درې امتحاني قيفونه
نثار احمد صمد
سرچينه : د پند او عبرت قصې ، لومړي ټوک
عباسي خلافت چي مرکز يې عراق وو، يو طلايي عصر بلل سوي دئ. يوه ورځ د يو ډېر لوي عالِم کوم ملګري هغه ته وويل چي ما ستا د فلاني دوست په باره کي يو څه اورېدلي دي. عالم ورته وويل چي يوه شيبه صبر وکړه. مخکي له دې چي يو څه راته ووايې زه غواړم هغه امتحان کړم چي هغه د درو قيفونو څخه د تيرېدو ازموينه ده.
سړي ورته وويل چي څنګه درې امتحاني قيفونه؟ پوه ورته وويل: مخکي تر دې چي د هغه سړي په باره کي يو څه راته ووايې نو لومړي بايد وګورو چي هغه خبره يا ادعا يا آوازه تر دغو قيفونو تيرېداي سي که يا. لومړني قيف (حقيقت) دئ، آيا ته مطلقاً ډاډه يې چي کومه خبره چي راته کوې يې، رښتيا ده؟
سړي ورته وويل چي زه نه پوهيږم خو صرف اورېدلي مي دي. عالم ورته وويل چي ته اصلاً خبر نه يې چي هغه به صحيح وي که يا! اوس به دوهم قيف ته راسو، او هغه (ښه والي) دئ، آيا هغه څه چي ته يې ما ته ويل غواړې ښه خبره ده؟
سړي ورته وويل چي زه نه پوهيږم. عالم ورته وويل چي د هغه څه په باره کي چي ته يې راته وايې مطمئن نه يې چي هغه ښه يا ګټمن دي. اوس به درېيم قيف ته راسو، چي هغه (ګټه او فايده) ده. آيا هغه څه چي ما ته يې وايې، ګټه راته لري يعني په درد مي خوري؟ سړي ورته وويل چي نه پوهيږم.
عالم ورته وويل: نو نتيجه دا سوه چي ما ته داسي خبره ويل غواړې چي نه رښتيا ده، نه ښه ده او نه هم ګټه لري، نو ولي يې راته وايې؟
سړي سرځوړي او متوجه سو او بس پر همدې ځاي اصلاح سو.
د قرآن د الحجرات سورت دوولسم آيت د همدې غيبت، تهمت، بد ويلو، پس ګويي او ملنډو په باره کي ارشاد فرمايي.
هو! که هر مسلمان د قرآن د هداياتو سره همدغسي عمل وکړي او د چا پر بې نتيجه خبرو غوږ و نه نيسي نو مقابل طرف به پخپله اصلاح سي او جامعه به له مصيبته خلاصون ومومي، که نه هر څه به هغسي وران وي لکه فعلاً چي دي.
منبع : د ليکوال اثر : ( د پند او عبرت قصې ـ لومړي ټوک ؛ ۲۰۱۰ ) ؛ ۱۷۸ ـ ۱۷۹ مخونه .
Add new comment