طالبان دې د سولې له لارې د بهرنيانو شتون او د جنګ د دوام بهانه ختمه کړي

د افغانستان حکومت د طالبانو د وروستۍ اعلاميې په اړه وايي، چې دوى دې د سولې د لارې په خپلولو سره په هېواد کې د بهرنيانو د شتون او د هغوی د جنګ د دوام لپاره بهانه ختمه کړي .
افغان حکومت وايي که د طالبانو دغه وروستۍ اعلامیه په ريښتیا د طالبانو دریځ بیانوي او دوی پخپل دریځ کې صادق وي او د عمل استقلال ولري نو د سولې د لارې په خپلولو سره دې په افغانستان کې د بهرنیانو د شتون او د هغوی د جنګ د دوام لپاره بهانه ختمه کړي.
دغه بیانیه وايي افغانستان ولسمشر پوهيږي چې د هېواد په روان ناورین کې د بهرنیانو ونډه څومره او په کومه کچه ده.خو هیله مو دا ده چې زموږ افغان طالب وروڼه په هېواد کې د روان ناورین ابعاد درک کړي،د سولې هڅې راسره شریکې کړي،خپل هېواد ته راستانه شي،د خپل هېواد په ودانولو کې ونډه واخلي او د خپلو افکارو لپاره سیاسي مبارزه وکړي، تر څو موږ ټول د افغانستان خلک یو موټی او په پوره اتحاد د هر بهرني له احتیاجه ځان خلاص کړو او د تېري په صورت کې یې ټول یو ځای ورته کلک ځواب ورکړو.
طالبانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې له امریکا سره د امنیتي تړون په هکله د افغانستان د اولسمشر د دریځ په اړه څرګندونې شوي دي.
په دې اعلامیه کې د امنیتي تړون د په اړه د هېواد د ولسمشر د شرایطو ضمني تأييد شوی،خو سوله او بین الافغاني تفاهم یو ځل بیا د بهرنيانو پر وتلو پورې مربوط بلل شوی دی.
کابل کې د ولسمشرۍ دفتر واي، چې بهرنیان طالبان پلمه ګرځوي او پر بېګناه وګړو حملې کوي او طالبان بهرنیان بهانه ګرځوي او بېګناه ولس تر بریدونو لاندې نیسي.
په خبر پاڼه کې راغلي طالبان وایي ترڅو امریکایان په افغانستان کې شته،دوی به جګړه کوي او امریکایانو له القاعده او طالبانو سره جګړه د خپل شتون لپاره پلمه ګرځولې،خو ددغه مرموزې جګړې بیه زموږ ملت ورکوي.

Add new comment