امیر عبداللهایان: په سوریه کې د ترهګرو وسله وال کېدل سټراټیکه تېروتنه ده
په عربي او افریقايي چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په سوریه کې د ترهګرو هرډول وسله وال کېدل سټراټيژیکه تېروتنه وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې، په عربي او افریقايي چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، حسین امیر عبداللهیان نن په تهران کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او امنیتي چارو د عمومي مدیر، سانډرو ډبر نارډین سره په کته کې وویل چې ایران ته په سوریه کې د پوځي عملیاتو ترسره کولو او د ترهګرو له هرډول وسله وال کېدو له امله اندېښنه په ډاګه کړې او دا کار یې سټراټژيکه تېروتنه بللې ده.
امیر عبداللهیان ددې په بیانولوسره چې نړیواله ټولنه اوس دې نتیجه ته رسېدلې ده چې د سیمه ییزو په ځانګړې توګه د سوريې د کړکیچونو حل لاره پوځي نه ده، زیاته کړه چې د سوريې خلک او دولت له ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره په مبارزه او د اصلاحاتو په پرځایښت کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د ساسي چارو عمومي مدیر د سیمې په بدلونونو کې د ایران او ایټالیا رول مهم وباله او ټينګار یې وکړ چې له ترهګرۍ او له سخت دریځۍ سره د مبارزې په بهیر کې د ایران او ایټالیا لیدتوګې یوشان دي، ځکه سخت دریځي نه یوازي د منځني ختیځ لپاره خطرناک ګواښ دی، بلکې د نړۍ لپاره ګواښ دی.
Add new comment