورسیده چې د مثال په توګه د « په عنتبه د حملې» په نامه فلم کې د فلسطین مظلوم او تر فشار لاندې خلک د ترهه ګرو ملاتړي وښودل شول او د فلم په پای کط د اسراییلو د جعلي رژیم پوځ د یهودیانو ملاتړی او ژغورونکی معرفي شو.
په وروستیو کلونو کې او د نړۍ په یوې مهمې مسالې د فلسطین د بحران په بدلیدلو او په تیره بیا په غزې کې له خونړیو جنګونو وروسته د هالی ووډ د ډایرکټرانو نظر دغه موضوع ته تر یوه حده بدل شو او له صهیونسټ رژیم سره د فلسطینیانو اړیکي اوس په فلمونو کې زیاتې انځوریږي. د اسټیون سپیلبرګ په ډایریکټرۍ « مونیخ» فلم له دغو اثارو ګڼل کیږی . سپیلبرګ له دې مخکې د هولوکاسټ په هکله د « شینډلر فهرست» په نوم فلم جوړ کړی و.
د مونیخ په نامه فلم په نولس سوه دوه اویایم کال کې د مونیخ په المپیک کې د صهیونسټو لوبغاړو د ترور او یرغمل نیونې کیسه ده چې له دې وروسته د فلسطینیانو په وژلو سره د صهیونستآنو د غچ اخستلو عملیات په درسته نړۍ کې دوام مومي.
په دغه فلم کې د صهیونسټ رژیم د ځینې لوبغاړو وژله یوه نه بخښل کیدونکی جنایت او د دغه رژیم د عسکرو لخوا د فلسطینیانو وژله یو منطقي او سم ځواب ګڼل کیږي. په دغه فلم کې د فلسطین د مقاومت مشران د صهیونست نیواکګر رژیم له خونړیو مشرانو سره یو شان ګڼل کیږي او د هغو کسانو چې یو وطن یې غصب کړی او هغو کسانو چې له خپله کوره په زوره شړل شوې تر مینځ هیڅ فرق نیشته . البته د دغه نښتو لپاره یوه حل لاره هم وړاندې کیږي او هغه د بحران د ختمیدو لپاره د دواړو لورو ترمینځ پخلاینه او سازش او د صهیونسټانو له خوا د فلسطین د نیواک دوام .
خو دا یران د اسلامي جمهوریت سینما چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ یوه پرمختللې سیمنا وه د اسلام دغه لویې مسالې یعنې د فلسطین شخړې ته څه نظر لري او له دغه ولسه یې څنګه تصویر وړاندې کړی دی ؟ یقینا تاسو ته به هم پته وي چې د ایران اسلامي انقلاب د فلسطین د ازادۍ له آیډیال او له نیواکي فلسطین سره عجبیه شیان پيوند لری او د غورځنګ له هماغه پیله ، د دغه مسالې په هکله د امام خمیني علیه الرحمه حکیمانه او بیا بیا تاکیداتو ته ډیر پام شوی دی.
د « سرب» په شان فلمونه زیاتره د صهیونسټانو د داخلي اړیکو په هکله دي خو که له دې تیر شو په ایران کې څواوږده سینمایی فلمونه هم جوړ شوې چې چورلیز یې د فلسطین د خلکو مقاومت او د دغه ټاټوبي د نیواک او دهغه د حقیقي ماهیت په هکله د ځینې واقعیاتو بیانول دي.
لومړی ایرانی فلم چې په دې موضوع جوړ شوی « آتش پنهان» دی چې حبیب کاوش جوړ کړی او کیسه یې د صهیونستانو له خوا د فلسطینیي کیمپونو صبرا او شتیلا له قتل عامه وروسته راپیدا شوې پیښې دي او هڅه کوي چې په فلسطینیانو او حتی یهودیانو د قاتلانو د بې رحمۍ او ذلالت اوج نندارې ته وړاندې کړي.
« لبنان عشق من» « قاعده بازي» « قناري » او «هیام» فلمونه له هغو اثارو دي چې داستانونه یې د انتفاضې په ډګر راچورلي او هر یو له نیواکګرو سره په مبارزه کې فلسطینیانو د ژوند یوه ګوښه او د صهیونسټآنو غیر انساني او زیږ اعمال نندارې ته وړاندې کوي.
د فلسطینیانو مبارزې او د دغه ټاټوبی د نیواک د غندنې مضامین په وروستیو کلونو کې هم د ایرانیو فلم جوړوونکي د پام وړ وو. د پرویز شیخ طادي جوړ، شکارچی شنبه ځلانده فلم له هغو اثارو دی چې د فلسطین په هکله جوړ شوی او د فلسطینیانو په هکله د صهیونسټ رژیم د چلوونکو او مشرانو کړچار ته په نیغ په نیغه اشارې سره دهغوي افراطي عقیدې هم څیړي او د افراطي صهیونسټانو داخلي مناسبات افشا کوي.
یوه یهودۍ ښځه چې د میړه له مرګه وروسته یې له یو مسیحي سړي سره واده کړی دی ، خپل ماشوم دهغه د نیکه له زیات ټینګار او حقوقي اقداماتو وروسته هغه ته سپآري ، دماشوم نیکه چې د صهیونزم د یو فکري بهیر مشر دی په غیر انساني او وحشیانه اقداماتو سره د دغه ماشوم فکر او ذهن بدلوي او هغه له پاک انساني فطرته لرې په یو زیږ، خطرناک او خونړي انسان بدلوي.
دا فلم نیغ په نیغه د فلسطین مساله نه څیړي خو د نیواکګرانو فکري ماهیت او د افراطیانو د وحشیتوب اندازه انځوروي.
په پای کې غواړو د یو هنري ، ځلاندي او اغیز شیندونکي فلم یادونه وکړو چې د په نولس سوه اته څلویښتم کال کې د صهیونسټ رژیم د ناروا نطفې د جوړیدو له وخته د فلسطین دخلکو مظلومیت بیانوي. ایرانی فلم جوړوونکی ارواښاد سیف الله داد، د « بازمانده» په نوم فلم په نولس سوه څلور نویم کال کې د غسان کنفاني په لیکنه « حیفا ته د ستنیدو« کیسې ته په پام سره دغه د دغه فلم کیسه ولیکله او بیا یې پر ې فلم هم جوړ کړ. دغه فلم که څه هم د فلسطین د مقاومت خبره کوي خو دغه مضمون په ځای د دې چې د ډایلاګ، کلام اوشعار په بڼه بیان شي د کیسې په تنه بوده او د فلم په ډراماتیک روایت کې ځای کړی شوی او ، تیښتې، او تعقیب په شان له فلمي جذابیتونو پکې استفاده شوې ده .
د فلم کیسه څه داسې ده چې حیفا ښار د نیواکګرو له خوا نیول کیږي او ډاکټر سعید له خپلې میرمنې او بچي سره یو ځای مجبوریږي چې دغه ځای پریږدي د نیواکګرانو په یرغل کې ده دغه ښځه اوسړی شهیدان کیږي او بچی یې یوې یهودي جوړې ته چې دهغوی په تیار کور کې اوړوي ، سپارل کیږي. د ډاکټر سعید مور چې په اوله کې د سیاسي چارو او وسلوالې نښتې مخالفه وي له د غه یهودي جوړې دخپل لمسي دبیرته اخستلو په کوشش کې د فلسطین په اسلامي مقاومت کې شاملیږي. او د راتلونکي نسل د نجات لپاره دغه کار ضروري ګڼي .
د فلسطین د غورځنګ اسلامي هویت او راتلونکي نسل او د مبارزې دوام ته د فلم جوړوونکي هیله لرونکی نظر ، د دغه فلم اصلي پیغام دی چې په ډیر ښه ډول د فلم په داستان کې راغلی او هغه یې په یو پاتیدونکي سینمایي اثر بدل کړی دی.
په دې ډول وینو چې دفلسطین قضیه که څه هم د نړۍ په نننۍ سینما کې ډيره تر نظر لاندې ده خو دسینما مخاطبان د فلم جوړوونکو د مختلفو نظریاتو او اندیښنو کتونکي دي . هغه اندیښنې او افکار چې له انساني او اخلاقي ارزښتونو سره د هغوي په پابندۍ او یا نه پابندۍ سره نیغ په نیغه اړه لري.

Add new comment