د اهلسنت مشهور او لوې عالم ابوالفضل له اړخه محرم الحرام او د کربلا شهيدان-۵

( ۵ ) : د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
که چيري يو سړئ په منځ کښي د حجر أسود او د مقام إبراهيم ودريږي او ټول عمر لمونځ کوي او روژه نيسي ، بيا د قيامت په ورځ له الله (جل جلاله) سره مخامخ سي په داسي حال کښي چي ده په دنيا کښي خپل ژوند په داسي حال کښي تير کړئ وي چي له أهل بيت د محمد (صلی الله عليه وسلم) سره بغض کونکئ ؤ نو داخل به سي و اور ته د دوږخ ( إنتهی مع توضيح ، رواه الحاکم وقالَ هذا حديث صحيح علی شرط مسلم ) .
( ۶ ) : له حضرت حذيفه (رض) څخه روايت دئ چي له ما څخه ځما مور پوښتنه وکړه چي رسول ( صلی الله عليه وسلم) ته وررغلئ يې ؟ ما ورته وويل چي یا يو څه وخت کيږي چي دَی مبارک مي ندئ ليدلئ !
نو ځما مور ماته سرزنښت او زجر راکړ ، ما ورته وويل چي اوس به ورسم او د ماښام لمونځ به ورسره وکړم او ځما او ستا د دواړو دپاره به بخښه ورڅخه وغواړم ، بيا ما له ده مبارک سره د ماښام او ماخستن لمونځ وکړ ، بيا په ده مبارک پسي د شاله خوا راروان سوم ، ده مبارک وويل چي حذيفه يې ؟
ماورته وويل چي هو ! بيا ده مبارک راته وويل چي دغه څوک چي تا له ما سره وليدئ دا يوه داسي فرشته وه چي تر دغه ساعته پوري هيڅکله و مځکي ته نه وه راکښته سوې ، له الله پاک څخه يې ددې اجازه اخستې وه چي ځما د سلام دپاره راسي او دا زيرئ پر ما باندي وکړي چي فاطمه د جنت د ښځو سرداره ده او حسن او حسين سرداران د ځوانانو د جنت دي ( إنتهی مع إختصار و توضيحٍ ، رواه الترمذي ) .
( ۷ ) : همدارنګه له حضرت جابر بن عبدالله څخه روايت دئ چي ده مبارک فرمايلي دي چي په حجة الوداع د عرفې په ورځ ما رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وليدئ په داسي حال کښ چي پر خپله قصوی اوښه باندي سپور ؤ ، خطبه يې ويله ، نو ما له ده مبارک څخه واوريدل (يعني په جريان کښي د خطبې دده) چي داسي يې فرمايل :
يآأيها الناس إني ترکتُ فيکم ما إن أخذتم بِه لَن تضِلوا : کتابَ اللهِ وعترتي أهلَ بيتي .
يعني : اې خلګو ! بېشکه ما په تاسي کښي داسي شئ پريښووئ چي کچيري تاسي هغه ټينګ کړۍ نو هيڅکله به ګمرهان نسۍ تاسي چي هغه : کتاب د الله تعالی (يعني قرآنکريم) او أهل پيت ځما دئ ( يعني که تاسي په کتاب عمل وکړۍ او ځما دأهل بيت محبت کوۍ او د دوۍ پر لار باندي ځۍ نو تاسي به له ضلالت او ګمرهي څخه محفوظ پاته ياست ) . ( رواه الترمذي ) .
ملاعلي القاري ـ رحمه الله ــ په مرقات کښي ددغه حديث په ارتباط فرمايلي دي چي له دې څخه چي د إسلام پيغمبر تمسک په مطلق أهل بيت خپل سبب د نات له ګمراهي څخه بللئ دئ دا معلوميږي چي کوم څوک چي حقيقتًا دده مبارک له أهل بيت څخه وي نو دهغه سيرت او عمل به خامخا مطابق له شريعت او طريقت سره وي .
يعني په أهل بيت کښي داسي څوک نه پيداکيږي چي دده کردار دي له شريعت څخه مخالف وي ، البته سيد جمال الدين و دغه حديث ته داسي قيد ورضم کړئ دئ چي تمسک په أهل بيت په دې شرط سبب د نجات دئ چي دوۍ پر حق باندي وي ( کذا في حواشي الترمذي ج۲ ) .

Add new comment