د اهلسنت مشهور او لوې عالم ابوالفضل له اړخه محرم الحرام او د کربلا شهيدان-۶

محترمو وروڼو ! په دې برخه کي د بنت الرسول ، سيدة اهلِ نسآء الجنة فاطمة الزهرآء (رضي الله عنها) په اړه تفصيلات درته وړاندي کوم ، خو اول بايد ووايم چي دغه تفصيلات او دارنګه د أهل بيتو د نورو أعضاوو په باره کښي تفصيلات اکثر له روضة الشهدآء څخه چي د مولانا حس

( فاطمة الزهرآء )
محترمو وروڼو ! په دې برخه کي د بنت الرسول ، سيدة اهلِ نسآء الجنة فاطمة الزهرآء (رضي الله عنها) په اړه تفصيلات درته وړاندي کوم ، خو اول بايد ووايم چي دغه تفصيلات او دارنګه د أهل بيتو د نورو أعضاوو په باره کښي تفصيلات اکثر له روضة الشهدآء څخه چي د مولانا حسين واعظ کاشفي تصنيف دئ چي صاحب د تفسير حسيني ، جواهر التفسير ، أخلاق محسني او د أنوار سُهيلي دئ ،او ثقة او مقبول شخصيت دئ خصوصًا د أحنافو په منځ کښي ، او له مدارج النبوة للمحدث الدهلوي ، البداية والنهاية ، تاريخ طبري و غيره څخه مأخوذ دي .
محترمو ! د إسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) له حضرت خديجة الکبری (رضي الله عنها) څخه دوه ځامن او څلور لوڼي پيدا سويدي ، په ځامنو کښي يې يو قاسِم نوميدئ چي د پيغمبر (عليه الصلوة والسلام) په يوه مبارک اسم کنية کښي راغلئ دئ چي ابوالقاسِم دئ ، او بل عبدالله نوميدئ چي طيب او طاهر دده مبارک لقبونه وو .
او لوڼي دده مبارک (صلی الله عليه وسلم) کومي چي له حضرت خديجې څخه پيداسويدي دادي :
زينبه ، أم کُلثوم ، رقيه ، فاطمة .مطابق د ډير مشهور قول حضرت فاطمه (رض) دده مبارک په دغو څلورو لوڼو کښي کم عمره او کشره لور وه .
ځامن مبارکان د رسول (صلی الله عليه وسلم) چي هر څو وو دده مبارک په حيات کښي وفات سويدي .
د حضرت فاطمې د ولادت په نيټه کي ډير اختلاف دئ ، ځينو علماؤ فرمايلي دي چي د أصحابُ الفيل يا د فيل له واقعې څخه ۳۵ کاله تير سوي ول او د إسلام د پيغمبر و نبوت ته ۵ کاله لاپاته وه چي ددې مبارکي تولد وسو .
او شيخ أبو محمد بن خشاب په خپل کتاب مواليد کښي له إمام محمد باقر څخه روايت کړئ دئ چي ولادت د فاطمې (رضها) د إسلام د پيغمبر له بعثت او نبوت څخه پنځه کاله وروسته سوئ دئ ، او دغه راز نور قولونه هم سته چي يو دبل سره په دې باره کښي ډير توپير لري .
د فاطمة الزهرآء د زوکړي بيان :
شيخ مفيد په روضة الواعظين کښي ذکر کړيدي چي کوم وخت حضرت خديجة (رضي الله عنها) په فاطمة الزهرآء سره حملداره سوه نو د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) و حضرت خديجې ته وفرمايل چي :
اې خديجې ! حضرت جبرئيل ماته خبر راکړ چي دغه کوچنی (يعني چي اوس د حضرت خديجې په رِحَم کښي دئ) دا به انجلۍ وي ، چي نوم بې فاطمه وي او و دې ته به ډير پاک او پاکيزه اوله برکاتو څخه ډک نسل الله (جل جلاله) وروبخښي ، کله چي ددې مبارکي د زوکړي او د تولد وخت راغئ او خديجې ته لکه څرنګه چي معمول دئ له معمول سره سم دردونه پيدا سول ، نو دې مبارکي و خپلو خپلوانو ښځو ته خبر ورکړ او دوۍ يې راوغوښتلې ددې دپاره چي د تولد په وخت کښي د عادت مطابق له دې سره کومک وکړي ، خو له دې وجي چي هغه ښځي ټولي کافري او مشرکي وي نو له ورتللو څخه يې منعه وکړه او ودې مبارکي ته يې دا خبري وروليږلې چي ته ګنهګاره سوې .
يعني د پلار او نيکه لار دي پريښووله او پر محمد (صلی الله عليه وسلم) باندي دي ايمان راوړئ ، او دغه محمد چي د أبوطالب يتيم ؤ بېچاره ، خوار او غريب ؤ اوته يوه نامداره ، عزتمنه او نامداره ښځه وې دده سره دي نکاح وکړه او ځموږ خبري دي نه منلې او درويشي او فقيري دي پر توانګرۍ او دولتمندۍ باندي غوره کړه ، نو موږ نسو درتللائ خپله چاره دي پخپله وکړه .
حضرت خديجه (رضي الله عنها) د قريشو د ښځو له دغو خبرو څخه ډيره پريشانه او دلتنګه سوه ، په دې وخت کښي په ناڅاپي ډول څلور ښځي ورته راغلې چي په رنګ ، قد او قامت کښي داسي معلوميدلې لکه چي د بني هاشم او د قريشو له ښځو څخه دي ، حضرت خديجې چي کله دغه ښځي وليدلې يودم په ترس او ويره کښي ولويده ، له دغو څلورو ښځو څخه يوې ښځي ودې مبارکي ته وفرمايل چي اې خديجې ! مه پريشاني کوه او مه ويريږه موږ الله (جل جلاله) وتاته راليږلي يو او موږ ستا خويندي يو ، زه حضرت ساره يم (يعني د حضرت إبراهيم[ع] بي بي ) او دغه بله ښځه د عمران لور حضرت مريمه ده (يعني د حضرت عيسی [ع] مور ) او دغه دريمه ښځه بيا کلثوم د حضرت موسی (ع) خور ده ، او دا څلرمه ښځه بيا حضرت بي بي آسيه ده چي د فرعون ښځه وه ، دغه موږ ټولي به په جنت کښي له تاسره ملګري يو .
بيا په دغو ښځو کښي يوه د خديجې و راسته طرف ته او يوه يې چپه طرف ته کښينستله ، او يوه يې و مخ او بله يې شا ته کښينستله ، او د حضرت فاطمې تولد وسو .
کله چي فاطمه (رضي الله عنها) پيداسوه نو له دې مبارکي څخه يوه داسي رُڼا او روښنايي وځليدله چي د مکې مکرمې پر ټولو کورو باندي يې احاطه وکړه ، او په ځمکه کښي داسي ځائ پاته نسو چي له هغه نور څخه دي روښانه سوئ نه وي
بيــــــــت :
بر آسمانِ رسالَت هلالِ از نَو تافت
ببوستان نبوت ګلي زنو بــــشګفت .
صاحب د تفسير حسيني په روضة الشهدآء کښي ذکر کړيدي چي داسي روايت راغلئ دئ چي الله (جل جلاله) د جنت له حورو څخه لس حوري د جناب رسول کريم ( صلی الله عليه وسلم) وکور ته وروليږلې ، او له هري يوې سره يوه ګډوه د حوض کوثر له اوبو څخه ډکه او يو تال ورسره ؤ ، کله چي دغه حوري و خديجې ته راغلې نو په هغه څلورو ښځو کښي کومه ښځه چي د خديجې و مخ ته ناسته وه فاطمه يې ورواخستله او په هغو اوبو سره يې پريمنځله او يوه سپينه جامه چي ورسره وه او ډيره خوشبويه وه راواخستله او فاطمة الزهرآء يې په هغه کښي و پيچله او يوه بله پاکيزه او خوشبويه ټوکره يې پر سر ورواچوله ، او بيا يې و خديجې ته وفرمايل چي اې خديجې! اوس دي نو دغه پاکه ، پاکيزه لور درواخله چي الله پاک پر دې او ددې پر نسل باندي برکت ايښئ دئ ، او دغو ټولو ښځو ودې مبارکي ته د فاطمې مبارکي ورکړه ، بيا ورڅخه رُخصت سولې .
وروسته د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) راغئ او حضرت خديجة الکبری فاطمة الزهرآء دده مبارک په غيږ کښي ورکړه .

Add new comment