موږ ولي ناکامه يو؟

 ژباړه: جاويد حيدرزي

 موږ وينو چې 21 پېړۍ د مسلمانانو له پاره د وژنو، وينو تويولو، ظلم ، ګناه او بې لارېتوب پېړۍ ده او د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې غير مسلمانان په مسلمانان، مسلمانان په مسلمانانو او د خپلوانو ظلم په خپلوانو په تيزۍ روان دي.

په دې جګړيز او خرابو شرايطو کې ځنې سيکولر، فاسد، بې لارې، بي دينه او منافق کسان غواړي چې د خلکو په تېره بيا د مسلمانانو په ذهنونو کې داسې انګازې پيدا کړي چې اسلام واقعيت نلري، که خداي د مسلمانانو مرسته کوي؛ نو ولې مسلمانان په هر ځاي کې شا ته پاته او ناکام دي؟ ولې په مسلمانانو تيري کيږي او په سپک نظر ورته کتل کيږي؟

 چېرته دى هغه خداي چې له مسلمانانو سره مرسته وکړي او دوي وژغوري؟ ولې دومره دعاګانې او چيغې نه اورېدل کيږي؟

 ځنې لار ورکي وايي چې خداي (ج) په قرآن کې ويلي چې موږ اسلام او مسلمانان پر باطل بريالي کړل؛ نو ولې نن هر څه چپه راوځي؟

 آيا د خداي وعدې بدلې شوې؟ د دې راز جاهلانه پوښتنو ټول ځوابونه منفي دي.

هوکي، قرآن همغه قرآن دي، الله تعالي همغه سبحان و تعالي دي، رسول الله (ص) په خپل ځاي دي او سنت د پخوا په شان سنت دي؛ خو دريو خبرو ته بايد ځير شو:

لومړي: مصيبت او ازموينه: الله پاک مسلمانانو ته ويلي چې: ستونزې، کړاوونه، فشار، مصيبتونه او .... په صبر وزغمئ!

خداي (ج) په دې اړه تاسې ازمايي، او اصلي برياليتوب دي (البقره، 155 – 156، الکهف 7، الملک 2).

دوه يم: مسلمانان يو د بل وروڼه دي؛ خو د مشرکينو او کفاره وروڼه ندي، چې خداي د مسلمانانو ملګري او مرستندوي شي، هسې نه چې مسلمانان يو له بل سره دښمنې او د اسلام له دښمنانو سره ملګري او ورورولي وکړي(المايده 57، الحجرات 10، آل عمران 28).

درېيم: خداي (ج) د رښتينو مومنانو ننګه او مرسته کړي، نه له هغو سره چې وينا يې اسلامي؛ خو كړنې يې غير اسلامي وي. د خداي وعدې له مسلمانانو سره واقعي دي نه له هغو کسانو سره چې د الله ځينې احکام او اوامر مني او ډېر يې نه مني. ګورو چې همدا مسلمانان پخپله جنايت کوونکي او تباه کوونکي دي چې د دنيا لار يې نيولې ده. د الله (ج) وعده او مرستې له دې مسلمانانو سره نشته(البقره 85).

بايد په دې پوه شو چې د الله (ج) مرستې او ننګه له هغو کسانو سره ده چې دين يې سل په سلو کې منلي وي. نه له هغو کسانو سره چې د دين هغه برخه چې د ده په خوښه وي، مني او هغه برخه چې ورته ستونزمنه ښکاري پريږدي، داسې کسانو ته بشپړ مومن نه ويل کيږي.

که د پيغمبر(ص) اصحاب كرام د ژوند په ډېرو ډګرونو کې بريالي وو او الله (ج) يې دعاوې ژر قبلولې؛ ځکه چې دوي بشپړ مومنان وو او د پيغمبر(ص) پوره اطاعت يې کاوه (البقره 208، آل عمران 119، التوبه 86).

اوس به د څو دقيقو له پاره ځان او د ننۍ پېړۍ مسلمانانو ته ځير شو چې په کومه کچه مو د الله (ج) احکام عملي کړي دي؟ آيا زموږ ټول کارونه له قرآن او نبوي لارښوونو او سنتو سره برابر دي؟ آيا د رسول(ص) او د هغه د اصحابو كرامو په پل روان يو؟ او همداسې سلګونه نورې پوښتنې چې ځواب يې (نه) دي. له همدې امله بايد خجالت وباسو او دا ومنو چې موږ د رسول(ص) او د هغه د اصحابو كرامو په لار نه يو روان؛ نو آيا الله (ج) به زموږ دعاوې ومني؟

 د 21 پېړۍ مسلمانان هغه څه غواړي چې رسول الله (ص) او د هغه يارانو نه غوښتل، لکه د مال او دنيا مينه، د اولاد او ښځې مينه، د ګاډي، مقام، نوم، قوم، فحشاه او داسې نور چې د دې پېړۍ د مسلمانانو په زړونو کې يې ځاي نيولي او د الله (ج) ، رسول(ص) او اصحابو كرامو له پاره په كې هيڅ ځاي پاته نه دى.

موږ دې نتيجې ته رسيږو چې په اسلام کې نه يوازې هيڅ ستونزه نشته، بلکې اسلام تل بريالي و او وي به. ستونزه په دې کې ده چې رښتيايي مسلمانان لږ دي؛ نو د الله (ج) وعدې زموږ په شان کسانو ته نه، د هغو کسانو له پاره دي چې د الله (ج)، د رسول(ص) او د هغه د اصحابو كرامو په شان وي. كه موږ ځانونه روحاً، ذهناً، قلباً او عملاً بدل نکړو، الله (ج) به مو تر ابده پورې بدل نکړي (الرعد 13)

د المومن 60 آيه داسې فرمايي چې: خداي له تا غواړي چې ته هغه وغواړې او هغه ياد کړې چې هغه ستا مرستندوي شي؛ يو کس له ابراهيم ادهم(رح) څخه پوښتنه وکړه چې موږ د دې آيت په لوستلو سره الله (ج) ته دعا کړو؛ خو زموږ دعاوې نه قبليږي. ابراهيم ادهم (رح) په ځواب کې داسې وفرمايل:

1- الله (ج) ښه پېژنې؛ خو د هغه اطاعت نه کړې.

2- قرآن لولي ؛ خو په هغه عمل نه کړې.

3- شيطان ته بد وايې؛ خو د هغه په لار روان ياست.

4- وايې چې له حضرت محمد (ص) سره ډېره مينه لرې؛ خو د هغه سنت نه په ځاي کوې.

5- له جنت سره ډېره مينه لرې؛ خو نه يې غواړې.

6- د دوزخ له اوره وېريږې؛ خو ځانونه ځنې نه ژغورﺉ.

7- وايې چې مرګ حق دي؛ خو د مرګ له پاره هيڅ تياري نه لرې.

8- د نورو خلکو عيبونه ښکاره کوې؛ خو خپل عيبونه پټوې.

9- د خداي درکړې روزي ښه خورې؛ خو شکر نه باسي.

10- مړي خښوې؛ خو عبرت نه اخلي.

نو څنګه مو دعا قبوله شي؟؟

 رښتيا هم که موږ خپل ورځني ژوند ته وګورو، زموږ ټول کارونه له اسلام سره مخالف دي. همدا عامل دى چې د مسلمانانو دعا نه قبليږي او ناکامه دي.

که د ابراهيم ادهم (رح) لارښوونو ته ځير شو او هغه په ورځني ژوندانه کې پلې کړو، ان شاالله چې ورکه لار به بيا ومومو.

ومن الله التوفيق

Add new comment