افغانستان بيا هم د نړۍ فاسد هېواد اعلان شو

د پژواک خبري آژانس د راپور له مخې د روڼوالي نړيوال سازمان له خوا د ٢٠١٣ کال په نوي خپاره شوي راپور کې افغانستان يو ځل بيا په نړۍ کې لومړى درجه فاسد هېواد اعلان شوى دى.
د روڼوالي نړيوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) له خوا د فساد په اړه کلنى راپور نن (د ليندۍ ١٢مه) خپور شوى دى.
د روڼوالي نړيواله اداره، چې په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې جوړه شوې او مرکز يې د جرمني په برلين کې دى، د نړۍ په يو سلو اتيا هېوادونو کې دفترونه لري، چې د فساد په اړه معلومات راټولوي.
دې ادارې په خپل کلني راپور کې، چې په کې د نړۍ په ١٧٧ هېوادونو کې د اداري فساد موارد څېړل شوي، افغانستان ته ېې له سوماليا او شمالي کوريا سره يو ځاى لومړى مقام ورکړى دى.
د راپور د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٣ کال کې هم افغانستان، سوماليا او شمالي کوريا له ۱۰۰ څخه تر ټولو کمې اته، اته نومرې اخيستې دي.
تیر کال هم افغانستان په همدې نومورو د نړی تر ټولو ډیر په مالي فساد ککړ هیواد پيژندل شوی ؤ
په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د افغاني شبکې مشر ډاکتر شفيق همدم ياد راپور تاييدوي او وايي چې رښتيا هم په افغانستان کې فساد ډېر شوى دى.
هغه پر ياد راپور د اندېښنې په څرګندولو ترڅنګ وايي، نور هېوادونه پرمختګ کوي، خو افغانستان شا ته روان دى.
همدم پژواک اژانس ته وويل: ((دا موږ افغانانو او حکومت ته ډېر د شرم ځاى دى، چې د هر کال په تېرېدو سره زموږ په هېواد کې فساد زياتېږي.))
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د شعارونو او تشو ژمنو پر ځاى دې د اداري فساد پر ضد په سمه توګه او کلکه مبارزه وکړي، مفسد چارواکي له دندو ګوښه او د قانون منګولو ته وسپاري.
که څخه هم د افغانستان حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه دى ښودلى، خو پخوا يې دا ډول راپورونه رد کړي دي.

Add new comment