حضرت عيسي عليه السلام چاته راغلي وو؟
مولوي عصمت الله عزام
بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم امابعد:
دحضرت عيسي عليه السلام په هکله صحيح خبره داده چي هغه دټولي نړۍ لپار نه بلکي يوازي دبني اسرائيلولپاره رالېږل شوي وو.
په خپله حضرت عيسي عليه السلام په وارو واروويلي دي چي هغه بني اسرائيلوته راغلي دي.
الله پاک دده په هکله فرمايي: ( وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرائيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ(الصف ۶){اويادکړه دمريم دزوي عيسي(عليه السلام) هغه خبره چي هغه ويلي ووچې اې بني اسرائيلو:زه تاسوته دالله لېږل شوي استازي يم)
په بل ځاي کي الله پاک دده په هکله فرمايي:وَرَسُولًًااِلي بَنِي اِسرَائِيلَ(سورة آل عمران آيت:۴۹)
ژباړه:اوبني اسرائيلوته دي پيغمبر(لېږو)
نوپه دغو مبارکو آياتونو کي په صراحت ويل شوي چي هغه يوازي بني اسرائيلوته راغلي وو،زموږدپيغمبرجناب محمدرسول الله صلي الله عليه وسلم په څېرنه ووچي نبوت يې عام،دټول انسانيت لپاره اوترقيامته پوري دي.
دغه خبره چي حضرت عيسي عليه السلام عالمي پيغمبردي،دټولي نړۍ لپاره راغلي دي،دلومړي ځل لپاره پولس رامنځ ته کړه چي يومنافق يهودي وو،له ده مخکي دغي عقيدې په عيسايانوکي سابقه نه درلودله،داپه داسي حال کي چي دغه خبره دحضرت عيسي عليه السلام ددعوت سره په څرگنده ټکرده لکه څنګه چي الله پاک دهغه خبره بيان کړې ده اوهمدارازداوسني انجيل دبيان سره هم ټکرده هغه داسي وايي:عيسي جواب ورکړو:زه تش داسرائيل دکورنۍ دورکوشووگډو(پسو)لپاره رالېږل شوي يم(انجيل متي باب :۱۵آيت :۲۴)
نومعلومه شوه چي دپولس دعوه بې ځايه اووروسته رامنځ ته شوې ده اوصحيح خبره داده چي حضرت عيسي عليه السلام يوازي دبني اسرائيلولپاره رالېږل شوي وو.
نوپه داسي حالت کي چي عيسايان دعيسايت په طرف له بني اسرائيلوپرته نوروخلکوته بلنه ورکوي،داله دې امله هم ناسم اوغلط کاردي چي حضرت عيسي عليه السلام خوددوي لپاره نه دي راغلي.
نودحضرت عيسي عليه السلام دين خوله يوې خوامنسوخ دي اوپه اصلي بڼه کي وجودهم نه لري اوله بلي خواکه باالفرض منسوخ نه شي اواصلي انجيل پيداشي نوبياهم دعيسايانوله خوامسلمانانوته اوټولونړۍ والوته له دې امله هم دعوت ورکول غلط دي چي حضرت عيسي عليه السلام خودټولي نړۍ لپاره نه دي راغلي بلکي يوازي بني اسرائيلوته راغلي دي.
پاي
وصلي الله علي نبينامحمدوعلي آله واصحابه اجمعين
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=57516#ixzz2mL7xYBRr
Add new comment